ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو سره د عشر تګلارې په موخه ناسته ترسره شوه
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند عشر امر مولوي سلیمان اسامه کوټ، سپین غر او نازیانو ولسوالیو د مسولینو، مدیرانو او بزګرانو سر د عشر په راټولولو کې د روڼتیا، عامه پوهاوی او عشر راټولولو کړنلارو روښانه کولو او د عشر پارچو تطبیق په برخه کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
دننګرهار دکرنې ریاست دعشر امر سلیمان اسامه د عشر کارکوونکوته د کارونو چټکتیا عشر ټولولو کې د ولسوالانو سره همغږۍ او بزګرانو سره د صله رحمي کار اخیستلو سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار کرنې ریاست هڅه کوي په ولسوالیو کې د شرعي او اسلامي اصولو له مخې عشر او ذکات راټول او د اسلامي امارت خزانې ته تحویل کړي.