اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه
۱۱ تله ۱۴۰۲ه.ش
١۸ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د اروزګان ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو پلاوی غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د ارزوګان ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه، په کې د اروزګان ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې رییس او غړي کډون درلود.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
دغه راز په دې غونډه کې د یوشمېر عاریضونو دوسیې وڅېړل شول او له دوی سره د موضوع په هکله خبرې اترې شوې.
باید وویل شي، چې اروزګان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.