د میدان وردګو ولایت په سیدآباد کې بزګرانو ته د عضوي سرو وېش
د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالی کې، د کرنې ریاست په همغږۍ د سټارز مؤسسې لهخوا ۶۰ بزګرانو ته عضوي سره ووېشل شوه. هر بزګر ته د شپږ بوجیو په اندازه سره ورکړل شوه، چې هره بوجۍ ۵۰ کیلوګرامه وزن لري. دا سره د غنمو کروندو د حاصل ښهوالي لپاره وېشل شوې ده.
عضوي سره د کروندو د حاصل ښهوالي لپاره اغېزمنه ګڼل کېږي، چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو سیمو کې بزګرانو ته وېشل کېږي.