د لغمان الینګار کې د عشر او زکات عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۱۰
د لغمان الینګار کې د عشر او زکات عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د الینګار ولسوالی د عشر او زکات مسؤلینو د کشردکاه سیمې قومي مشرانو او علمای کرامو سره د عشر او زکات په اړه د عامه پوهاوي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د عشر مدیر نورالله حنفي د اسلامي شریعت په رڼا کې د عشر او زکات د ورکړې اهمیت تشریح کړ او د امیرالمؤمنین حفظه الله حکم یې ولوست. نوموړي د سیمې قومي مشرانو او علمای کرامو څخه وغوښتل چې د عشر د عاملینو سره د دې چارې د ترسره کولو پر مهال همکاري وکړي. چې قومي مشرانو او علمای کرامو د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.  
له ناستې وروسته، د عشر د راټولولو مسؤلین سیمې ته لاړل او هلته یې د وریجو د فصل د عشر راټولولو بهیر څارنه وکړه. هغوی عاملینو ته سپارښتنه وکړه چې له ولسونو سره د عشر د ورکړې پر مهال ښه چلند وکړي.
د عشر او زکات راټولول د اسلامي شریعت له مهمو احکامو څخه دي، چې د ټولنې د بېوزلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې کېږي. د لغمان کرنې ریاست په دې برخه کې د عامه پوهاوي ناستې ترسره کوي، ترڅو د ولسونو همکاري ترلاسه او دا بهیر په اغېزناک ډول ترسره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت