د ننګرهار چپرهار لسګونو بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
١۶ غویی ۱۴۰۳ه.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ډانېډا په مالي او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ګراټک، تره کو، کنډیباغ، څلوزي او سپین جماعت په کلیو کې د نارینه او مېرمنو جوړ شویو صنفونو ته خوسۍ ووېشل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د خوړو خوندیتوب تر نامه لاندې پروژي له لورې په چپرهار کې ۸۲ بېوزله او ناچاره مېرمنو او نارینوو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه خوسي ورکړل شوي دي.
نوموړی وویل، چې دمؤسسې د شرایطو مطابق هره خوسۍ یو کلنه سیمه ییز دو رګه دی؛ چې ناروغیو څخه پاک او د هرې ژوندې خوسۍ وزن له ۱۰۰ تر ۱۳۰ کیلو پورې دی.
دننګرهار د کرنې رییس زیاته کړه یاده مؤسسه د چپرهار ولسوالۍ سربېره په هسکه مېنه او پچیراګام ولسوالېو کې هم ناچاره مېرمنو ته د مالدارۍ د تقوې په موخه په ورته شرایطو برابر خوسي وېشي.