ننګرهار ته د پاکستان هېواد څخه په غیر قانونې ډول د خوسکیو واردولو مخه ونیول شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱
ننګرهار ته د پاکستان هېواد څخه په غیر قانونې ډول د خوسکیو واردولو مخه ونیول شوه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی وزیرو تنګي کې یو تن د ۲۹ راسه یو کلنو خوسکیو سره ونیول شو چې د کرمې څخه یي په غیر قانوني لارو ننګرهار ته را واردول.
د ننګږهار د کرنې ریاست د خوږیاڼو ولسوالید وترنر داکتر له لورې د خوسکیو فزیکي معاینات ترسره شوه> چې کومه ستونزه یې نه درلوده، خو داچې په غیر قانوني لارو راوړل شوي وه د خوږیاڼو ولسوالی امنیتي مسؤلینو ته وسپارل شوه. 
د ننګرهار د کرنې ریاست د نورو هېوادونو څخه د څارویو د ناروغیو د انتقال دمخنیوي، په داخل کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او نافذه قوانینو تطبیق په موخه هیچاته اجازه نه ورکوي، چې په غیر قانوني لارو څاروي ننګرهار ته داخل کړي. په تېرو درې ورځو کې  دا دوهم ځل دی> چې د پاکستان هېواد څخه په غیر قانوني لارو څاروی ننګرهار ته را واردېږي.
د ننګرهار کرنې ریاست د نورو هېوادونو څخه د څارویو د ناروغیو د انتقال دمخنیوي، په داخل کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او نافذه قوانینو تطبیق په موخه هیچاته اجازه نه ورکوی چې په غیر قانوني لارو څاروي ننګرهار ته داخل کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت