ننګرهار کې پر ۵۵ بزګرانو د روميانو هايبرايډ تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۳۶
ننګرهار کې پر ۵۵  بزګرانو د روميانو هايبرايډ تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې


۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ماشومانو ساتنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مومنددرې ولسوالی پر ۵۵ بزګرانو د رومیانو هایبرايډ تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل: «په مومندرې ولسوالی کې د ماشومانو ساتني مؤسسې له لورې پر بزګرانو د روميانو هايبرايډ تخمونه، کيمياوي سرې، د بوزغلیو روزنې لپاره پلاستيک، پائپ او د حاصلاتو د راټولولو دلپاره پلاستيکي پچۍ وېشل شوي دي.»
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه،چې ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته ۲۵ کيلو توره سره،۵۰ کيلو سپينه سره او يوه قطي د روميانو هايبرايډ تخم چي ۵۰۰۰ داني لري ورکړل شوي دي. دغه راز د ماشومانو ساتنې مؤسسې یادو بزګرانو ته لس متره پلاستيک، لس متره پائپ او درې دانې پلاستيکي پچۍ هم ورکړي  دي.
د یادو مرستو موخه په يادې ولسوالی کي د بیوزلۍ او فقر سره مبارزه،د خوړو خونديتوب، د کرني عصري کول، نوي ټکنالوژۍ سره د بزګرانو بلدتیا او په نوي ټکنالوژۍ سره د روميانو د هايبرايډ تخمونو کرل دي.
باید وویل شي، چې د ماشومانو ساتنې موسسې وړاندې تردې هم د ننګرهار په مومندرې ولسولی کې سلګونه بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو،  کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو مرسته کړې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت