د پکتیا دکرنې رییس افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له چارواکو سره وکتل
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې، چې د یاد ریاست یوشمېر نورو چاروکو هم شتون درلود د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له چاراکو سره په لیدنه کې د دوی د فعالیتونو راپور واورېدل.
ددې کتنې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو د پکتیا دکرنې رییس او مل پلاوي سره د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو راپول شریک او د خپلو پروژو په پلي کولو کې د کرنې ریاست د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د مؤثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، او له دوی یې وغوښتل چې خپلې پروژې د کرنې رياست سره په همغږۍ پلي کړي.