د کونړ د شاتو سږني تولید څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلی دی

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۹:۵۴
د کونړ د شاتو سږني تولید څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلی دی


۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په کونړ ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې ساري توګه مخ پر وده ده، شمېرې ښیي چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا۶۳ واړه او لوی فارمونه شته دي، چې د شاتو د تولید سږني کچه یې نږدې۳۳.۶ ټنو ته رسېدلې ده.
د کونړ د مالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا چارو امر ګل رحمن حنانزی وایي، چې د یاد ولایت په کچه د شاتو مچیو ۶۳ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۳۳.۶ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
د ښاغلي حنانزي په خبره، دکونړ د شاتو په شاوخوا ۶۳ فارمونو کې د شاتو مچیو له یوزرو او ۹۰۰ څخه تر دوه زره صندوقه مچۍ روزل کیږي. یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچي، کریچي ګل، سپېرکۍ، شړشم ګل، شفتل ګل او پلوڅه دي، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه وال لري.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په پار د فارمدارانو منظمه ټولنه جوړول، پر فارم لرونکو د شاتو مچیو وېش، د شاتو مچیو روزنې او د صندوقونو د لېږد رالېږد په هکله فارم لرونکو ته عامه پوهاوی او پر فارم لرونکو د ناروغیو او افتونو ضد درملو وېش هغه چارې دې، چې سږکال تر سره شوي.
یاد ولایت د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري  او دا ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د لغمان علیشنګ ولسوالی کې ۷۷ اړمنو کورنیو سره د اوښ‌مارغه مرسته ترسره شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۲۷
Background image

لغمان کې یوشمېر مالدارانو ته د څارویو د غوجلو د ترمیم لپاره اړین وسایل او توکي ووېشل شول


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، او د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي ملاتړ، د مرکز مهترلام لسو اړمنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ په ریاست کې د للندر (شاه‌توت) بند د ځمکو د استملاک او بیې ټاکلو په موخه غونډه ترسره شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ په ریاست کې د للندر (شاه‌توت) بند د ځمکو د استملاک، بیې ټاکلو او د ملکیتونو د بدیل د موضوعاتو د څېړلو لپاره مهمه غونډه. . .

بازگشت