د کرنیزو څیړنو انسټیوټ لوی ریاست
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت
د کرنیزو څیړنو انسټیوټ لوی ریاست
پيژندنه، موخې، لاسته راوړنې او لر لید
پيژندنه:
- کرنیزې څیړنې، د کرنې د ودې په برخه کې له یو لړ ژورو پلټونو څخه عبارت دي، چې د سایسن او تکنالوژئ له علمي میتودونو څخه پکې کار اخیستل کیږي، نو پر دې اساس کرنېزې څیړنې د وخت او کرنې وزارت د اړتیا پر اساس په ۱۳۳۹ م کال کې د کرنې وزارت په چوکاټ کې د یوه فنی او څیړنیز واحد په توګه رامنځته شوی او د وخت په تیریدو او د اړتیاو د زیاتوالي په اساس نوموړې اداره په ۱۳۴۹ م کال کې د څیړنو، خاورې پيژندنې او اګرانومی په ریاست او ورپسې په ۱۳۶۷م کال کې د «۱۱» څیړنیزو ډیپارمنټونو ( د نباتاتو د اصالح د څیړنې ډيپارمنټ، اګرانومی، خاورې پيژندنې، ناروغیو او آفتونو،د صنعتي نباتاتو، مالدارئ او پلیداري، پلان جوړونې، او د شمیرو تحلیل، ځنګلونو او څړځایونو، ، د کرنیزو ماشینونو، اوبو لګونې او هارټیکلچر) په لرلو سره د کرنیزو څیړنو د انسټيټیوټ ریاست په توګه رامنځته شو او په همدې دوام په ۱۳۹۳ کال کې د دریو څیړنیزو ریاستونو ( د نباتاتو توافقی او تطبیقی څیړنو ریاست، د خاورې پیژندنې د څیړنې ریاست، د مالدرائ چارو څیړنې ریاست) چې هر یو یې ځانګړی تشکیل لري د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ لوی ریاست ته لوړاوی وکړ.
لید لوری:
په افغانستان کې د یوه بنسټيز ژوند او خوراکي خوندیتوب د تامینولو په پار کرنیزو او مالدارئ تولیداتو، حاصلاتو اخیستنې ته وده ورکول او ګټور تمامیدل دي.
موخې:
- د تولیداتو او پرمختللې کرنیزې تکنالوژی د پيژندنې له لاري د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو لپاره د کرنیزو او مالداری محصولاتو د کیفیت او کمیت لوړاوی.
- د تولیداتو د ګټورتوب د کچې د لوړاوي په موخه نویو لارو چارو ته د ګروندګرو او مالدارنو لاسرسی.
- د کلیوالي کورنیو لپاره د یوه بنسټیز ژوند برابرول او پر ځان بسیا کیدو ته رسیدل.
- په هیواد کې د اقتصادي ودې او خوراکي خوندیتوب تامینول،
دندې:
- د نسل اخیستو له نویو او پرمختللو تخنیکونو څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې د اصلاح شویو نباتاتو ورایټي (بیلګو) پيژندنه او پراختیا ورکول.
- د نویو علمي لارو چارو څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې د څارویو د نسلونو اصلاح او پراختیا ورکول.
- د هیواد بیلا بیلو موسمي زونونو لپاره د مناسبو تولیدي او د نباتاتو او څارویو د ساتنې پرکتسونو پيژندنه او پراختیا .
- د ترویج د استازو په ملاتړ او همغږی سره کروندګرو ته د مناسبې تولید شوې تکنالوژي لیږد.
- په کرنیزو او مالدارئ تولیداتو، حاصل اخیستنې او ګټوروالي په برخه کې هر اړخیزه زیاتوالی رامنځته کول.
- د مدیریت کولو له تخنیک څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې د تکنالوژي د تولید په برخه کې له سرچینو څخه ښه ګټه اخیستل.
- د خاورې اصلاح او پیاوړي کول او همدا راز له اوبو څخه د اوبو لګونې په برخه کې ښه ګټه اخیستنه
- د پوهنتونونو او اړوندو شریکانو په همغږی د ملي څیړنو د برنامو د پلي کیدو لپاره د پالیسی او ستراتیژی طرحه کول.
- د تر سره شویو څیړنو د شریکولو، د مشابې تجروبو له تکرار څخه د مخنیوي او د نظرونو د شریکوالي په پار له ملي او نړیوالو څړنیزو موسئسو سره د اړیکوو ټینګول
لاسته راوړنې:
- په کلنئ ډول سره د هیواد په ۱۷ مرکزي او ولایتي څیړنیزو فارمونو کې په بیلا بیلو بوټو باندې شاوخوا له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې څیړنیې په بریالی توګه ترسره شوې دي.
- د ۱۷ څیړنیزو فارمونو له ډلې څخه یې ۱۵ فارمونه په قسمي ډول سره بیا رغول شوي دي
- په بلخ او تخار ولایتونو کې دوې سیمې ، چې هره یوه یې د ۵۰۰ جریبه ځمکې په مساحت سره په وچو سیمو کې د کرنې د څیړنیزو فارمونو د جوړیدو په موخه ټاکل شوې دي او په نیږدې وخت کې به یادې ځمکې کرنیزو څیړنو ریاست ته وسپارل وشي
- د مالدارئ څيړنیز فارم د رامنځته کیدو په موخه د ریشخورو د مالدارئ فارم په واک کې اخیستل.
- د بادام باغ په کرنیز فارم کې د کرنیزو ماشینونو ترمیمولو تخنیکي ورکشاپ جوړول.
- د ژمنیو ، پسرلنیو او للمي غنمو د ۳۲ ورایټو(بیلګو) پیژندنه
- د صنعتی او پلیداره نویو بوټو، ۲۲ ورایتي(ډولونه) پيژندل شوي دي
- د وربشو ۴ نوې ورایټي، د جوارو ۴ نویې ورایټي او د وریجو ۴ نویې ورایتي پیژندل شوي دي.
- د سبو ۹ بیلا بیلې ورایټي پیژندل شوي دي.
- د بیلا بیلو کرنیزو بوټو ۳۴۴۵ اکسیژنونه را ټول شوي او ساتنه ورځینې کیږي.
- په ۶ موسمي زونونو کې د څیړنو ۶ مرکزونه او د ملي میوو کلکسیون چې ۹۳۸ اکسیژن او ۱۵ ډوله عمده میوې پکې شاملې دي جوړ شوي دی او یاد اکسیژنونه د نړئ په جنټیکي سرچینو کې ثبت راجستر شوي دي.
- په کلنی ډول، په کرنیزو فارمونو کې د مورنیو بوټونو په لسګونه متریک ټنه تخمونه تولید شوي دي.
- د اګرانومیکي غنمو، وربشو او جوارو ۱۱ بنډلونه د کښت کیدو د نیټې په اړه، د تخم او سرې د شیندلو د مقدار په تړاو د ترویج ریاست ته د سفارش په پار کروندګرو ته لیږل شوي دي.
- د کابل ولایث د ولسوالیو په ګډون د ننګرهار، خوست، هرات، کندهار او تخار ولایتونو کې د ترسره شوې سروې او خاورې د بیلګې اخیستنې په ترڅ کې ۵۴۹ د خاورې بیلګې اخیستل شوې دي او همدا راز د خاورې پیژندنې د لابراتوار له لارې ۵۵۰۰ بیلا بیلې تجربې ترسره شوې دي او له دې سره د د خاروې نقشې په بريښنایي او دیجیتل ډول سره برابرې شوې دي.
- ۲۸ تنه کارکوونکي د ماسټری په کچه په بیلا بیلو بهرینو هیوادونو کې روزل شوي دي.
- د ملي آریا بنسټ ایښودنې ژورنال او لومړي نسخې چاپیدل.
- د غنمو، آنارو، بادامو، ګیلاسو او زردالیو بوټو کتلوک جوړ او خپریدا ته سپآرل شوي دی
- د غنمو، بڼوالی او سویابینو بوټي منول جوړ او خپریدا ته سپارل شوي شوی.
- له ۵۰۰ څخه زیات پامفلیت او بروشرونه د کرنې په بیلا بیلو برخو کې چاپ او خپاره شوي دي .
- له همکارو پروژو څخه د څیړنیزو چارو مدیریتي او پلي کیدونکي واګې اخیستل شوې دي او له کرنیزو تحقیقاتو سره یوازې د لارښوونو ورکولو او تخنیکي برخو کې همکاري کوي.
- د کابل ولایت په شکردره ولسوالی کې د کاریز میر څیړنیز فارم د بنسټ د ډبرې ایښودنه، نوموړی فارم د دارالامان فارم یو ښه بدیل او ځآی ناستی دی.
- په کلنئ ډول د مرکز او ولایتونو په کچه د کرنې پوهنځي او کرنیزو انسټیټیونو ۵۰۰ زده کړیالانو ته په څیړنیز فارم کې عملي او نظري روزنه ورکول.
- د مرکز او ولایتونو په څیړنیزو فارمونو باندې د ۱۸۳ کرینزو ماشینونو او وسایلو ویش.
- د کال په پیل کې د بورډ د ملي کمیټې لخوا د سایبینو دوه ورایټيو او د جوارو پنځه ورایټیو پيژندنه، چې وروسته له ترویج څخه د کروندګرو په واک کې ورکول کیږي.
- د وربشو د جرم پلازم توکو په برخه کې د کرنیزو څیړنو ریاست او د IRRI مؤسسې ترمنځ د ایټالیا له فلورانس پوهنتون سره د دواړو اړخونو څیړونکو د ګډو څیړنو او لیدونو په پار تفاهم لیک لاسلیکول.
- د ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۳۰ م کلونو لپاره د کرنیزو څیړنو ستراتیژي د جوړیدو په حال کې ده
- د کرنیزو څیړنو د عمومي ریاست ویب پاڼې جوړول
- له چاپان هیواد څخه د لند رس افغانی غنمو د ۳۶۰ ورایټيو را لیږدول.
- د بادام باغ په لابراتوار کې د تشیو کلچر له لارې له ویروسونو او ناروغیو څخه د مورنیو تخمونو پاکول
د کرنیزو څیړنو لرلید
- دکرنې او مالدارئ سکټور د ودې او بنسیټز کیدو په پار د کرنیزو څیړنود پراختیا، پیاوړتیا او همغږی په برخه کې د مناسبو نوښتونو رامنځه کول.
- د کرنیزو اړتیاوړ د پوره کیدو په برخه کې د توافقي او تطبیقي څیړنو دوام ، د اساسي څیړنو پیل او ستراتیژيکو څیړنو تر سره کول.
- د هیواد د اقتصاد پیاوړي کیدو او خوارکي خوندیتوب د تامینولو په پار د نباتي او څاریو تولیداتو اصلاح کول.
- د تکړه کارپوهانو او د څیړنې برخې بهرنیو او کورنیو شریکانو په برخه اخیستنه سره د د څیړنیزو چارو معیاري کول.
- د نورو هیوادونو له څیړنیزو انسټیټیوټونو سره ګډ څیړنیز کارونه ترسره کول او یو له بل سره د نظریو شریکول.
- د اړتیا په وخت کې د څیړنیزو چارو په ښه او تیز ډو سره د ترسره کیدو په پار د کرنیز انسټیټوټ استقلالیت لرل.
- په مرکز او ولایتونو کې دکرنیزو څیړنو انسټیټوټ په تشیکلاتي برخه کې د څړنیزو چارو د اړتیا مطابق اصلاحات رامنخته کول
- د څیړنیزو چارو د لوړاوي او د مسلکي کارکوونکو د پوهې د کچې د لوړالي په برخه کې له نړیوال څیړنیزو مؤسسو سره د هغوی د برخې اخیستنې په پار د اړیکو پراخوالی رامنځته کول.
- د بادام باغ په څیړنیز فارم کې د ۳۰ جریبه ځمکې په مساحت سره د اړتیا وړ لابراتوارونو، د څیړنیز ریاست کارمندانو دفترونو او د همکارو نړیوالو مؤسسو دفترونو باندې سمبال د څیړنیز کمپاین رامنځته کول.
- په وچو سیمو کې د دوه څیړنیزو فارمونو رغول، چې هر یوې یې په ۵۰۰ جریبه ځمکې کې، په بلخ او تخار ولایتونو کې جوړ شوي دي.