د ننګرهار دکرنې رییس د نیالګیو روزنځایونو څخه لیدنه وکړه
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم جدید او غلام حیدر خان نیالګیو روزنځایونو بېلابېلې برخې ولیدلې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د طبیعي سرچینو امر قاري سیداغا تنها د ننګرهار دکرنې رییس ته د نیالګیو روزنې په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل په یادو فارمونو کې مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي روزل کېږي او د کرنې وزارت د کړنلارو مطابق په ننګرهار کې ادارو او ولسونو ته وېشل کېږي.
ښاغلي تنها د نیالګیو په روزنځایونو کې شته ستونزې او ننګونې هم د ننګرهار دکرنې له رییس سره شریکي کړې.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د فارمونو مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي محسن وویل، هڅه کوي په ننګرهار کې د نیالګیو روزنې مرکزونه پیاوړې کړي او معیاري ونې او نیالګي هېوادوالو ته وړاندې کړي.