د ننګرهار ګني ګاڼۍ او ګوړې
ننګرهار په افغانستان کې په دودیزه توګه د ګنیو د کر تر ټولو لویه سیمه ده. دغه ولایت پرېمانه اوبه لري او ځمکه او موسم یې د ګنیو کرکیلې ته جوړه ده. د ګنیو د کرلو لپاره ګرمه سیمه شرط ده، شاید همدا لامل وي چې ننګرهار په تېره ددې ولایت کامې ولسوالۍ غوره ځای ورته ګڼل شوی وي. ګني ډېرو اوبو ته اړتیا لري، هرڅومره چې ډېرې اوبه ورکړل شي، هومره یې حاصلات ښه وي.
په ننګرهار کې تر ډېره د کامې ولسوالۍ ګوړه مشهوره ده او هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان د ګنو، ګاڼۍ او ګوړې ليدو او خوراک لپاره ورځي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارسمبال ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وایي، چې سږ د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۱۷ سوه هکتاره ځمکه باندې ګني کرل شوي، چې د اټکل له مخې له دغو کروندو څخه به ۹۵ زره ټنه ګني ترلاسه شي.
ګني د کب په ۱۵ مه کرل کیږي او د بل کال د لړم په ۱۵مه حاصل ورکوي. د ګني په کروندو کې بېلابېل سابه لکه رومي بانجان، فاصله، پیاز، کچالو او داسې نور سابه هم کرل کیږي. د نورو نباتاتو په پرتله د ګنیو حاصل او عواید زات دی. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارسمبال ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وایي، ګني په یو جریبه ځمکه کې ۱۱زره او ۹۰۰ کیلو ګرامه حاصل ورکوي که د یوه کیلو بیه یې ۱۲ افغانۍ وي نو له یوه جریبه ځمکې څخه ۱۴۲زره او ۸۰۰ افغانۍ عاید ترلاسه کیږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار د کامې، ښېوې، بټي کوټ او بهسودو ولسواليو ګني پر ننګرهار سربېره کونړ، لغمان، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ته هم د پلور لپاره لېږل کیږي.
د ننګرهار د کرنې چارواکي وايي، هڅه يې داده چې کروندګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د ګني کرکېله پراخه او کروندګر د ګنیو کرکېلي ته مخه کړي.
ګاڼۍ او ګوړې
د کار ماشیني کېدو له امله اوس ګڼ شمېر پخوانيدودیزې ګاڼۍ بندې شوي او ځای یې نوي او ماشیني ګاڼۍ نیولي دي. په یوه ګاڼۍ کې له لسو تر ۱۲ پورې کسان د شربت له ايستلو، د ګاڼۍ د اور تر بلولو او ګوړې د چکۍ کولو کار کوي.
په دې وروستیو کې د ګوړې ګاڼیو کارو بار لږ پیکه شوې، بزګران وایي لوی لامل یې دا دی، چې ډېره برخه ګني د شربت جوړولو لپاره بازار ته ورځي او د دوی په خبره تر ګوړې د ګنیو د تازه شربت بازار ښه دی.
افغانستان او پاکستان کې د ګوړې چای هم مینه وال لري او د مېوې له ګډولو وروسته د ډالۍ په توګه هم ورکول کېږي.
کروندګر وايي، پخوا به ګني يوازې په ښارونو کې د ګنيو د شربت لپاره ترې پېرل کېدل چې نرخونه يې ارزان وو، خو په دې وروستيو کې يې خپله د ګوړې د توليد ګاڼۍ جوړې کړې، چې د ګنیو د پلور په پرتله يې د ګوړې په پلور کې ګټه څو چنده زياته ده.
د ګوړې توليد اسانه کار نه دی، ډېرې ستړياوې لري، دروند کار دی ډېر وخت او زحمت ته اړتيا لري چې لږ تر لږه درې منه ګوړه په يوه ساعت کې جوړېږي.
له ګنیو راوتلې اوبه د ټینګېدو لپاره اور ته اړتیا لري. د ګنیو شیره په اوبو کې جوش کېږي او بیا وچېږي. د ګنیو د اوبه تر ګوړې جوړېدو پورې اوږ بهیر ته اړتیا لري له دېګ نه د ګنیو ټینګې اوبه په یوه لوی لوښي کې راڅڅېږي او بیا وچیږي او وروسته بیا د ګانۍ د کارګرانو له خوا ترې ګوړه جوړیږي. له ګنیو راوتلې ګوړه ډېره خوږه او نرمه وي.
د ننګرهار د ګنیو ګوړه آن تر پلازمېنې کابل او لوېدیځو ولایتونو پورې هم رسېږي.
د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دلاور خان په خپله ځمکه کې سږ کال ګني کرلي او د ګوړې د توليد لپاره يې ګاڼۍ هم جوړه کړې ده.
