کرنې وزارت کې د بودجې جوړونې د لارښود غونډه ترسره شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۲۷
کرنې وزارت کې د بودجې جوړونې د لارښود غونډه ترسره شوه 

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدر اعظم عثماني، په مشرۍ او د کرنې، وزارت د سکتوري او خدماتي ریاستونو د  رییسانو په ګډون، د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ کې د ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې جوړونې دلارښود غونډه دایره شوه.
په دې ناسته کې، د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د لارښود پر بنسټ ټینګار وشو چې د پراختیایي پروژو د طرحې او ترتیب پر مهال دې د وزارتونو او ادارو لومړیتوبونه، بېړنیو پروژو، عایداتي او د کارموندنې پروژې، همدارنګه روانې او ملي پروژې چې لوړه اغېزمنتیا لري، په پام کې ونیول شي.
همدارنګه، له دې امله چې د اسلامي امارت بودجه له کورنیو عوایدو تمویلېږي، د بودجې د تخصیص او د پروژو د تطبیق پر مهال دې د هېواد اقتصادي او مالي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي. په دې لړ کې، د لوړو لګښت لرونکو پروژو د وړاندوینې، قراردادي ګومارنو، د بستونو زیاتوالي، د قدمونو زیاتولو او اضافه‌کارۍ څخه د مالي محدودیتونو له امله ډډه وشي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنې وزارت د لومړیتوبونو او د دې وزارت د پنځه کلن ستراتېژیک پلان سره سم د پلان او بودجې پر ترتیب ټینګار وکړ او له سکتوري ریاستونو یې وغوښتل، چې ځانګړې شوې بودجې په ټاکلي وخت کې ولګوي او پروژې په اغېزمنه توګه بشپړې کړي.


جلسه رهنمود ساخت بودجه در وزارت زراعت برگزار شد
۲۲ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه رهنمود ساخت بودجه سال مالی ۱۴۰۵ به رهبری مولوی صدرعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و با اشتراک رییسان سکتوری و خدماتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در معینیت زراعت و مالداری برگزار گردید.
در این جلسه، بر اساس رهنمودهای وزارت مالیه امارت اسلامی افغانستان، تأکید شد که در طرح و ترتیب پروژه‌های انکشافی، اولویت‌های وزارت‌ها و ادارات، پروژه‌های عاجل، عایداتی، اشتغال‌زایی، پروژه‌های در حال تطبیق و پروژه‌های ملی با موثریت بلند، در نظر گرفته شود.
همچنان، با توجه به این‌که بودیجه امارت اسلامی از عواید داخلی تمویل می‌گردد، وضعیت اقتصادی و مالی کشور در تخصیص بودیجه و تطبیق پروژه‌ها مورد توجه قرار گیرد. در این راستا، از پیش‌بینی پروژه‌های پرهزینه، استخدام‌های قراردادی، افزایش بست‌ها، افزایش قدم و اضافه‌کاری به دلیل محدودیت‌های مالی جلوگیری شود.
معین زراعت و مالداری بر ترتیب پلان و بودجه مطابق اولویت‌های وزارت زراعت و پلان استراتیژیک پنج‌ساله این وزارت تأکید نموده و از ریاست‌های سکتوری خواست تا بودجه‌های اختصاص‌یافته را در زمان تعیین‌شده مصرف و پروژه‌ها را به‌گونه مؤثر تکمیل نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت