د پکتیکا دکرنې رییس د ارګون بندر قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۱۲
د پکتیکا دکرنې رییس د ارګون بندر قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه

۹ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر محمد ذبیح په داسې حال کې، چې د پکتیا دکرنې ریاست د مالدارۍ آمر او د بوټو ساتنې مدیر یې ملتیا کوله ددې ولایت د ارګون بندر قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د پکتیکا دکرنې رییس مولوی شېر محمد ذبیح د یاد قرنطین مرکز د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، چې د پکتیکا دکرنې رییس یاد کارکوونو سره د شته امکاناتو ته په کتو د یادو ستونزو د حل ژمنه وکړه.
ښاغلی ذبیح ددې قرنطین مرکز مدیران او کارکوونکي خپلو دندو متوجه کړل او زیاته یې کړه، چې باید په خپلو ورځنیو چارو کې صداقت او هېواد پالنې ته پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۸:۴۹
Background image

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد کې بزګرانو ته د عضوي سرو وېش

د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالی کې، د کرنې ریاست په همغږۍ د سټارز مؤسسې له‌خوا ۶۰ بزګرانو ته عضوي سره ووېشل شوه. هر بزګر ته د شپږ بوجیو په اندازه سره ورکړل شوه، چې هره بوجۍ ۵۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

بازگشت