کونړ کې د بزګر ورځ بزګرانو ته د ډالیو په ورکولو سره ونمانځل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۹:۵۳
کونړ کې د بزګر ورځ بزګرانو ته د ډالیو په ورکولو سره ونمانځل شوه

۵ وری ۱۴۰۰
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د وري دويمه د بزګر ملي ورځ ددې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او يوشمېر اوسېدونکو په شتون کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
   په دې غونډه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژه «HVCDSP» د بزګرانو د لا هڅونې په پار پر ۲۸ ښځینه بزګرانو د درې میلیونه او ۹۳۴ زره افغانیو په ارزښت د سبو او مېوو لمریزې دستګاوې ووېشل او ترڅنګ یې یاده پروژه ۲۳ هغو بڼوالو ته چې د پسرلي په موسم کې ورته د سټروسو متراکم بڼونه جوړ شوي ول، د دوی د بڼونو د ښه مدیریت په پار پر دوی کرنیزې توکي او کیمیاوي سرې ووېشل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي په ترکیه کې د لمر ګل د غوړیو د تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۸
Background image

د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست په تالار کې سکټوري غونډه دایره شوه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د یو لړ اړوندو ادارو ترمنځ سکټوري غونډه دایره شوه.
په یاده غونډه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د هلمند دکرنې رییس د ناوې او بولان سیمو دځمکوالو او بڼوالو ستونزې وارېدې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د مرکز د ترویج عمومي مدیر قاري مسلم په ملتیا د ناوې ولسوالی او بولان. . .

بازگشت