د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۳
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي کمپاین پیل شوی دی.
د کانګو تبه یوه وژونکې ساري ناروغي ده چې د څارویو له لارې انسانانو ته انتقالېږي. دا ناروغي نه یوازې د انسان ژوند ته جدي ګواښ دی، بلکې د مالدارۍ سکتور ته هم درانه اقتصادي زیانونه رسوي. د همدې ګواښ د مخنیوي لپاره، یاد آمریت وقایوي درمل هغو حیواني کلینیکونو ته سپارلي دي چې له دې آمریت سره یې دوامداره همکاري لري.
یاد درمل به د هرې سیمې په ساحو کې د مالدارانو د څارویو طویلو، استوګنځایونو، ګنجونو او نورو اړوندو ځایونو کې شیندل کېږي، ترڅو د کانګو بتې لیږدونکي کڼې له منځه یوسې.
همداراز، د کمپاین په ترڅ کې مالدارانو ته د کانګو تبې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي، ترڅو دوی د خپلو څارویو او کورنیو د خوندیتوب لپاره لازم وقایوي تدابیر ونیسي.
د کرنې ریاست مسؤلین وایي، چې دا ډول وقایوي کمپاینونه به دوام ومومي، څو د څارویو روغتیا خوندي او د مالدارانو اقتصادي زیانونه محدود شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت