د ننګرهار دکرنې رییس د نیالګیو روزنځایونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Jun 01 2024 10:27 AM
د ننګرهار دکرنې رییس د نیالګیو روزنځایونو څخه لیدنه وکړه

ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم جدید او غلام حیدر خان  نیالګیو روزنځایونو بېلابېلې برخې ولیدلې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د طبیعي سرچینو امر قاري سیداغا تنها د ننګرهار دکرنې رییس ته د نیالګیو روزنې په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل په یادو فارمونو  کې مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي روزل کېږي او د کرنې وزارت د کړنلارو مطابق په ننګرهار کې ادارو او ولسونو ته وېشل کېږي.
ښاغلي تنها د نیالګیو په روزنځایونو کې شته ستونزې او ننګونې هم د ننګرهار دکرنې له رییس سره شریکي کړې. 
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د فارمونو مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي محسن وویل، هڅه کوي په ننګرهار کې د نیالګیو روزنې مرکزونه پیاوړې کړي او معیاري ونې او نیالګي هېوادوالو ته وړاندې کړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS