ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
![ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240702-wa0118.jpg)
۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۵ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس مولوي محمد ولي محسن سربېره، د ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، ننګرهار مستوفي، استخباراتو مرستیال او کدستر مسول ګډون کړی وو.
غونډه کې د حاجي عبدالقدیر ښارګوټي، ګلایي ځمکي، دتېرو دوسیو څېړلو، دتخلیه شوي کورونو کرایې په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي پرېکړه وکړه، چې د عبدالقدیر ښارګوټي راپور نیمګړتیاوې حل او مرکزي کمیسیون ته واستول شي، شینوارو ولسوالی دګلایي سیمې ته تخنیکي کسان واستول شي ترڅو د سیمې ټول اړخونه وڅېړي او هم دواړو خواوو ته اسنادو غوښتلو په موخه استعلامونه ورکړل شي.
همدارنګه د کورونو د کرایې لپاره د عدلیې ریاست د انسجام امریت ته مکتوب واستول شي او د اصولو له مخې په کرایه ورکړل شي.
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرو برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمنځه تللو مخنیوی وشي.