سږ کال د مالوچو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه ډېر شوي 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۳۶
سږ کال د مالوچو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه ډېر شوي 

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په هېواد کې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه مالوچ تولید شوې، چې د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي. 
سږ کال پر ۹۳ زره او ۶۳۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې د مالوچو ټولیز حاصلات یې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د هېواد په ۵۴ زره او ۸۶۹ هکتاره ځمکه د پنبې کرکېله شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۷۲ زره ۴۹۳ مټریک ټنه مالوچ ترلاسه شوې وه، چې دا شمېره په کرل شوې ځمکه کې  ۴۱.۳۹ سلنه او د تولید تولید په کچه کې ۴۰.۸ سلنه زیاتوالی ښيي. 
هلمند، بلخ، تخار، ننګرهار او کندهار هغه ولایتونه دي، چې د هېواد په کچه د پنبې ډېر کرکېله په کې کېږي د دې تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم پنبه کرل شوې او ترویج شوي دي.
هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې دمالوچو تر ټولو ډېر تولید لري او سږ کال ددې ولایت په ۴۹ زره او ۷۵ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۶۹ زره او ۶۸۷ مټریک ټنه مالوچ راټول شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په موخه کروندګرو ته مناسب بدیلونه معرفي کړي، چې په بېلابېلو سیمو کې مختلف بدیلونه لکه انجه، زعفران، پنبه او طبي بوټي دي بزګرانو ته ور پېژندل شوي دي، ددې ترڅنګ پر بزګرانو اصلاح شوي کرنیز تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیزې توکي هم وېشل شوي دي.


حاصلات پخته امسال نظر به سال قبل ۴۱ درصد افزایش یافته است
۲۵  دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
براساس آمار ریاست احصاییه و معلومات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سال جاری ۱۲۲ هزارو ۴۵۵ متریک تُن پَخته در سطح کشور تولید شده است و نظر به سال قبل افزایش چهل درصدی تولید را نظر به سال قبل نشان می‌دهد .
در سال جاری، ۹۳ هزارو ۶۳۰ هکتار زمین تحت کشت نبات پنبه بوده که حاصلات مجموعی آن به ۱۲۲ هزارو ۴۵۵ متریک تُن رسیده است.
این در حالی است که سال قبل از مساحت ۵۴ هزار ۸۶۹ هکتار زمین تحت کشت پنبه به مقدار ۷۲ هزار ۴۹۳ متریک تن پخته جمع آوری شده بود و این رقم افزایش ۴۱.۳۹ درصدی در ساحه کشت و همین گونه افزایش ۴۰.۸ درصدی را در میزان تولید نشان می‌دهد.
ولایت‌های هلمند، بلخ، تخار، ننگرهار و کندهار از جمله ولایاتی اند که بیشترین ساحه کشت و حاصلات را در سطح کشور دارند، برعلاوه در سایر ولایات نیز پنبه کشت و ترویج شده است.
هلمند از ولایتهای است بیشترین تولید پنبه را به خود اختصاص داده است و امسال از ساحه ۴۹ هزار ۷۵ هکتار زمین به مقدار ۶۹ هزارو ۶۸۷ متریک تُن پنبه از این ولایت حاصل برداشته شده است.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور محو کشت کوکنار بدیل مناسب آن را که در مناطق مختلف متفاوت می باشد و شامل زعفران، هنگ، پنبه و نباتات طبی بوده برای دهاقین معرفی نموده و وسایل زراعتی، کودکیمیاوی و تخم اصلاح شده را نیز به دهاقین توزیع نموده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول سره وکتل

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول محمد شفیق مخلص سره په خپل کاري دفتر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د میدان وردګو د کرنې رییس په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ښه والي او د بزګرانو د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدرحیم نعماني، د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت چک او دایمیرداد ولسوالیو ته د. . .

بازگشت