د ننګرهار کانال شرکت: د مالټو بڼونو محصولات ډېر شوي
۵ تله ۱۴۰۲ه.ش
۱۲ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
په ختیځ زون کې ننګرهار او کونړ د افغانستان د سټرسو لوی تولیدونکیولایتونه دي، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده او په یادولایتونو کې د سټروسو «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه ډېر دي.
د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وایي، چې په یاد کانال کې په زیاته اندازه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي چې سږ کال یې د مالټو د تولید کچه د تېر کلونو په پرته زیات دي.
د چارواکو په خبره، د ننګرهار کانال ریاست په ۱۷۵۰۰ جریبه ځمکه د مالټې بڼونه جوړ شوي دي، چې ورسره به ددې ولایت د مالټو د تولیداتو کچه د پام وړ لوړ شي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولېږي.