د کابل نړیوال نندارتون کې دکرنې وزیر ګډون
۲۱ غویی ۱۴۰۲ه.ش
۲۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د کابل په نړیوال نندارتون کې، چې د صنعت او سوداګرۍ اوونۍ په مناسبت جوړه شوې وه ګډون او خبرې وکړې.
په دې نندارتون کې، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د کانونو او پټرولیم وزیر مولوی شهاب الدین دلاور، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوی خلیل الرحمن حقاني، د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکو، سوداګران، پانګوال، صنعت کاران او کسبه کاران شتون درلود.
ددې غونډې ګډونوال د پانګونې پر اړتیا او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ خبرې وکړې او د بازارموندنې او کورنیو تولیداتو پېژندنې په پآر د داسې نندارتونونو دائرول مثبت ګام وبلل.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ټولو برخو کې د پانګونې لېوالو کسانو پر ملاتړ او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت پر ژمنتیا خبرې وکړې.
ښاغلی برادر زیاته کړه: «ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدنې په پآر زموږ هلې ځلې روانې دي، اړتیا ده، چې په دې برخه کې یوبل ته لاس ورکړو او کار وکړو، ټولو سوداګرو او پآنګوالو ته بلنه ورکوو، چې افغانستان د پانګونې لپاره مناسبه او غوره فضا لري رادې شي او کار دې وکړي.»
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطآءالله عمري ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې دکرنې، مالدارۍ او صنعت په پرخه کې د کار او پانګونې پر اړتیا ټینګار وکړ او د اسلامي امارت له خو د هر اړخیزو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وکړې: «په وروستیو څو لسیزو کې افغانستان د بدلونونو او جنګونو شاهد دی، پردیو زموږ په هېواد کې لاسوهنه کړي او دکار او پرمختګ اجازه یې نه دي ورکړي، همدا چارې ددې لامل شوی، چې موږ په هره برخه کې شاته پاتې شو، اوس ددې فرصت رامنځ ته شوی دی، چې باید کار وکړو او دخپلو خلکو اړتیاوې په خپله چمتو کړو».
دکرنې وزیر اوسني فرصتونه د اقتصادي، صنعتي، سوداګریز او کرنیز جهاد لپاره مناسب وخت وبلل او زیاته یې کړه: «د هېواد او خلکو د خپلواکۍ په پار د جهاد دور پای ته ورسېد، اشغال ګران له هېواد څخه شړل شوي دي، اوس د اقتصادي جهاد وخت دی، د اقتصادي جهاد د بریا په پار اړینه خبره داده، چې کرنه، صنعت، سوداګرۍ او مالدارۍ ته ډېره پاملرنه او په یادو برخو کې کار وشي، د پردیو اشغال زموږ څخه د کار او پرمختګ فرصت اخیستی ؤ او په ډېرو بر خو کې شاته پاتې شوي یو، اوس هلې ځلې کوو، چې دخپل هېواد اړتیاوې په خپله پوره کړو، کار او وخت ته اړتیا لرو، دغه راز په یادو برخو کې د پرمختګ په پار د پانګوالو پانګونې ډېر مهم او اړین دي، پانګوالو ته ټولې اسانتیاوې برابرې شوي دي را دې شي او پانګونې دې وکړي، دکرنې وزارت په تېرو دوو کالو کې په یادو برخو کې فعالیتونه ترسره کړي دي، پانګوالو ته د زرګونو جریبه ځمکو اجاره ورکول، دکرنیزو اصلاح شویوتخمونو وېش، د میلیونونو څارویو د نسل او واکسین اصلاح، ترویج، څېړنې، دکرنې میکانیزه کول او د څارویو پالنه د امارت په پیر کې دکرنې وزارت عمده فعلایتونه دي، چې ترسره شوي دي او په راتلونکې کې هم ادامه لري.َ»
دا نندارتون د صنعت او سوداګرۍ اوونۍ د تجلیل په پار دائره شوې ده، چې په کې په ۸۵۰ غرفو کې کورني محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
اشتراک وزیر زراعت در نمایشگاه بینالمللی کابل
۲۱ ثور ۱۴۰۲
مولوی عطاءاللهعمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در نمایشگاه بینالمللی کابل که به مناسبت هفته صنعت و تجارت برگزار شدهبود اشتراک و سخنرانی کرد.
