در کاپیسا برای ۶۰۰ دهقان برنامههای آگاهیدهی در مورد تغییرات اقلیمی برگزار شد
۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ربیعالثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی در سکتور زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، بر اساس پلان سالانه خود، برنامههای آموزشی و آگاهیدهی عامه در مورد تغییرات اقلیمی را برای هزاران دهقان در شماری از ولایتهای کشور آغاز کرده است.
در همین راستا، در پنج ولسوالی ولایت کاپیسا، شامل حصه اول، نجراب، تگاب، الهسای و کوهبند، برای ۶۰۰ دهقان برنامههای آگاهیدهی برگزار شد. در این برنامهها دهقانان مناطق مختلف، در کنار ملا امامان و ملکهای قریهها، اشتراک کردند.
انجنیر جاوید امین، آمر ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی در سکتور زراعت و مالداری وزارت زراعت، گفت که در این برنامهها در مورد وضعیت اقلیمی ولایت کاپیسا، اقلیم و تغییرات اقلیمی، عوامل تغییرات اقلیمی، تأثیرات آن بر سکتور زراعت و مالداری، راههای سازگاری و انطباق با تغییرات اقلیمی و همچنان سیستم هشداردهی پیشگیرانه، معلومات مفصل ارائه شد.
وی افزود که در جریان این برنامهها، در زمینه سازگاری و مبارزه با تغییرات اقلیمی و رویدادهای طبیعی و محیطزیستی، پریزنتیشنهای معلوماتی نیز برای اشتراککنندگان ارائه گردید.
اشتراککنندگان ضمن ابراز خرسندی از برگزاری این برنامهها، تأکید کردند که برگزاری چنین برنامههای آموزشی در کاهش خسارات زراعتی، ارتقای مهارتهای دهقانان و تقویت اقدامات عملی در برابر تغییرات اقلیمی نقش مؤثر دارد.
همچنان مسئولان ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی که مسئولیت پوشش این برنامه را بر عهده داشتند، گفتند که اشتراککنندگان از برگزاری برنامه ابراز خرسندی کرده و تأکید داشتند که چنین برنامههای آگاهیدهی برای کاهش خسارات زراعتی و ارتقای مهارتهای عملی دهقانان مؤثر است. آنان افزودند که این برنامه مطابق اجندای تعیینشده، با موفقیت به پایان رسید.
در پایان برنامه، بر افزایش آگاهی دهقانان، مدیریت بهتر منابع آب و چراگاهها، استفاده از روشهای زراعتی سازگار با تغییرات اقلیمی و تقویت ظرفیتهای جوامع محلی تأکید شد تا میزان آسیبپذیری در برابر اثرات تغییرات اقلیمی کاهش یافته و توانایی مقاومت جوامع افزایش یابد.
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی در سکتور زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، افزایش سطح آگاهی دهقانان در سراسر کشور را یکی از اولویتهای مهم پلان سالانه خود میداند. این ریاست بهمنظور کاهش اثرات تغییرات اقلیمی، جلوگیری از خسارات زراعتی و ارتقای مهارتهای عملی دهقانان، برنامههای آگاهیدهی عامه را طرح و تطبیق میکند. این برنامهها علاوه بر دهقانان، با اشتراک ملکهای قریه، ملا امامان و بزرگان محلی برگزار میشود تا سازگاری و مبارزه مشترک جوامع در برابر تغییرات اقلیمی تقویت گردد.
کاپیسا کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول
۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې زرګونو بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د عامه پوهاوي ښوونیز پروګرامونه پیل کړي دي.
په همدې لړ کې، د کاپیسا ولایت په پنځو ولسوالیو «اولې حصې، نجراب، تګاب، اله سای او کوه بند» کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د یاد ریاست له لوري د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول. په دغو پروګرامونو کې د کلي ملا امامانو او ملکانو په ګډون د بېلابېلو سیمو بزګرانو برخه اخیستې وه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاويد امین وویل، چې په دغو پروګرامونو کې د کاپیسا ولایت د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلی امین وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
ګډونوالو د دغو برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیزې برنامې د کرنیزو زیانونو په کمولو، د بزګرانو د مهارتونو په لوړولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د عملي تدابیرو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
په همدې حال کې د یاد ریاست نورو چارواکو، چې ددې برنامې د پوښښ مسوولیت ور په غاړه وه وویل، چې ګډونوالو د پروګرام له ترسره کېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پوهاوي پروګرامونه د کرنیزو زیانونو د کمولو او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزناک دي. هغه زیاته کړه، چې یاد پروګرام د ټاکل شوې اجنډا سره سم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د پروګرام په پای کې د بزګرانو پر پوهاوی د لا زیات تمرکز، د اوبو سرچینو او څړځایونو د غوره مدیریت، له اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدونکو کرنیزو لارو چارو د کارولو او د سیمهییزو ټولنو د ظرفیتونو پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د زیانمننې کچه راکمه او د ټولنو د مقاومت وړتیا لوړه شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست په کلني پلان کې په ټول هېواد کې د بزګرانو د پوهاوي لوړول یو مهم اولویت دی. یاد ریاست د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د کرنیزو زیانونو د مخنیوي او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو په موخه، د عامه پوهاوي پروګرامونه طرحه او پلي کوي. دا پروګرامونه د بزګرانو ترڅنګ د کلي ملکانو، ملا امامانو او ټولنیزو مشرانو په ګډون ترسره کېږي، تر څو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنې ګډه مبارزه او سازګاري پیاوړې شي.
