د کرنیزو څیړنو انسټیوټ لوی ریاست

mail-admin

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت

د کرنیزو څیړنو انسټیوټ لوی ریاست

پيژندنه، موخې، لاسته راوړنې او لر لید

پيژندنه:

  • کرنیزې څیړنې،  د کرنې د ودې په برخه کې له یو لړ ژورو پلټونو څخه عبارت دي، چې د سایسن او تکنالوژئ  له علمي میتودونو څخه  پکې  کار اخیستل کیږي، نو پر دې اساس کرنېزې  څیړنې  د وخت   او کرنې وزارت د اړتیا پر اساس په ۱۳۳۹ م کال کې   د کرنې وزارت په چوکاټ کې  د یوه فنی او څیړنیز واحد په توګه رامنځته شوی او د وخت په تیریدو او د اړتیاو د زیاتوالي په اساس نوموړې اداره  په ۱۳۴۹ م کال کې د څیړنو، خاورې پيژندنې او اګرانومی په ریاست  او ورپسې په ۱۳۶۷م کال کې د «۱۱» څیړنیزو ډیپارمنټونو ( د نباتاتو د اصالح د څیړنې ډيپارمنټ، اګرانومی، خاورې پيژندنې، ناروغیو او آفتونو،د صنعتي نباتاتو، مالدارئ او پلیداري، پلان جوړونې، او د شمیرو تحلیل، ځنګلونو او څړځایونو، ، د کرنیزو ماشینونو، اوبو لګونې او  هارټیکلچر) په لرلو سره د کرنیزو څیړنو د انسټيټیوټ ریاست په توګه رامنځته شو او په همدې دوام په ۱۳۹۳ کال کې  د دریو څیړنیزو ریاستونو ( د نباتاتو توافقی او تطبیقی  څیړنو ریاست، د خاورې پیژندنې د څیړنې ریاست، د مالدرائ چارو څیړنې ریاست) چې هر یو یې ځانګړی تشکیل لري د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ لوی ریاست ته لوړاوی وکړ.

لید لوری:

په افغانستان  کې د یوه بنسټيز ژوند  او خوراکي خوندیتوب د تامینولو په پار کرنیزو او مالدارئ تولیداتو، حاصلاتو اخیستنې  ته وده  ورکول او ګټور تمامیدل دي.

موخې:

  • د تولیداتو او پرمختللې کرنیزې تکنالوژی د پيژندنې  له لاري  د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو  لپاره د کرنیزو او مالداری محصولاتو د کیفیت او کمیت لوړاوی.
  • د  تولیداتو د ګټورتوب  د کچې د لوړاوي په موخه نویو لارو چارو ته  د  ګروندګرو  او مالدارنو لاسرسی.
  • د کلیوالي کورنیو لپاره د یوه بنسټیز ژوند برابرول او پر ځان بسیا کیدو ته رسیدل.
  • په هیواد کې د  اقتصادي ودې او خوراکي خوندیتوب  تامینول،

دندې:

  1. د نسل اخیستو له نویو او پرمختللو تخنیکونو څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې   د اصلاح شویو نباتاتو ورایټي (بیلګو) پيژندنه او پراختیا ورکول.
  2. د نویو علمي لارو چارو څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې د څارویو د نسلونو اصلاح او پراختیا ورکول.
  3. د هیواد بیلا بیلو موسمي زونونو لپاره د مناسبو تولیدي او د نباتاتو او څارویو د ساتنې پرکتسونو پيژندنه او پراختیا .
  4. د ترویج د استازو په ملاتړ  او همغږی سره کروندګرو ته  د مناسبې تولید شوې تکنالوژي لیږد.
  5. په کرنیزو او مالدارئ   تولیداتو، حاصل اخیستنې او ګټوروالي په برخه کې هر اړخیزه زیاتوالی رامنځته کول.
  6. د مدیریت کولو له تخنیک څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې د تکنالوژي د تولید په برخه کې له سرچینو څخه  ښه ګټه اخیستل.
  7. د خاورې اصلاح او پیاوړي کول او همدا راز له اوبو څخه د اوبو لګونې په برخه کې  ښه ګټه اخیستنه
  8. د پوهنتونونو او اړوندو شریکانو په همغږی د ملي څیړنو د  برنامو د پلي کیدو  لپاره   د پالیسی او ستراتیژی  طرحه کول.
  9.  د تر سره شویو څیړنو د  شریکولو، د مشابې تجروبو له تکرار څخه د مخنیوي  او د نظرونو د شریکوالي په پار  له ملي او  نړیوالو څړنیزو  موسئسو سره د اړیکوو ټینګول

 

لاسته راوړنې:

  • په کلنئ ډول سره د هیواد په ۱۷ مرکزي او ولایتي څیړنیزو فارمونو کې  په بیلا بیلو بوټو باندې  شاوخوا له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې  څیړنیې په بریالی توګه ترسره شوې دي.
  • د ۱۷ څیړنیزو فارمونو له ډلې څخه یې ۱۵ فارمونه په قسمي ډول سره بیا رغول شوي دي
  • په بلخ او تخار ولایتونو کې دوې سیمې  ، چې هره یوه یې د ۵۰۰ جریبه ځمکې په مساحت سره  په  وچو سیمو کې د کرنې د څیړنیزو فارمونو د جوړیدو په موخه  ټاکل شوې دي او په  نیږدې وخت کې به یادې ځمکې کرنیزو څیړنو  ریاست  ته وسپارل وشي
  • د مالدارئ څيړنیز فارم د رامنځته کیدو په موخه  د ریشخورو د مالدارئ فارم  په واک کې اخیستل.
  • د بادام باغ په کرنیز فارم کې د کرنیزو ماشینونو ترمیمولو تخنیکي ورکشاپ جوړول.
  • د ژمنیو ، پسرلنیو او للمي غنمو د ۳۲ ورایټو(بیلګو) پیژندنه

 

  • د صنعتی او پلیداره نویو بوټو،  ۲۲ ورایتي(ډولونه) پيژندل شوي دي
  • د وربشو ۴ نوې ورایټي، د جوارو ۴ نویې ورایټي او د وریجو ۴ نویې ورایتي پیژندل شوي دي.
  • د سبو  ۹ بیلا بیلې ورایټي  پیژندل شوي دي.
  • د بیلا بیلو کرنیزو  بوټو  ۳۴۴۵ اکسیژنونه را ټول شوي او ساتنه ورځینې کیږي.
  • په ۶ موسمي زونونو کې د څیړنو ۶ مرکزونه او د  ملي میوو کلکسیون چې ۹۳۸ اکسیژن او ۱۵ ډوله عمده میوې پکې شاملې دي جوړ شوي دی او یاد اکسیژنونه د نړئ په جنټیکي سرچینو کې  ثبت راجستر شوي دي.
  • په کلنی ډول، په کرنیزو فارمونو کې  د مورنیو بوټونو په لسګونه  متریک ټنه تخمونه تولید شوي دي.
  • د اګرانومیکي غنمو، وربشو او جوارو  ۱۱ بنډلونه د کښت کیدو د  نیټې په اړه، د تخم او سرې  د شیندلو د مقدار په تړاو  د ترویج ریاست ته د سفارش په پار  کروندګرو ته لیږل شوي دي.
  • د کابل ولایث د ولسوالیو  په ګډون د  ننګرهار، خوست، هرات، کندهار او تخار ولایتونو  کې د ترسره شوې سروې او خاورې د بیلګې اخیستنې په ترڅ کې ۵۴۹  د خاورې بیلګې اخیستل شوې دي  او همدا راز  د خاورې پیژندنې  د لابراتوار له لارې ۵۵۰۰ بیلا بیلې تجربې ترسره شوې دي او  له دې سره د  د خاروې نقشې په بريښنایي او دیجیتل ډول سره برابرې شوې دي.
  • ۲۸  تنه کارکوونکي د ماسټری په کچه په بیلا بیلو  بهرینو هیوادونو کې روزل شوي دي.
  • د ملي آریا بنسټ ایښودنې ژورنال او لومړي نسخې چاپیدل.
  • د غنمو، آنارو، بادامو، ګیلاسو او زردالیو بوټو کتلوک جوړ او خپریدا ته سپآرل  شوي دی
  • د غنمو، بڼوالی او سویابینو بوټي منول جوړ او خپریدا ته سپارل شوي شوی.
  • له ۵۰۰ څخه زیات پامفلیت او بروشرونه د کرنې په بیلا بیلو برخو کې چاپ  او خپاره شوي دي .
  •  له همکارو پروژو څخه د څیړنیزو چارو  مدیریتي او پلي کیدونکي واګې اخیستل شوې دي او له کرنیزو تحقیقاتو سره  یوازې  د لارښوونو ورکولو او تخنیکي برخو کې همکاري کوي.
  • د  کابل ولایت په شکردره ولسوالی کې د کاریز میر څیړنیز فارم  د بنسټ د ډبرې ایښودنه، نوموړی فارم د دارالامان فارم یو ښه بدیل او ځآی ناستی  دی.
  •  په کلنئ ډول د مرکز او ولایتونو په کچه د کرنې پوهنځي  او کرنیزو انسټیټیونو  ۵۰۰ زده کړیالانو ته  په څیړنیز فارم کې   عملي او نظري روزنه ورکول.
  • د مرکز او ولایتونو  په څیړنیزو فارمونو  باندې د ۱۸۳  کرینزو ماشینونو  او وسایلو ویش.
  • د کال په پیل کې د بورډ د ملي کمیټې لخوا  د سایبینو دوه ورایټيو او د جوارو پنځه ورایټیو پيژندنه،  چې وروسته له ترویج څخه د کروندګرو په واک کې ورکول کیږي.
  • د وربشو د جرم پلازم توکو په برخه کې د کرنیزو څیړنو ریاست او د IRRI مؤسسې ترمنځ  د ایټالیا له فلورانس پوهنتون سره  د دواړو اړخونو څیړونکو  د ګډو څیړنو او لیدونو په پار تفاهم لیک لاسلیکول. 
  • د ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۳۰ م کلونو لپاره د کرنیزو څیړنو  ستراتیژي  د جوړیدو په حال کې ده
  • د کرنیزو څیړنو د عمومي ریاست ویب پاڼې جوړول
  • له چاپان هیواد څخه  د لند رس افغانی غنمو د ۳۶۰ ورایټيو را لیږدول.
  • د بادام باغ په لابراتوار کې د تشیو کلچر له لارې له ویروسونو او ناروغیو څخه د مورنیو تخمونو پاکول

د کرنیزو څیړنو لرلید

  •  دکرنې  او مالدارئ سکټور د ودې او بنسیټز کیدو په پار  د کرنیزو څیړنود پراختیا، پیاوړتیا او همغږی په برخه کې د مناسبو نوښتونو رامنځه کول.
  •  د کرنیزو اړتیاوړ د پوره کیدو په  برخه کې   د توافقي او تطبیقي څیړنو دوام ، د اساسي څیړنو پیل   او ستراتیژيکو څیړنو تر سره کول.
  •  د هیواد د اقتصاد پیاوړي کیدو او خوارکي خوندیتوب د تامینولو په پار  د نباتي او څاریو  تولیداتو اصلاح کول.
  •  د تکړه کارپوهانو  او د  څیړنې برخې بهرنیو او کورنیو شریکانو په برخه اخیستنه سره د   د څیړنیزو چارو معیاري کول.
  • د نورو هیوادونو له څیړنیزو انسټیټیوټونو سره ګډ څیړنیز کارونه  ترسره کول او یو له بل سره  د نظریو شریکول. 
  • د اړتیا په وخت کې  د څیړنیزو چارو په ښه  او تیز ډو سره  د ترسره کیدو په پار د کرنیز انسټیټوټ  استقلالیت لرل.
  • په مرکز او ولایتونو کې دکرنیزو څیړنو انسټیټوټ په تشیکلاتي برخه کې د څړنیزو چارو د اړتیا مطابق  اصلاحات رامنخته کول
  • د څیړنیزو چارو د لوړاوي او د مسلکي کارکوونکو د پوهې د کچې د لوړالي په  برخه  کې  له نړیوال څیړنیزو مؤسسو سره د هغوی د  برخې اخیستنې په پار  د اړیکو پراخوالی رامنځته کول.  
  • د بادام باغ په څیړنیز فارم کې د ۳۰ جریبه ځمکې په مساحت سره  د اړتیا وړ لابراتوارونو، د څیړنیز ریاست کارمندانو دفترونو او د همکارو نړیوالو مؤسسو دفترونو باندې  سمبال   د څیړنیز کمپاین رامنځته کول.
  • په وچو سیمو کې د دوه څیړنیزو فارمونو رغول، چې هر  یوې یې په ۵۰۰ جریبه ځمکې کې،  په بلخ او تخار ولایتونو کې  جوړ شوي دي.