در این نمایشگاه ملاعبدالغنی برادر آخوند معاون اقتصادی ریاستالوزراء امارت اسلامی، مولوی عطاءللهعمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی شهابالدین دلاور وزیر معاودن و پطرولیم، مولوی خلیلالرحمان حقانی وزیر مهاجران و عودت کنندهگان، مسوولان اتاق تجارت و سرمایهگذاری، تاجران، سرمایهگذاران، صنعتکاران و کسبهکاران حضور داشتند.
اشتراک کنندهگان این مجلس پیرامون نیاز به سرمایهگذاری و حمایت از تولیدات داخلی صحبت نموده و راهاندازی چنین نمایشگاهها را در راستای بازاریابی و معرفی تولیدات داخلی مثبت عنوان نمودند.
ملاعبدالغنیبرادر معاون اقتصادی ریاستالوزراء از تعهد امارت اسلامی در راستای حمایت از تولیدات داخلی و شایقین سرمایهگذار در همه عرصهها خبر داد.
آقای برادر افزود:" تلاشهای ما برای رساندن افغانستان به خود کفای ادامهدارد، نیاز است که در این زمینه دست بدست هم بدهیم و کار کنیم، به تمام تاجران و سرمایهداران دعوت میدهیم که افغانستان مکان مناسب و فضای بهتر به سرمایهگذاری دارد و بیایند کار کنند".
مولوی عطاءاللهعمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در محفل افتتاح این نمایشگاه بر نیاز به کار و سرمایهگذاری در بخش زراعت، مالداری و صنعت تاکید کرده و از فراهم نمودن تمام سهولت ها از سوی امارت اسلام سخن زد :" افغانستان در چندین دهه گذشته شاهد تحولات و جنگهای خانمانسوز بوده است، بیگانهها به ملک دخالت کرده اجازه کار و پیشرفت را ندادهاند، همین عوامل سبب شده که در همه بخشها عقب بمانیم، حال فرصت مساعد شده که کار کنیم و ضروریات مردم را در ملک خود تهیه کنیم".
وزیر زراعت فرصت های فعلی را زمان مناسبی برای جهاد اقتصادی، صنعتی، تجارتی و زراعتی دانسته افزود:" دوره جهاد برای استقلال و آزادی ملک و مردم تمام شد، متجاوزگران از وطن بیرون شدن، فعلا جهاد اقتصادی است، برای پیروز شدن در جهاد اقتصادی مهم است که به زراعت، صنعت، تجارت و مالداری توجه و کار شود، تجاوزبیگانهها فرصت پیشرفت و کار از ما گرفتهبود و در اکثر بخشها عقب ماندیم، حالا تلاش داریم که ضروریات وطن را خود تهیه کنیم و نیاز به کار و زمان داریم، همچنان سرمایهگذاری سرمایهداران اساسیترین موضوع برای پیشرفت در این عرصهها میباشد، همه امکانات برای تاجران مساعد شده بیایند و سرمایهگذاری کنند، وزارت زراعت، تلاشهایش را در دو سال گذشته برای انجام فعالیتها در این بخش انجامدادهاست، اجارهدهی هزاران جریب زمین به سرمایهگذاران، توزیع تخمبذری، اصلاح نسل و واکسین میلیونها حیوان، ترویج، تحقیق، میکانیزهسازی زراعت، پرورش حیوانات از عمدهترین فعالیتهای وزارت در دوره امارت میباشد که صورت گرفتهاست و در آینده ادامه خواهد داشت".
این نمایشگاه به مناسبت تجلیل از هفته صنعت و تجارت و تحت شعار توان و تداوم برگزار شده که در آن تولیدات و محصولات داخلی در۸۵۰ غرفه نمایشدادهشدهاست.