دی وايي، له ګڼيو، تر رېبلو او راټولولو وروسته، لومړی په ماشين کې اوبه اوځي، هغه په لويو کړايانو کې اچول کېږي، لاندې ترې اور بلېږي او لږ تر لږه په درېيو ساعتونو کې له شپږ منه ګنيو درې منه ګوړه توليدېږي.
د نوموړي په خبره، د ګوړې تولید د دوی د ګټې وټې د زياتوالي سربېره نورو خلکو ته هم د کار زمينه برابره کړې او هره ګاڼۍ کې د لسو په شاوخوا کې کارګر د ګوړې په توليد بوخت دي.
د دلاور خان په خبره د دوی د ګاڼۍ ګوړه ډېره ښه ذايقه لري او تر څنګ يې کوم چل او فريب هم په کې نه کېږي؛ نو ځکه يې مينه وال ډېر شوي دي.
د ننګرهار ولایت کروندګر له پخوا د ګنيو له کښت سره بلدتيا لري او د هېواد د ګنیو ډېره بره په دې ولایت کې تولیدږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ښو ګنیو دتولید په برخه کې ددې ولایت له کروندګرو سره هر اړخیزې مرستې کوي.
د يادولو ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار کرنیز محصولات ښه نوم خپل کړی او د ګنيو سربېره د مالټو زيات توليد هم دغه ولايت ته يو ښه نوم په برخه کړی دی.
د ګنیو روغتیایي ګټې
روغتیاپالان وایي، د ګنیو په شربت کې ګڼ روغتیا بښونکي مواد شتون لري چې په مټ یې انسان د روغې سټې برخمن کیږي.
په ګني کې کلسیم، مګنیزیم، پوټاشیم او وسپنه په زیاته کچه موندل کیږي، چې په مټ یې انسان له زیړي، د بندونو درد او د سرطان لا علاجه ناروغۍ په ګډون له ګڼو ناروغیو خلاصیدای شي.
ګنی د زړه د ناروغانو لپاره اړین درمل دي او دغه راز د بدن د کوليسټرول د لوړېدو مخه هم نيسي.
که د وینې له کمښت څخه رنځیږئ؛ د ګني شربت وڅښئ ځکه ګنی د وینې په زیاتوالي کې مؤثر رول لوبوي.
دغه شربت کې کولیسټرول او سوډیم کم موندل کیږي نو له همدې امله د ځیګر او ګردو لپاره هم ګټه لري او د ځیګر او د ګردو پاک والي کې مرسته کوي.
د ګني جوس مو د کوچنیانو د هډوکو په ټینګیدو کې هم مرسته کوي او په دې شربت کې شته کلسیم د انسان د بدن هډوکي او غاښونه کلک ساتي.
ګنی د وینې د کولیسټرول اندازه مناسبه ساتي او هغه ماده په کې کمه موندل کیږي چې د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي، نو له همدې امله د شکر ناروغانو ته هم له ګټې پرته هیڅ کوم تاوان نه لري.
ګني کې شته مواد مو له نورو ناروغیو لکه نیم سیري، زکام او ستوني درد نه هم ژغوري او ترڅنګ یې د زیړي په درملنه کې هم اغیزمن رول لري.
طبیي څېړنې وايي، د ګنیو شربت د بډوډو ښه او فعاله ساتلو په برخه کې مرسته کوي او په بډوډو کې د خیرې او تیږو پیدا کیدو په مخنیوي کې هم مهم رول لوبوي. نو هغوی چې په بډوډو کې خیری لري، د ګنیو شربت ورته فایده لري.
د ګنیو شربت کاربوهایډریټس، پروټین، پوتاشیم او نور ګټور مواد په خپل ځان کې لري، چې څښل يې د جسماني پیاوړتیا په ډېرولو کې مرسته کوي، په ځانګړي توګه د ګرمۍ په موسم کې د ګنیو شربت د روغتیا لپآره خورا ګټور یاد شوی دی.
ځينې طبي څېړنې وايي، د ګنیو شربت د نورو ګټو تر څنګ د انسان هضمي سیستم ښه کوي، د قبضیت مخه نیسي او د سینې د سوزش په مخنیوي کې هم مرسته کوي.
ګني داسې ماده په خپل ځان کې لري چې له امله يې د غاښونو د ځينې ناروغیو نه مخنیوی کیدای شي.
ددې ترڅنګ ګني یو شمېر نور روغتیایي ګټې هم لري. ګني د زکام ، ریزش او ستونې د خارښت او دردونو لپاره ګټور دی، د تور زیړي پر وړاندې د بدن مقاومت ډیروي، د مثانې او پروسټاټ د سرطانونو مخنیوی کوي، د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او اشتها ډیروي.