د کرنې وزارت د اراضۍ په ریاست کې د للندر (شاه‌توت) بند د ځمکو د استملاک او بیې ټاکلو په موخه غونډه ترسره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۹
د کرنې وزارت د اراضۍ په ریاست کې د للندر (شاه‌توت) بند د ځمکو د استملاک او بیې ټاکلو په موخه غونډه ترسره شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ په ریاست کې د للندر (شاه‌توت) بند د ځمکو د استملاک، بیې ټاکلو او د ملکیتونو د بدیل د موضوعاتو د څېړلو لپاره مهمه غونډه جوړه شوه. په دې ناسته کې د اراضۍ لوی ریاست د استملاک او بیا مېشتېدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي سیف‌الله الیاس، د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل ولایت رییس مولوي نورالله حکمت او د دواړو ادارو یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
په غونډه کې د بند د محور اړوند د خلکو د کورونو او ځمکو بشپړې او ناتکمیل دوسیې وڅېړل شوې او د ملکیتونو د بدیل د برابرولو په اړه بحث وشو.
د ناستې په پیل کې مولوي نورالله حکمت وویل، چې د ۲۲۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېدونکې دغه پروژه د خصوصي شرکتونو د پام وړ ګرځېدلې، خو تر اوسه د استملاک چارې بشپړې شوې نه دي. نوموړي څرګنده کړه، چې لومړی باید د بند د اصلي محور اړوند دوسیې بشپړې شي او وروسته دې په نورو پاتې دوسیو کار وشي.
وروسته، د استملاک او بیا مېشتېدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه، چې هغه دوسیې چې کار پرې بشپړ شوی، ژر تر ژره سیمې ته ولاړ شي او د پاتې دوسیو د تکمیل بهیر چټک کړي. هغه زیاته کړه، چې د استملاک او بیې ټاکنې بشپړېدو وروسته باید د متضررینو لپاره د بدیلې ځمکې د برابرولو هڅې وشي، څو داسې بدیل ورکړل شي، چې د اسلامي امارت او خلکو دواړو لپاره د منلو وړ وي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د موضوع د دقیقې څارنې لپاره یوه باصلاحیته کمیټه جوړه شي چې د اوبو او انرژۍ، کرنې، مالیې، ښار جوړونې وزارتونو او د کابل ولایت استازي به په کې ګډون ولري، څو د پروژې چارې په سمه او وخت سره پر مخ ولاړې شي.
په پایله کې، ټولو ګډونوالو د دې پروسې په تړاو د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.


برگزاری نشست در ریاست اراضی وزارت زراعت برای بررسی استملاک و تعیین قیمت زمین‌های بند للندر (شاه‌توت)
۲۷ عقرب  ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
در ریاست ع اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، نشست مهمی به منظور بررسی استملاک زمین‌ها، تعیین قیمت و موضوعات مربوط به اعطای بدیل ملکیت برای پروژه بند للندر (شاه‌توت) برگزار شد. 
در این نشست، مولوی عبدالعلی عمری رئیس استملاک و بی‌جاشدگی ریاست عمومی اراضی، مولوی سیف‌الله الیاس رئیس ارزیابی، استملاک و بی‌جاشدگی، مولوی نورالله حکمت رئیس وزارت آب و انرژی برای ولایت کابل و شماری از کارمندان هر دو اداره حضور داشتند.
در جلسه، دوسیه‌های تکمیل‌شده و ناتکمیل مربوط به خانه‌ها و زمین‌های مردم در محور اصلی بند بررسی شد و درباره فراهم‌سازی زمین‌های بدیل برای مالکان بحث صورت گرفت.
در آغاز نشست، مولوی نورالله حکمت گفت که این پروژه با هزینه ۲۲۷ میلیون دالر، توجه شرکت‌های خصوصی را به خود جلب کرده، اما روند استملاک هنوز تکمیل نشده است. او تأکید کرد که نخست باید دوسیه‌های مربوط به محور اصلی بند نهایی شود و سپس روی دوسیه‌های باقی‌مانده کار صورت گیرد.
پس از آن، مولوی عبدالعلی عمری رئیس استملاک و بی‌جاشدگی، به بخش‌های مربوطه هدایت داد تا دوسیه‌هایی را که کارشان تکمیل شده است، هرچه زودتر در ساحه بررسی کنند و روند تکمیل دوسیه‌های باقی‌مانده را سرعت بخشند. او افزود که پس از نهایی‌شدن روند استملاک و تعیین قیمت‌ها، باید برای متضررین زمین‌های بدیل فراهم شود؛ به گونه‌ای که هم برای امارت اسلامی و هم برای مردم قابل‌قبول باشد.
در پایان تصمیم گرفته شد که برای نظارت دقیق از روند کار، یک کمیته باصلاحیت ایجاد شود که نمایندگان وزارت‌های آب و انرژی، زراعت، مالیه، شهرسازی و همچنین نماینده ولایت کابل در آن عضویت داشته باشند تا امور پروژه به صورت درست و به‌موقع پیش برود.
در نهایت، تمام اشتراک‌کنندگان بر هر نوع همکاری لازم در این روند تأکید کردند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۲
Background image

میدان وردګو دوو ولسوالیو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د سیدآباد او جلریز ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغان سوله جوړونکې بشري  مؤسسې په ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۱
Background image

د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالی کې ۱۸۰ مالدارانو ته د مالدارۍ د مدیریت کڅوړې ووېشل شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفترله لوري د نکه ولسوالی په مرکز او اړوندو سیمو کې د مالدارۍ د. . .

بازگشت