د لغمان علیشنګ ولسوالی کې ۷۷ اړمنو کورنیو سره د اوښ‌مارغه مرسته ترسره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۳۰
د لغمان علیشنګ ولسوالی کې ۷۷ اړمنو کورنیو سره د اوښ‌مارغه مرسته ترسره شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د علیشنګ ولسوالی د میل او ګونپال قندلي سیمو ۷۷ اړمنو کورنیو سره د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د اوښ‌مارغه مرسته ترسره شوه.
د مرستې په ترڅ کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۶ دانې اوښ‌مارغه او یوه اندازه د اوښ‌مارغه ځانګړې خوراک (دانه) ووېشل شول.
د مرستو د وېش په مراسمو کې د لغمان د کرنې ریاست استازی انجنیر حصین‌الله عزیزي، د اقتصاد ریاست استازي، د«اې.بي.ام» مؤسسې او «ډبلیو.اف.پي» مسؤلینو حضور لرو.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې ورځو کې د بادپښ ولسوالی ۴۰ کورنیو ته هم ورته مرسته پلان شوې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت