خوست کې د لبنیاتو پروسس او شیدو راټولولو مرکزونو څخه لیدنه وشوه
۲۰ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمریت مدیرانو، ډاکټر محمد ایوب خاورین او ډاکټر میرویس سعادت، د لبنیاتو پروسس او شیدو راټولولو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
یادو مدیرانو د حفظ الصحې اصولو رعایت په برخه کې اړین او لازم هدایات ورکړل، تر څو ښاریانو ته پاک او سوتره لبنیات وړاندې شي. د شیدو راټولولو مرکزونه د لبنیاتو صنعت بنسټیزه برخه ګڼل کېږي چې له شیدو تولیدوونکو څخه شیدې راټولوي او پروسس کوونکو فابریکو یا بازار ته یې وړاندې کوي. دغه مرکزونه د شیدو کیفیت ساتنې، د حفظ الصحې معیارونو رعایت او د عادلانه بیې په تأمین کې مهم رول لري.
د یادو مرکزونو له لارې پنیر، شیدې، کوچ، شیرپیره، تروې، چکه او نور اړین مواد تولیدېږي. په خوست ولایت کې د دې مرکزونو په زیاتېدو سره د وطني لبنیاتو تولید کچه لوړه شوې ده، زیاتو مالدارانو ته د کار زمینه برابره شوې او د مالدارۍ کچه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.