د هلمند د غنمو سږني حاصلات به نږدې ۵۰۰ زره ټنه وي

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۵:۵۳
د هلمند د غنمو سږني حاصلات به نږدې ۵۰۰ زره ټنه وي

۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د غنمو لو پیل شوې ده، چې د اټکل له مخې دیاد ولایت د غنمو سږني حاصلات به نږدې ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۱۵ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه به د اټکل له مخې نږدې ۵۰۰ زره ټنه غنم ترلاسه شي.
زلمی الکو وایي، چې د نورو کلونو په توپیر د هلمند سږني غنم له نباتي ناروغیو او افتونو پاک دي.
ښاغلی الکو زیاته کړه، چې دهلمند دکرنې ریاست په کرنیزه برخه کي ګڼ هلمندي کروندګرو ته روزنه ورکړې او ترڅنګ یې دغنمو  بېلابېل اصلاح شوي تخمونه هم ورته ورکړي دي.
په همدې حال کې هلمندي بزګران هم د غنمو له حاصلاتو خوښ دي او وايي، سږکال د نورو کلونو په پرتله د غنمو د ښه  حاصلاتو  هیله لري، هغوی وایي د تېرو کلنو په پرتله دغنمو سږني کروندې له هرډول طبیعي افتونو او ناروغیو پاک دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS