کونړ کې د کب روزنې سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ د کب روزنې څلور سوداګریز فارمونه جوړېږي

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۴۷
کونړ کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړاو ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده

کونړ کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړاو ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده.
د کونړ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د سرکاڼو په ولسوالی د ګرمو اوبو «سلور، ګراس او کاموکارپ» کبانو څلور سوداګریز فارمونه جوړېږي، چې هر فارم یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیا لري، چې له یادو فارمونو څخه به د کال شپږ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولید او بازار ته به وړاندې شي.
دکب روزنې دغه فارمونه د کونړ د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لارښوونو سره سم رغول کېږي، چې وخت پر وخت یې مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې ترسره کېږي.
په افغانستان کې د کب روزنې زرګونه فارمونه شتون لري، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

د ۱۴۰۴م مالي کال د بودیجې د جوړولو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه  

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ۱۴۰۴م مالي کال لپاره د بودیجې جوړولو اړوند لارښود د تشریح په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه غونډه د مالي او اداري مرستیال ملا. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

کندهار کې د څارویو سرشمېرنې په اړه د د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره ناسته وشوه

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت سرپرست مولوي عبدالغني عفان په مشرۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف اې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۱
Background image

ایران ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر  

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې وزارت یوه پلاوي، د ایران اسلامي جمهوریت په. . .

بازگشت