غزني کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو
۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي په موخه په دې ولایت کې کمپاین پیل شو. دغه کمپاین د غزني مرکز او ولسوالیو کې پلي کېږي، چې په دې لړ کې به زرګونه څاروي او د هغوی غوجلې دواپاشي شي.
دا پروګرام د سیمه ییزو وترنر ډاکترانو په مرسته پلي کېږي. د چارواکو په خبره ډاکترانو ته د کانګو تبې ضد درمل، د درمل شیندنې پمپونه او د حفظ الصحې اړوند وسایل برابر شوي، تر څو د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
کانګو تبه یوه خطرناکه وېروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې د څارویو او انسانانو ترمنځ انتقالېږي.
د غزني د کرنې ریاست مشرتابه د انسانانو د خوندیتوب او د ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي په موخه دا ډول کمپاینونه ګټور وبلل او له اړوندو مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې دغه پروګرامونه نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
