د څړځایونو د بیارغونې په پار لغمان کې ۵ زره کلیو ګرامه وحشي ریشکه کرل کېږي
۱۲ وږی ۱۴۰۲ه.ش
١۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د درې ولسوالیو په اتو سیمو کې د څړځایونو د بیارغونې په پآر ۵۰۰۰ زره کیلوګرامه د وحشي ریشکې تخم د ټولنو پر غړو وېشلي دي.
د چاراکو په خبره د لغمان ولایت د مهترلام، علیشنګ او قرغه یي ولسوالیو په اتو سیمو کې د ځنګلونو و څړځایونو د ټولنو پر غړو د ریشکې وحشي تخمونه وېشلي دي.
ددې کار موخه د څړځآیونه بیارغول، د مالدارانو څارویو ته خوراکي توکي برابرول، دخاورې تخریب مخنیوی، د سیمې زرغونتیا ده، چې په پایله کې یې د مالدارۍ سکټور پراختیا ته زمینه برابرېږي او څارویو ته علوفه تولیدوي.