لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
١٧ تله ۱۴۰۳ه.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس عبدالستار محمد سربېره، ددې کمېټې نورو غړو هم ګډون کړی وو.
د غونډې په ترڅ کې د ګډ تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد د یاد تخنیکي پلاوي فعالیتونه وستایل او ترڅنګ یې ترې هیله وکړه، چې د ولسونو د شته ستونزو په حل کې کوټلي ګامونه واخلي او هغه دوسیې چې ګډ تخنیکي پلاوي ته استول کېږي تر دقت او غور وروسته یې په اړه عملي ګام پورته کړي څو د مرکز او دولسوالیو په کچه د اوسیدونکو ستونزې پای ته ورسېږي.
په دې غونډه کې دغه راز دنورلام صیب درې د خلکو ستونزه چې د غره په سر راولاړه شوې وه د کډ تخنیکي هیئت له لوري واورېدل شوه او اړوندې مرجع ته واستول شوه.
د غونډې په ترڅ کې دغه راز پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.