د قوش تېپې کانال د ۲۰۰زره هکتاره ځمکو باندې د زراعتی او صنعتی کمپلیکسونو د جوړونی لومړنۍ غونډه  دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۰:۵۲
د قوش تېپې کانال د ۲۰۰زره هکتاره ځمکو باندې د زراعتی او صنعتی کمپلیکسونو د جوړونی لومړنۍ غونډه  دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست لخوا ملي پراختيا شرکت ته د قوش تېپې کانال د شاوخوا دوه سوه زره هکتاره ځمکه باندی د یادو کمپلیسکونو د جوړولو لمړۍ غونډه د اراضۍ لوی رياست په مقام کې دائره شوه.
په دغه غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست په مقام کې جوړه شوه د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د کرنې وزارت د څړځايونو د تنظيم رییس سيد خالد صاحب زاده، د کرنی وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیانی  د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد، د ملي پراختيا شرکت د املاکو رییس مصري خان همت، د ملي پراختيا شرکت د تجارت او پانګونې رییس فیضان الحق فیضان، د ملي پراختيا شرکت د د تفتيش رییس روح اللّٰه حبیب او د دواړو څانګو يو شمېر تخنيکي او حقوقي سلاکارانو هم ګډون درلود.
په پیل کې د اراضۍ لوی رییس د موضوع په اړه مفصلې خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
ورپسې د ملي پراختيا شرکت مسوولينو په خپل وار خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «ياده ځمکه چې په درې ولايتونو بلخ، جوزجان او فاریاب کې پرته ده د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۶۳۷۵) ګنې ۲۹/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس شوی چې په دوه برخو وېشل شوې ده يوه برخه يې د کرنې په برخه کې او دويمه برخه به يې د صنعت په موخه ترې استفاده کېږي.»
د ملي پراختيا شرکت د املاکو رییس د هغې طرحې په اړه هم خبرې وکړې چې په ياده موضوع باندې ترتيب او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) لخوا منظور شوې ده.
د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د مسؤلینو د خبرو اورېدو وروسته وويل مخکې له دې چې  پر ځمکه  طرح تطبیق  شي اړتيا ده، چې لومړی ځمکه سروې او تصفيه شي ترڅو د شخصي او امارتي ځمکو تفکيک وشي.
د اراضۍ لوی رییس زیاته کړه د ملي پراختيا شرکت چې په کومو ولایتونو کې ځمکه تثبيت کړې خپل لست او کومه طرحه چې ياد شرکت په دې اړه ترتيب کړې د کرنې وزارت او په ځانګړې توګه د اراضۍ رياست سره شريک کړي تر څو ټيمونه د يادو ځمکو د سروې او تصفيې په موخه ولايتونو ته واستول شي. د کرنی وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼی د ناستی ګډونوالو ته وویل چې دا تخنیکی کمیټه د طرح د تطبیق په موخه ګمارل شوی نو اړینه ده چې د یو جامع او هر اړخیزه میکانیزم په جوړولو سره یاده طرح د فرمان مطابق تطبیق او کارونه یی پیل شي.
په پای کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د هېواد د پرمختګ او آبادۍ په برخه کې د دغه ملي پروژې ستاينه وکړه او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۷
Background image

موسسه افغان اید پروژهای زراعتی و آبیاری‌اش را با وزارت زراعت شریک ساخت

طی جلسه‌ای در وزارت زراعت با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت مسوولان  موسسه افغان اید طرح تطبیقی پروژهای‌شان را در بخش زراعتی، آبیاری و سایر بخش‌های مرتبط به. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۹
Background image

توزیع خوراکه حیوانی را برای‌ ۶۰ فامیل مالدار در دو ولسوالی ولایت کابل 

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 ریاست زراعت در همکاری کمیته هالند به منظور  بخش رشد و انکشاف سکتور مالداری به ۶۰ فامیل مالدار در در ولسوالی‌های میربچه کوت و گلدره ولایت کابل خوراکه حیوانی توزیع کرده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۶
Background image

کنترول و بررسي از مراکز جمع آوري پشم و کشمیره ولسوالی بغلان مرکزی

۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان از ۲۶ مرکز جمع آوری پشم و کشمیره که  به همکاري دفتر کمیته هالند براي افغانستان و کمک مالي دفتر دی آی ایجاد شده است. . .

BACK TO NEWS