غزني کې د مالدارۍ د پرمختګ په موخه روزنیز پروګرام ترسره شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۵:۱۷
غزني کې د مالدارۍ د پرمختګ په موخه روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د مالدارۍ د سکتور د پیاوړتیا او د حیواني تولید د لوړولو په موخه روزنیز پروګرام ترسره شو، چې پکې د حیواني فارمونو ښه مدیریت، د مصنوعي القاح لارې چارې، د غواګانو د نسل‌ګیري عصري تخنیکونه او حیواني تغذیه ګډونوالو ته تشریح شوه.
یاد روزنیز پروګرام د غزني ولایت د مرکز او د قره‌باغ، اندر او ده‌یک ولسوالیو څخه د ۱۲۰ تنو ګډونوالو په ګډون ترسره شو، چې د هرې سیمې څخه ۳۰ تنه د مالدارۍ له برخې سره تړلي اشخاص، فارمداران او د سیمو استازي پکې شامل وو.
په دې روزنه کې د مسلکي روزونکو له لوري د څارویو د سالم روزنې، د تولید د زیاتوالي، د نسل اصلاح او د معیاري تغذیې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
ګډونوالو د دغه روزنیز پروګرام څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې ترلاسه شوې پوهه او تخنیکونه به په عملي ډول په خپلو فارمونو او سیمو کې تطبیق کړي، څو د مالدارۍ سکتور لا وده وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت