کونړ کې پر ۱۰۰ بې وزله کورنیو د هګیو چرګان او اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۵:۱
کونړ کې پر ۱۰۰ بې وزله کورنیو د هګیو چرګان او اړونده توکي ووېشل شول


۲ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د کونړ ولایت د اسمار او پیچ درې په ولسوالیو کې د ځنګلولۍ د ۲۰ ټولنو پر ۱۰۰ بې وزله کورنیو د هګیو چرګان او د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشلي دي.
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: « د کرنې وزارت اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (GEF) له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې « FAO» په مرسته پر یادو کورنیو درې زره د هګیو چرګان او د چرګانو ۱۵زره کیلو ګرامه خوراکي توکي او د چرګانو روزنې اړونده اړین توکي وېشل شوي دي.»
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو ۱۵۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د کونړ د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ، د ځنګلونو د پرې کېدو مخنیوی او د ځنګلولۍ د ټولنو پیاوړتیا ده، ترڅو ملي سرچینې خوندي شي.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مرسته د کونړ ولایت د اسدآباد، سرګاڼو، نرنګ او خاص کونړ په ولسوالیو کې پر ۳۵۰ بزګرانو کندوان ووېشل شول.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې دغه وېشل شوي کندوان هر یوه یې د ۵۰۰ کیلو ګرامه غلو دانو د ساتنې وړتیا لري، چې د غلودانو له حاصل ټولولو وروسته د ضایعاتو د مخنیوي په پار وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۱۶
Background image

کندز ولایت ته د کرنې وزارت د خاورې څېړنو د رییس سفر 

۲۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خاورې د څېړنو رییس صبغت‌الله رحیمي کندز ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوي نیاز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د افغانستان دکرنې او مالدارۍ د پراختیا پروګرام د پېژندنې په پار غونډه دایره شوه 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پراختیا پروګرام د پېژندنې په موخه، غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست په تالار کې د دې پروګرام د تخنیکي کمېټې د غړو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت کې د. . .

بازگشت