د خوست غلام خان بندر کې ۳۶ ټنه په حشراتو ککړې وریژې بېرته پاکستان ته مسترد شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۵:۳۰
د خوست غلام خان بندر کې ۳۶ ټنه په حشراتو ککړې وریژې بېرته پاکستان ته مسترد شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د غلام خان بندر نباتي کرنتین مدیریت کارکوونکو د حمید الدین تڼیوال شرکت له خوا وارد شوې ۳۶ ټنه وریژې له نیږدې وڅېړلې. د چیک او کنټرول په پایله کې یې معلومه شوه چې یادې وریژې په نباتي حشراتو او چینجیو ککړې دي، نو بېرته پاکستان هېواد ته مستردې شوې.
د خوست د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو څخه هیله لري چې د باکیفیته محصولاتو واردولو ته پام وکړي، ترڅو زموږ درانه هېوادوال له صحي او پاکو محصولاتو ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د محمدآغې ولسوالی له بزګرانو او قومي مشرانو سره د عشر ټولولو اړوند د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولايت د عشر او زکات ټولولو آمریت کارکوونکو چې مشري یي د عشر او زکات ټولولو آمر مولوي سلطان غني هاشمي کوله په داسې حال کې، چې ددغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۹
Background image

د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ۱۰۰  تنو بزګرانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې خطرناکې. . .

بازگشت