د بدخشان د کرنې کارکوونکو ته د کرنې وزارت د لومړیتوبونو په اړه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۵:۳۱
د بدخشان د کرنې کارکوونکو ته د کرنې وزارت د لومړیتوبونو په اړه پوهاوی ورکړل شو

۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه د بدخشان د کرنې ریاست کارکوونکو ته د پوهاوي پروګرام دائر کړ او له هغوی یې وغوښتل، چې په پلي کولو کې یې جدي هڅې وکړي.
دغه پروګرام د بدخشان د کرنې رییس قاري قطب الدین دهنوي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین، د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي او د بدخشان د کرنې ریاست د کارکوونکو په حضور کې دائره شوې وه.
د غونډې په پيل کې د بدخشان د کرنې رییس قاري قطب الدين دهنوي دکارکوونکو د هڅو پر زياتوالي ټينګار وکړ او له کارکوونکو يې وغوښتل، چې د امارت له اصولو سره سم ځانونه برابر کړي: «زموږ غوښتنه داده، چې متخصصین دې راشي او ورته پروګرامونه دائر کړي ترڅو د کارمندانو معلومات لوړ شي او دوی وکولی شي خلکو ته ښه خدمت وکړي.»
په همدې حال کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او د کرنې وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو د پراختیا په هکله د اسلامي امارت د رهبرۍ پیغام بیان او زیاته یې کړه: «موږ تاسو ته د امیرالمومنین او د کرنې د وزیر پیغام راوړی دی، امیرالمومنین د افغانستان او هېوادوالو ته مهربانه، مشفق او زړه سواندی شخصیت او د ملت خدمت ته ژمن دی، د همدې موخې لپاره راغلي یو، چې ووایو څنګه کولای شو خلکو ته خدمت وکړو، هر یو باید د هېواد د پرمختګ لپاره یوه طرحه ولرو، یو پلان ولرو، چې څنګه کولای شو خپل هېواد جوړ کړو، د خلکو له تجربو ګټه واخلو او خپلې تجربې خلکو ته ورسوو، د بزګرانو او بڼوالو د پوهاوی کچه باید لوړ کړو او خپلو مسوولیتونو ته باید جدي پاملرنه وکړو».
د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي د شته امکاناتو او فرصتونو له مخې د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د شته اسانتیاوو له مخې موږ اړتیا لرو چې خپلې چارې ډلبندي او لومړیتوبونه وټاکو،د بدخشان ولایت د طبي بوټو د کښت او ودې لپاره مناسب چاپېریال لري، هڅه وکړئ، چې د انجې، شیرین بویه او زیرې کرکیلي او د بڼوالۍ پراختیا په برخه کې کار وکړئ؛ همداراز د خوړنیزوتوکو لکه جوار، غنم او وریجو د تولید په موخه کاروکړئ، ځکه دا د افغانستان اسټراټیژيکې بوټې دي.»


آگاهی دهی پیرامون اولویت‌های وزارت زراعت برای کارمندان زراعت بدخشان 
۵ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بدخشان سفر کرده و پیرامون اولویت‌های کاری وزارت زراعت برای کارمندان ریاست زراعت بدخشان برنامه آگاهی دهی برگزار کرده و از آن‌ها خواستند در تطبیق آن تلاش جدی نمایند.
 این برنامه‌ی با حضور  قاری قطب الدین دهنوی رئیس زراعت بدخشان، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت و کارمندان ریاست زراعت بدخشان برگزار شده بود.
در آغاز مجلس قاری قطب الدین دهنوی  رئیس زراعت بدخشان بر افزایش  دهی تلاش کارمندان تاکید کرده و از کارمندان خواست که مطابق اصول امارت خود را برابر سازند."  تقاضای ما است که متخصصین بیایند همچو برنامه ها راه اندازی نمایند تا معلومات کارمندان بلند رود و بتوانند به مردم بهتر خدمت کنند". 
 در همین حال مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه  و سخنگوی وزارت زراعت پیام رهبری امارت اسلامی  را در راستای انکشاف زراعت، مالداری، آبیاری و منابع طبیعی بیان کرده اضافه کرد "پیام امیرالمومنین و وزیر زراعت را به شما آورده ایم، امیر المومنین شخص مهربان، مشفق و  دلسوز به افغانستان و مردمش است و متعهد بر خدمت گزاری برای ملت است که به همین منظور حال آمده‌ایم که بگوئیم  چگونه می‌توانیم به مردم خدمت کنیم، هر کدام ما باید بخاطر انکشاف وطن طرح داشته باشیم، برنامه داشته باشیم،  چطور وطن را جور کرده می‌توانیم، از تجربه مردم استفاده کنیم و تجارب خود را به مردم برسانیم، سطح آگاهی دهقانان و باغداران را بلند ببریم، به مسوولیت های خود متوجه باشیم" 
میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت در مورد اولویت‌های کاری وزارت زراعت با توجه به امکانات و فرصت‎‌های موجود سخن زده افزود"با توجه به امکانات موجود نیاز است که کارهای خود را اولویت بندی کنیم، بدخشان ولایت مناسبت برای کشت و توسعه نباتات طبی می‌باشد، کوشش کنید بالای کشت هنگ، شیرین بویه، زیره و باغداری کار کنید همچنان بالای تهیه مواد غذای چون گندم جواری برنج کار کنید از نباتات استراتژیک افغانستان است‌".

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت