د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۷ یم کال د لاسته راوړونو او کړنو ګزارش

mail-admin

شالید

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اصلي لرلید، غذايي مصونیت، د لوږې له منځه وړل او هېواد کې  متوازنه اقتصادي وده ده.

د فقر کموالی ، قانوني او مشروع کرنې، د سرچېنو دمدیت له لارې ملي امنیت، دکرنېزو تولیداتو ګټورتیا او زیاتوالی، دکرنېزو بنسټو نو غوره کول، د خصوصي سکتور پراختیا او ملاتړ او د بازار پراختیا پر لور د هېواد رهبري کول یې ماموریت دی.

د دې وزارت ستراتیژیکې موخې په لاندې ډول دي.

  • د افغانستان د طبیعې سرچېنو د ګټورې کارونې په اړه ډاډ تر لاسه کول.
  • کرنېزه برخه کې د هېواد پراخې او دوامداره اقتصادي ودې ته زمینه او اسانیتا برابرول او د تولید دعواملو او کرنېزو خدماتو او څېړنې د پراختیا له لارې پر بزګرانو اغېزمن د کرنېزو تولیداتو همیشنی زیاتوالی.
  • خلکو ته د دندو، کاري فرصتونو او عوایدو ترلاسه کولو نوښت او زیاتوالی، او د جوړښتیزو(ساختاري) سمونو( اصلاحاتو) او تعدیلاتو له لارې د یوه اغېزمن بنسټ ایجادول.
  • (منبع او ماخذ:د کرنې سکتور پراختیايي ستراتيژیک چوکاټ او بنسټیزه اصلاح، ص ۶)

د ګزارش لنډیز

د کرنې، اوبولګونو او مالدازۍ وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره په ټولیزه توګه (۸۰) عمده فعالیتونه پلان کړي و، چې له دې څخه یې(۵۱) بشپړ کړي، (۱۸) د اجرا په حال کې دي،(۶) فعالیتونه یې نه دي پیل شوي،(۵) فعالیتونه پیل شوي خو دستونزو له امله ځنډېدلي دي.

د وزارت د ټولو فعالیتونو د پرمختګ اوسط سلنه(80.23%) ته رسېدلې ده.

ټول پلان شوي فعالیتونه

ترسره شوي فعالیتونه

د اجرا په حال کې فعالیتونه

ځنډېدلي فعالیتونه

نا پیل شوي فعالیتونه

80

51

18

5

6

د پلان شوو فعالیتونو د تر سره کېدو ګرازش

لاندې جدول دعمده فعالیتونو د پرمختګ میزان روښانه کوي

اصلي موخه

د کال موخې مقدار(Target)

دعمده فعالیت عنوان

د عمومي پرمختګ سلنه

د هېواد په کچه د کرنېزو ځمکو اوبیز کولو په پار د خړبونې همیشني سیستم بیا رغونه او احیا

د خړوبونې(۱۰۳) شبکې

د روان کال په اوږدو کې (۸۳) شبکې بشپړې او ګټنې اخیستنې ته سپارل کېږي،(۲۰) نورې به دې دهېواد په (۱۱) ولایتونو کې(۱۰ سلنه) پرمختګ وکړي.

100%

د خړوبونې(۲۶۲) ساختمانونه

د خړوبونې(۸۴) ساختمانونو احیا او بیا رغونه او د هېواد(۲۸) ولایتونو کې دخړوبونې د(۱۷۸) ساختمانونو د احیا او بیا رغونې چارو(۷۵ سلنه) پر مخ وړل.

92%

(۳۳) فرعي کانالونه

د خړوبولو د (۱۲) فرعي کانالونو احداث او د هېواد(۱۰) ولایتونو کې د (۲۱) فرعي کانالانود چارو(۱۰سلنه)پر مخ وړل.

100%

(۳۰) بابه د اوبو ذخیرې

د هېواد (۱۶) ولاتونو کې د(۵۰۰) متره مکعب  ظرفیت په درلودلو سره د اوبو د (۳۰) ذخیرو بشپړول او ګټې ته سپارل.

33%

(۲۹) حلقې ژورې څا ګانې

د هېواد(۲۰) ولایتونو کې د لمریزې برېښنا له سیستم سره  د (۲۹) ژورو څاګانو کېندل او ګټه اخیستل.

36%

(۵۰) بابه چکدم،

(۳۰) بابه اوبه تویونې

او(۱۲۰) خاورینې ذخیرې

د هېواد (۳۲) ولایتونو کې د(۵۰) بابه کوچنیو چکدمونو(کنترولي بندونه)،(۳۰) بابه اوبه تویونو او (۱۲۰) بابره خاورینو ذخیرو احداث او ګټه اخیستل

94.4%

(۱۰) د اوبو نمایشي قطعې او(۳۰) کښتیز مکتبونه

د هیواد(۱۲) ولایتونو کې د او بو د(۱۰) نمایشي قطعو  بشپړول او د بزګرانو د (۳۰) کرنېزو برنامو جوړول.

100%

هېواد کې دغذايي مصؤنیت د پیاوړتیا او پرځان بساینې په موخه دغله جاتو(غنمو او وریژو...) د تو لیداتو زاتوالی

د (۸۴) پایو لایزر ماشینونو او(۱۲۶) عرادې تراکتورونو لېږد

د ځمکهوارونې د(۸۴) لایزري ماشینونو د پېر، (۳۴) ولایتونو بزګرانو ته د سکتوري مؤسسو له لارې د پور په بڼه دچېن هېواد لخوا دمرسته شویو (۱۲۰) عرادو تراکتورونو او کرنېزو ماشین الاتو لېږد پروسې بشپړېدل او تازه (۶) عرادې تراکتورونه اخیستل شوي چې روزنېز مرکزونه یط د هېوا (۳)درې ولایتونو( هرات، ننګرها او بلخ) کې دي.

90%

(30182) متریک ټنه

د (۲۰) ټنه متریک اصلاح شویو شنېلیو( سبزیجاتو) او صنعتی نباتي غله جاتو بذري تخم د پیر پروسې تکمیل او درې ولایتونو( بلخ، هرات او ننګرهار) کې يې په (۱۹۰۰) بزګرو ویشل.

100%

د (۱۰۰۴۵) لس زره او پنځه څلویښت ټنه د غنمو داصلاح شوي بذري تخم او(۲۰۱۳۵) شل زره یوسل او پنځه متریک یوریا کېماوي سرې د پیر پروسې بشپړېدل او (۳۴) ولایتونو کې پر بزګرانو ویشل.

95.75%

(۳) سروې ګانې

(۳۴) ولایتونو کې د (۳) سروېګانو له لارې د نباتي شیټ( غنمو او وریژو) د بیلانس ارقامو ټولونه، تحلیل او تجزیه او د کرنېز وضعیت وړاندوینه

100%

د بڼوالۍ سکتور دوامدار ملاتړ او پراختیا

(8100) هکتاره باغ،

(3800) میوه جاتو ټولونې لوازمو کڅوړې

د هېواد ۳۲ ولایتونو کې د(۵۰۰۰) هکتاره نویو باغونو جوړول، د(۳۰۰۰) هکتاره غیر فني باغونو جوړول، او (۱۰۰) هکتاره متراکمو او غیر متراکمو باغونو جوړول او د میوو ټولونې د (۳۸۰۰) بستو ویش او په میوه لرونکو ونو کې  دنباتي ناروغیو د کنترول پروسې بشپړېدل.

95.73%

(۱۶۹) هکتاره چېله بندي

د هېواد(۱۶) ولایتونو کې د (۱۶۹) هکتاره انګورو باغونو کې دچېله بندۍ سیستم بشپړول.

92.30%

(۳۰۰) بابه شنې خونې

د هېواد (۲۲) ولایتونو کې (۴) بسوو ساحه ځمکه کې د(۳۰۰) بابه لویو شنو خونو د جوړلو پروسې تکمیل.

34.33%

د کمپوست سرې(۳۰) تولیدي واحدونه

د هېواد (۲۲) ولایتونو کې دکمپوست سرې (۳۰) تولیدي واحدونو جوړولو پروسې تکمیل.

20%

(۱۸۰۰)  د اوبو ذخیرې،(۶۰۰،۰۰۰) متره اوسپنیزه جالۍ او (۳۷۵۰)کېلوګرامه دپستې تخم

د هېواد (۱۶) ولایتونو کې د باغونو جوړلو لپاره د (۳۰۰۰)  لیتره ظرفیت په لرولو سره  د اوبو د(۱۸۰۰) ذخیرو(ټانکر)،(۶۰۰۰۰۰) شپږ سوره زره متره اوسپنیزې جالۍ او(۳۷۵۰) کېلو ګرامه د پستې دتخم د ویش پروسې بشپړول.

79%

(۴۰۰) باب کشمش خونې

د هېواد (۱۷) ولایتونو کې د (۴۰۰) بابه عصري کشمش خونو جوړول او ګټه اخیستنه.

58%

(۶۰۰) ټنه سره

د(۶۰۰) ټنه (Diammonium Phosphate) سرې پېر او (۳۲) ولایتونو کې یې د ویش پروسې بشپړېدل.

100%

(۳۷) هکتاره د انګورو باغونه

هرات ولایت کې د (۳۷) هکتاره انګورو او(۳۴) هکتار پستې باغونو جوړول.

0%

(۲۰) بابه سړې خونې

د هیواد(۱۰) ولایتونو کې د (۱۲) بابه عصري کمپلکس سړو خونو  چې هره یوه یې (۵۰۰) متریک ظرفیت لري، د ساختماني چارو (۵۰سلنه) پرمخ وړل.

0%

(۶) شپږ ولایتونو( کابل، هرات، ننګرها، کندز، کندهار او بلخ) د (۵۰۰۰) متریک ټنه په ظرفیت سره د (۸) بابه سړو خونو د تعمیراتي چارو(۴۷سلنه، پر مخ وړل چې په ټولیزه توګه (۴۰۰۰۰) متریک ټنه ظرفیت لري.

0%

د زعفرانو د ارزښتي زنځیرې(۴۵ سلنه) تطبیق

د هېواد(۳۳) ولایتونو کې د زعفرانو د پراختیايي ارزښتي زنځیرې دپروسې د تطبیق (۴۵ سلنه) پر مخ وړل.

100%

(۴۳۰) څېړنیزې تجربې

د مرکز او ولایاتو په (۱۸) فارمونو کې دعملیتاتي او تخنیکي فعالیتونو په ترسره کولو سره د (۴۳۰) څېړنیزو تجروبو دپروسې تطبیق.

100%

(۳) بابه ودانۍ

درې ولایتونو( تخار، کنړ او پکتیا) کې درې بابه څېړنیزو فارمونو د ودانیو بیا رغونې او جولو بشپړول، چې دکنړ د سالار څېړنیز فارم کې د سولري سیستم له نصبولو سره یوه ژوره ساه هم کېندل شوې ده.

100%

یوه ودانۍ

د کابل ولایت بادام باغ څیړنیز مرکز کې، دسولري سیستم یوه حلقه ژورې څاه له کېندلو دیو باب نباتي جن بانک ودانۍ جوړل او ګټه اخیستنه.

100

د څېړنې (۱۸) مرکزونه

د بڼوالۍ د پراختیا(۱۸) څېړنیزو مرکزونو حفظ، مراقبت او فعال ساتنې پروسې بشپړېدل چې دلاندې ولایتونو د باغ والۍ فارمونه په کې شامل دي( د بادام باغ څېړنیز فارم، د ریشخور د چرګانو او غواګانو فارم، د کابل ولایت قرغه، د بامیان ملاغلام، د هرات اردو خان، د بغلان پوزه ایشان، دکندز مرکز، د بدخشان بهارک، د تخار ذخیره باغ، د غور هوايي میدان، د هلمند بولان، د ننګرها شیشم باغ، دکا پیسا شوخ، د پکتیا مارانو چېنه، د کندهار کوهکران او د کونړ سالار باغ.

100%

یو لابراتوار

د هیواد په کچه، د تجزیې، تشخیص، طبقه بندي، خاورې تقویې، کېمیاوي تجزیې، د خاورې فزیکي، اوبو او سرې  دسروې کولو په موخه د خاورې پېژندنې لابراتوار لپاره دلازمو موادو رانیول او برابرول.

100%

(۱۷) فارمونه

د هېواد(۱۱) ولایتونو کې د(۱۷) کرنېزو څېړنیزو فارمونو د رغونې، بیا رغونې او مالي او تخنیکي ملاتړ چارو(۸۵سلنه) پر مخ وړل.

100%

(۴) مرکزونه

د میوه جاتو دپروسس او بسته بندۍ د (۲) بابه مرکزونو تکمیل او ګټه اخیستنه

کندهار ولایت کې د انګورو او انارو چې ورځ کې د (۵)متریک ټنه ظرفیت لري او پروان ولایت کې دانګورو او ممیزو چې ساعت کې د(۱۰) متریک ټنه ظرفیت لري.

100%

کندهار ولایت کې ورځ کې د( ۳)ټنه ظرفیت په درلودلو سره د طبې پنبې دتولید د پروسس او بسته بندۍ د (۱) باب مرکز او هلمند کې ورځ کې د (۱۰) متریک ټنه ظرفیت په درلودلو سره د پنه دانې د غوړیو تصفیې د(۱) باب فابریکې جوړل.

100%

(۵) شهرکه ګل خانې

پنځو ولایتونو( ننګرهار، کابل، هرات، بلخ او کندهار کې) له(۲۵) تر(۳۰) هکتاره تطبقې ساحې په ظرفیت سره د ګل بڼو نو د(۵) ښارګوټو د احداث پروسې(۳۰سلنه) پر مخ وړل.

0%

د مالدارۍ سکتور دوامداره ملاتړ او پراختیا

د (2210000) سره څارویو واکسین

د هېواد(۱۹) ولایتونو کې د غټو څارویو لپاره د(310000) ډوزه او بزو او پسونو لپاره  د بروسلوز(1900000) ډوزه واکسین او د تطبیق لوازمو اخیستتول پروسې تکمیلېدل.

100%

(1254)واحده وترنري

په ۳۴ولایتونوکې د ترویجی خدماتو  او ۱۲۵۴بابه د وترنرۍ واحدونو ملاتړ شوی دی.

100%

(۲۵)د چرګانو تجارتي فارمونه

د هيواد (۵) ولایتونو( کابل، بلخ، کندز، ننګهار او کندهار) کې د خصوصکتور په ونډه اخیستو سره د (۲۵)غوښنو چرګانو د فارمونو د ایجاد د چارو(۸۵) سلنه پرمخ وړل، چ ېهر یو د(۵۰۰۰) قطعو ظرفیت لري.

20%

(۶۰)  د اوبو دګرمو کبانو فارمونه

درې ولایتونو( کنړ،هرات او کندهار) کې۲ دهیچري کبانواو(۶۰) داوبو دګرمو کبانو د تولیدي فارمونو د جوړنې د چارو(۸۰سلنه) پرمختګ

25%

د مچېو (۵۰۰) پراختیايي بکسې

(۵) ولایتونو(ننګرهار، بلخ، هرات،کندهار او پکتیا) کې دمچېو لرو دملاتړ په موخه دمچېو دپراختیاد(۵۰۰)بستو دویش لړۍ بشپره شوې.

20%

(۴) فارمونه

دکابل دریشخورو د مالداري دتحقیقاتي فارم د درې فارمونو (چرګانو روزنې،غواګانو روزنې او پسونو روزنې)د څانګو داحیا پروسه تکمیل شوې ده.

100%

دکابل ولایت ریشخورو د مالدارۍ تحقیقاتي فارم ته دغوره نسلونو او د تغذیی د مؤثر سیستم اړوند دتحقیقاتو د اجرا کولو په پار  د غوره محلي او خارجی نوع ( چرګا نو او غواګانو) نسل د پلور د پروسې تکمیل

100%

(1368500) سره څاروي

د هیواد په (۱۵) ولایاتو کې (1368500) یوملیون دری سوه اته شپیته زره او پنځه سوه سرمختلفو حیواناتو(سیرلي ، وروي او خوسکېو) ته د بروسلوز واکسین او نورو واکسینونو د تطبیق د پروسې تکمیل.

100%

(3.2) ملیونه  ډوزه د څارویو واکسین

د کابل ښار د واکسین د تولید مرکزي لابراتوار کې د  انتروتوکسیمیا، انترکس، بلک لیگ، چرګانو دمرګ ، پاسرلوز واکسینونو د (3.2) ملیونه دوزونو د تولید د پروسې تکمیل

100%

په (34) ولایتونو کې د حیواني(کنه) کنترول

د هیواد په ۳۴ ولایاتو کې د کانگوتبې  (CCHF) (Crimean-Congo Hemorrhagic Fever)  د ناروغتیا د خپریدلو د مخنیوي په پار د کنترول کنه برنامې د پروسې تکمیل.

100%

(10) بابهودانۍ

په درې ولایتونو( بغلان،کندز او ننګرهار) کې د وترنری د کمپلکس (۲) بابه تعمیر،یوباب وترنرۍ یوې خونی کلینیک د اعمار د پروسې تکمیل. په دوه ولایتونو(ننګرهار او کابل) کې د حیوانی مرضونو د راپور ورکونی د الکترونیکېسیستم پلور او نصب.د (فاریاب آقینه بندر، د پکتیا ډنډ پټان بندر، د تخار آی خانم بندراو د شیخ ابو نصر فراهی)بندرنو کې د وترنرۍ د عامې روغتیا او ژوندیو حیواناتو د لابراتوار د (4) باب تعمیر  اعمار او تجهیز، او د مالدارۍ د عمومی ریاست د مرکز د پیله ورۍ فارم د یو باب تعمیر جوړونه. ترمیم و تجهیز ساختمان‌های ماهی پروری بند قرغه معه اعمار گاو بند  فارم مالداری بنی حصار کابل.

د قرغی بند د کبروزنې تعمیراتو ترمیم او تجهیز، د دکابل دبنی حصار د مالدارۍ فارم د غوا ګانو له تړون بندونو/ میو ګیو سره .

100%

(1000) جلدهباورلیکونه(سرټیفیکېټ)

د قرنطین مدیریت لپاره د صحی وترنری او د حیوانی واکسین د ادویی د جواز (1000) جلده تصدیق پاڼو(سرټیفیکېټ)د چاپ ، او دحیوانی محصولاتو دکنترول مفتشینو ته د معلوماتی تکنالوژۍ د تجهیزاتو سپارلو پروسې تکمیل.

100%

د (284) قلمه لابراتواري وسایلو رانیول

دمالدارۍ عمومی ریاست د حیوانی امراضو د تشخیص لابراتوار ته د(150)قلم ریجینت د پلور د تهیه کولو دپروسې تکمیل. په (۳۴) ولایتونو کې د حیوانی محصولاتو د کنترول صحی تفتیش مدیریتونو ته د (۳۴) قلمه وسایلو رانیول،دمالدارۍ عمومی ریاست  د حیوانی خوړو د تجزیی او تحلیل په منظور د لابراتوار د اړتیا وړ وسایلو او تجهیزاتو رانیول،دمالدارۍ عمومی ریاست د مصنوعی القاح د لابراتوار (۴۸) قلمه مصرفي موادو تجهیز او رانیول د سپرم د معاینې له ماشین سره. دکابل بني حصار د مالدارۍ فارم د پلاستیک سره ، د یوپایه سایلج ماشین او دهغه دبال کوونکي تهیه او رانیول، د هرات ولایت د سلما بند د کب روزنې (۵۱) قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه او رانیول.

100%

(98) متریک ټنه  حیوانيخواړه

د زابل او سمنګانو ولایاتو مالدارانو ته (98) متریک ټنه  حیوانی خوراکې د تهیه او توزیع کولو پروسې تکمیل، سره له دې چې د هرات ولایت(550) نفر و ته به د مالدارۍ او کرنې  انکشافي زنځیرو (550) بستی تهیه او توزیع کوي.

100%

(8) نسلي غویان

د کابل د مالدارۍ تحقیقاتی فارم ته د مصنوعی القاح او نسل د اصلاح په منظور د (۸) نسلی غوایانو د پلور پروسې تکمیل.

0%

(5) بابه مسلخونه

په څلور ولایتونو (کابل، بلخ، هرات او کندز)کې د (۵) بابه عصري مسلخونو ایجاد او ګټه اخیستنه، چې هر یو په یو شفټ کې د (۵۰۰) سره بزو او پسونو او (۱۰۰) سره غویانو د حلالې ظرفیت ولري.

80%

(4) بابه  مارکېټونه

په څلور ولایتونو( کابل،هرات،کندهار او بلخ) کې دچورګړو روزنې (۴) بابه (Poultry complex) مارکېټونو ایجاد او ګټه اخیستنه چې هر یو یې د (۵۰) دکانونو ظرفیت ولري.

100%

د شیدو ورکوونکو غواګانو (3) بابه فارمونه

بلخ ولایت کې د  د شیدو ورکوونکو غواګانو (3) بابه فارمونه چې هر یو د (۱۰) سره غواګانو ظرفیت ولري.

100%

د چرګانو د روزنې(39) فارمونه

په (بلخ، خوست، کابل، کندهار، هرات، پروان او هلمند‌) ولایتونو کې د د چرګ پالنی(39) فارمونهچې هر یو د(۲۵،۱۰،۵او ۳۰)زره  نسلی،غوښن، هګیو والا، او تجارتي چرګانو ظرفیت ولري.

(کابل، خوست، کندهار او هرات) ولایتونو کې  د چورګوړو ویستنو له(۱۶) ماشینه دستګاو له لګولو سره چې هر یو یې میاشت کې د (158400) ظرفیت لري.

100%

د طبیعی منابعو دسکتور دوامداره انکشاف او حمایت لکه( ځنګلونه، څړځایونه،شنه محیطونه، خاوره ، اوبه، او د ژوند تنوع).

(16) سافت ویرونه

د کرنېزو معلوماتو د تحلیل، تجزیی او نقشی جوړونی په موخه، جغرافیوی معلوماتو د سیستم  GIS (Geographic Information System)  (16) نوع سافت ویرونو، د نصب او پلور پروسې تکمیل.

0%

(۳۲۰)هکتاره ځنګلونه

د هېواد(۱۲) ولایتونو کې،

د پستې، جلغوزیو،لمنزې، نښتر او غرنیو بادامو د(۳۲۰) هکتاره ځنګلونو داحیا او حفاظت پروسه له(۱۳۰۰متره مکعب چکدم جوړونې، دشاخوا(۴۰۰۰۰) نهاله جلغوزو دتولید او (۱۹۹)د ځنګل ساتنې ټولنو له پېژندنې سره، بشپړه شوې ده.

100%

۱۴۶۶هکتاره څړ ځایونه

د ۱۱۴۰ هکتاره څړ ځایونو  او ۱۱۰ هکتاره طبي نباتاتو د رغونې او ساتنی د پروسې تکمیل، د۲۱۶هکتاره روانو شګو تثبیت ، د ۱۶ هکتاره د وښو  د تخم او قلمو د تولید مرکزونه، دطبی نباتاتو او څړ ځایونو د ۱۰ انجمنونو پیژندنه، او ۱۵ ولایاتو کې د محلی ټولنو ۴۰۰ تنو ته د ورکشاپ دایرول.

100%

۲۱۹ جریبه قوریې

په ۲۸ولایاتو نوکې د ۲۱۹ جربه ځمکې د قوریو د احداث له لاری د ( ۲۰۰۰۰۰۰) دوه ملیونه نیالګیو تولید، او میدان وردګو ولایت کې له احاطی  سره د قوریی یوباب تعمیر جوړول.

100%

۱۰۰۰متره پلې لاره

د ۱۰۰۰متره پلې لارې په جوړولو سره دلازمو اسانتیاو رامنځته کول، او د بامیان ولایت د بند امیر د ملی پارک د اوبو د شبکې تامین، د واخان ملی پارک ، د بامیانو بند امیر ملی پارک او دحشمت خان کول حفاظت شوې، ساحه کې د ۲۹ نفرو مدیریتی او حفاظتی پرسونل استخدام.

100%

دشین کمربند ۴۶۵هکتاره پخوانۍ سیمه

د شین کمربندد ۱۱۲۳ هکتاره پخوانۍ ساحې د حفاظت او مراقبت د پروسې تکمیل، او د ۴۶۵ هکتاره شین کمربند او ۵ د اوبو لګولو د شبکې اعمار.

100%

 ۱۴۰۰ متره محافظتي دیوال

په ارزګان او بلخ ولایتونو کې د ۱۴۰۰ متره اوږد ، محافظتی دیوال د اعمار تکمیل.

100%

دغذايي خونیدیتوب دټینګښت د غوره والي پراخیتا او ملاتړ

(۵)سیلوګانې او یوه ذخیره

(۶) ولایتونو(کابل، پلخمري، بلخ،هرات، کندهار او بدخشان) کې د ټولیز(190000)متریک ټنه ظرفیت په لرلوګانو سره د (۵)سیلوګانو او د غله جاتو دیوې ذخیرې د رغونې  چارو(۵سله) پرمختګ.

100%

(۱۰سلنه) د ذخیرو مدیریت

دستراتیژیکوغله جاتو دمدیرت لپاره د بیخ بنا موندني دایجاد(۱۰سلنه) پرمختګ او کابل ولایت کې دشرکت دکارمندانو دظرفیت لوړونه.

100%

(۴)بابه ګدامونه

(۴) ولایتونو( پکتیکا،پکتیا، فاریاب او پنجشیر کې د غله جاتو د(۴) بابه ګدامونو جوړول، چې هر یو له د۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ټنه ظرفیت لري او ټولیز ظرفیت یې ۱۶۰۰۰متریک ټڼه کېږي.

80%

(۳۴) ولایتونه

په ۲۵۹۵۰۰هکتاره ځمکه کې د نباتي ناروغیو او افتونو (ملخ، دخټکېو مچان ، چېنجیان، دغنمو حشره،د کچالو ګونګټه، د انارتاج او ججلداغ چېنجی، او نباتي کنه‌ ګانو ) سره مجادله ترسره شوه.

په ۳۴ ولایتونو کې له ۳.۸ملیونه مثمرو او غیر مثمرو اصلو ونو د پتدار چېنجی څخه مخنیوی وشو او په (۱۰۲) ولسواليوکې دکښتونو(۲۰۴) کورسونو تدویر شوي. دغه راز په جوزجان، بادغیس، پکتیا، فاریاب و بادام باغ کابل ولایتونو کې د نباتي افت وژونکو ۷بابه ګدامونو د اعمار کار چېهر یو له (۲۵۰) تر(۵۰۰) متریک ټنه ظرفیت لري او په جوزجان، تخار، کن، خوست او کندهار ولایتونو کې دنباتي افاتو پېژندنې د تشخیص د (۵) بابه(۲) خونیزو لابراتوارو د ودانیو جوړولو پروسې تکمیل.

95%

(۵۷) دشېدو راټولونې اوپروسس مرکزونه

د هیواد(۸) ولایتونو کې دشیدو راټولونې(۵۴)بابه مرکزونو دایجاد د چارو(۹۰سلنه)پرمختګ چې هره دوره کې د(۵۰۰۰) لیتره شیدو ظرفیت لري.

63%

کابل او بلخ ولایتونو کې،د لبنیاتو دپروسس او بسته بندۍد(۲) فابریکو تکمیلېدل او ګټې اخیستنې ته سپارل، چې ورځ کې له (۱۶۰۰۰)تر(۳۰۰۰۰) لیتره شیدو ظرفیت لري.

100%

خوست ولایت کې ورځ کې دیوټن ظرفیت په درلودلو سره د شاتو دبسته بندۍ او پروسس د(۱) باب مرکز ایجاد او ګټې اخیستنې ته سپارلو تکمیلېدل.

100%

(۱۱) دقرنطین مرکزونه

د هېواد بندرونو کې د(۱۱) بابه قرنطیني سټېشنونو دایجاد،تجهیز او ملاتړ پروسې بشپړېدل.

100%

د بدلو مدیریت له لارې د کرنې سکتور کې د تخنیکي او مسلکي ظرفیت لوړونې وده او ملاتړ.

(۵۶) روزنېز مرکزونه

۳۱ ولایتونو کې بزګرانو د سلا ورکولو او روزنې (۵۶) مرکزونو ایجاد او ګټه اخیستنه.

39%

(۷) تعهدونه

دسوداګرۍ نړیوال سازمان(World TradeOrganization) د کرنې اومالدارۍ وزارت دظرفیت لوړونې، د معاملات دمکانیزم ایجادول، دنویو ورایتي ګانوبین المللي کنوانیسیون او مرکز کې دنباتاتو دنویو ورایتویو دثبت مرکز ایجادولود(۷) تعهداتو تطبیق

100%

(6) زون

(۶)زونونه

تکمیل پروسه توزیع (501000000) پنجصد و یک میلیون افغانی قرضه های کوچک مالداری و زراعتی در (6) زون کشور.

د هېواد(۶)زونونو کې دکرنې اومالدارۍ د (501000000)میلیونه افغانیوکوچنیو پورونو د ویش پروسې بشپړېدل.

100%

(350) تنه

جاپان، هندوستان او ځينو نورو هیوادونو ته  د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړونې په موخه د دوکتورا، ماسترۍ، لسانس او لنډمهال روزنېزو پروګرامونو ته د دې وزارت د ۳۵۰ تنو کارمندانو معرفي کول.

100%

(40)تنه

د دې وزارت د ملکي خدماتو د(Capacity Building for Result)پروسې له لارې د ولایاتو په کچه درسمي کارمندپه توګه د(۵۰) تنو ګمارنه او تعین بست.

100%

 (۷)عرادې

د(۷) عرادو موټرو رانیولو چې(۵)عرادې هایلکس او (۲) عرادې کرولا دي او دهېواد (۵) ولایتونو(بدخشان، تخار،کندز،بغلان اوبلخ) کې دسیمزو دفترونو دتجهیز پروسې بشپړېدل.

100%

(69395) تنه بزګران

د هیواد ۳۴ولایتونو کې دکرنې ،مالدارۍ او اوبولګونې سیستم برخه کې د(74576)تنه ښځینه اونارینه بزګرانود ظرفیت جوړونې پروسې بشپړېدل.

100%

(۳۱۰۰)کارمندان

د ادارې اومدیریت برخه کې د وزارت (۳۱۰۰) تنو مرکزي او لایتي کارمندانو د روزنېزو برنامو جوړونې پروسې بشپړېدل.

23%

د مالدارۍ او کرنېزو خدماتو له لارې، په کرنه، مالدارۍ، دغذايي خوندیتوب ښه والي اوداقتصادي کچې لوړوالي او پر ځان بساینه کې د کلیوالو او بې بضاعته مېرمنو ملاتړ

(22400)باغچې

دهیواد ۲۸ولایتونو کې ۲۲۴۰۰تنو میرمنو ته یوه- یوه بسوه ځمکه کې دسبزیود ۲۲۴۰۰ کورنیو باغچوړ جوړول او ګټې اخیستنې ته سپارل.

100%

(21122)فارمونه

د هیواد (۲۴) ولایتونو کې (21122) یو ویشت زره یوسل اودوه ویشت بې بضاعته کورنیو ته له یوې بستې خوراکي توکېو سره د (21122) یو ویشت زره یوسل اودوه ویشت بابه فارمونو چې هر یوه یې (15-20-30-100)قطعې ظرفیت لري دایجاد او ګټې ته سپارنې پروسې بشپړېدل.

33%

(۸۰۰) سره شیدې لرونکې بزې،(۶۰۰) بکسې مچۍ او (۱۱۰) سره شیدې لرونکې غواګانې

(۴) ولایتونو( کابل، ارزګان، پکتیا او کنړ) کې (۴۰۰) بې بضاعته مېرمنو ته د (۸۰۰) شودو لرونکو بزو ویش،(۴) ولایتونو ( کابل، ننګرهار، لوګر او کاپیسا) کې (۳۰۰) مېرمنو ته د (۶۰۰) بکسو مچېو ویش او (۲) ولایتونو (کابل او پنجشیر) کې (۱۱۰) میرمنو ته د (۱۱۰) شیدو لرونکو غواګانو د ویش پروسه

100%

(۲۱) د پروسس وسایل

100%

(1030) شنې خونې

د هېواد(۳۰) ولایتونو کې (۱۰۳۰) بې بضاعته کورنیو ته په یوه- یوه بسوه ځمکه کې د(۱۰۳۰) کوچنیو شنو خونو احداث اوګټې ته سپارل.

100%

(۱۴) دميوې دپروسس مرکزونه

100%

بېخ بنا او ودانۍ

یوه ودانۍ

کابل کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت انګړ کې دوزارت مقام ددفتر یو باب څلور منزله ودانۍ رغونه او ګټه اخیستنه.

20%

ټول

دټولو فعالیتونو شمېر: (۸۰)

د پرمختګ سلنې اوسط

(80.23)

د بشپړ شویو فعالیتونو طبقه بندی او پایلی:

شمېره

دفعالیتونو (دبرخو) طبقه بندی

بشپړ شوي فعالیتونه

پایلې

1

دکرنېزو ځمکو د اوبو لاندی راوستلو په موخه ، د هیواد په سطحه د اوبو لګولو د دوامداره سیستمونو رغونه او بیا رغونه.

دوزارت په پلان کې، د اوبو لګولو ټولو (۱۰۳) شبکو څخه، په (۱۱) ولایتونو کې د اوبو لګولو مختلف النوع (۹۴) شبکو رغونه او بیا رغونه .

د اوبو لګولو د پاتې (۹)مختلف النوع شبکو رغونه او بیا رغونه به د وزارت د پلان مطابق د (۱۳۹۸) کال په جریان کې تکمیل شي. 

ترپوښښ لاندي ولایتونو کې د اوبو لګولو دشبکو د اعمار او بیا رغونې پایله کې د کرنېزو ځمکو د خړوبولو امکانات زیات شوی، او له ۲۰ تر ۲۵ سلنه د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی شوی دی. دغه راز دیادو شبکو دهر یو د اعمار او بیا رغونې په جریان کې له ۶۰ تر ۷۰ تنو بزګرو او د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د اوبو لګولو مجموعه (۳۳) کانالونو له احداث، او د (لوگر، هرات، بلخ، پنجشیر او ارزگان)ولایتونو کې د اوبو لګولو (۱۲)فرعی کانالونه احداث شوی دی.

د اوبو لګولو نورو ۲۱ کانالونو د اعمار کار د وزارت د پلان مطابق له (۲۰)٪ څخه زیات پرمختګ سره جریان لري.

د اوبو لګولو دکانالونو رغونه د ۱۵ تر ۲۰ کرنېزو ځمکو د اوبه کېدلو لامل شو، د اوبو د ضایع کېدو څخه مخنیوی، او د کرنېزو محصولاتو د تولیداتو د لوړ والی سبب شو.

د(کابل، پروان، هرات، بلخ، ننگرهار، کنړاو بغلان) ۷ ولایتونو کې د اوبو د۱۰ نمونه یي قطعو د احداث کار تکمیل شوی دی.

دغه رازپه ۱۲ ولایتونو(کابل، پروان، کاپیسا، هرات، بلخ سمنگان، جوزجان، ننگرهار، کنر، لغمان، بغلان او کنړ) کې د عصری تکنالوژي د معرفی کولو په موخه د بزګرانو۳۰ محلی مکتبونه دایر شوي دي.

د اوبو د نمونی قطعو او د بزګرانو د سیمیزو مکتبونو د دایرېدلو په پایله کې ۵ تر ۱۰ سلنه کرنېزی ځمکې زیاتې شوي او د اوبو د ضایع کېدو مخه نیول شوې ده.

2

هیواد کې د غذایی مصؤنیت دتقویی او  پر ځان بساینې ته د رسیدو په موخه د (غنمو، وریژو او ...) غله جاتو د تولید زیات والی.

د نباتاتو شیټ بیلانسونو د ارقامو تحلیل او تجزیه، هیواد کې د غذایی مصؤنیت د وضعیت تحلیل، له ولایاتو د کرنېزو محصولاتو د قیمتونو را ټولول، دهیواد د کرنېز وضعیت وړاند وینه او احصائیی ملي ادارې ته د کرنې او مالدارۍ د برخې د احصایوي ارقامو برابرول ، د هیواد په ۳۴ولایتونوکې د درې سروې ګانو له لارې تر سره شوي دي.

د نباتي شیتونو د بیلانس له تحلیل او را ټولونې، او دکرنېزو سروی ګانو سره په تطبیق کې د هیواد د کرنېز وضعیت را پور تیار شوی دی.

دبلخ،هرات او  ننګرهار (۲۱۷۵) بزګرانو ته له (۲۰)متریک ټنه څخه زیات د سبزیجاتو،صنعتی نباتاتواو بذری غله جاتوتخم، (۴۸۵۱)کېلوګرام د سبزیجاتو تخم، (۲۵۵۰)کېلو ګرامه د وریزو تخم، (۱۰۳۸)کېلو ګرامه د مالوچ تخم، ۳۱۵کېلو ګرامه د بینډۍ(بامیه)تخم،۱۱۵۰۰۰زره نهاله روميبانجان، ۲۵۵۴۰نهاله تور بانجان ، ۳۶۵۶۸کېلو ګرامه توره او سپینه سره، ویشل شوې ده.

د اصلاح شوی تخم ویش په څلورو فصلونو کې د سبزیجاتو او غله جاتو د زیاتوالی او سبزیجاتو ته د بزګرانو د لاس رسي لامل شوی دی دی.

3

د بڼ پالنې سکتور  دوامداره انکشاف او  ملاتړ

دهیواد په ۳۲ولایتونوکې۶۰۰متریک ټنه (Diammonium Phosphate)سرهویشلشوې ده.

دهقانانوته د DAP سرې ویشل د مثمرو نهالونو د ګړندۍ ودی لامل ګرځیدلی دی.

د زعفرانو د انکشافی ارزښتی زنجیرې د تطبیق ۴۵سلنه پرمخ وړنی په پار، د زعفرانو ۳۰۲.۵ متریک ټنه پیاز وپلورل او توزیع شول.

او ۹۴۰ قطعی نمونوی زعفران د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې احداث شوی دی.

د زعفران ارزښتی زنجیری له تطبیق سره د زعفرانو کلنی تولید له (۲.۴) متریک ټنه هم زیات شوی دی.

د ۱۴۰۰کال ترپای به د افغانستان دزعفرانو تولید ۱۴متریک ټنو ته ورسیږي.

د مرکز او ولایاتو په ۱۸ فارمونوکې د پلیدارو او صنعتي نباتاتو،سبزیجاتو او غله جاتو  ۴۳۰ پسرلنی او اوړنی تحقیقاتی تجاربو تطبیق ترسره شوی دی.

د نوی رایتی ګانو او تحقیقاتيتجربو د تطبیق په پایله کې چې د افغانستان له اقلیم سره توافق لري لاس ته راغلي دي.

دکنړ،تخاراو پکتیا د تحقیقاتی فارمونو د ۳ بابه تعمیرونو د رغونې او بیا رغونې کار، چې(د دفترونو تعمیراتی چارې، ګدام،د کنړ ولایت د تحقیقاتی فارم ژورې څاه او د سرک او ویالو پخولو کار،هوار کاری او دپکتیا ولایت دتحقیقاتی فارم تعمیر، په کې  شامل دی) تکمیل شوي دي.

د تحقیقاتی فارمونو له اعمار او بیا جوړونی سره د هیواد دکرنې رشد او توسعی لپاره د تحقیقاتی کار فرصت مساعد شوی دی.

د کابل ولایت بادام باغ تحقیاتی فارم کې دسولر سیستم سره ، د یوې حلقېژورې څاه کېندل د یو باب نباتي جن بانک تعمیر د رغونې چاري بشپړې شوې.

د سرچېنو د ساتنې او حفاظت لپاره مناسب ځای یا جنیتکې او نباتي جرم پلازمونه رغولشویدي، او د فارمونو د وضعیت د ښه والی او توسعی لامل ګرځيدلی دی.

په مرکز او ولایتونو کې د بڼوالۍ د د پراختیا ۱۸ تحقیقاتی فارمونو د فعال ساتلو،حفظ او مراقبت پروسه تکمیل شوې ده.

د تحقیقاتی فارمونو له حفظ او مراقبت په پایله کې  د کرنېزو او بڼوالۍ ورایتی ګانو د تحقیقاتو او تجاربو حرکت ښه والی موندلی دی.

د سروې، تجزیه،تشخیص،د خاورې طبقه بندي او کېمیاوي تجزیې په موخه د خاورې پیژندنی لابراتوار ته د اړتیا وړ موادو د تجهیز او پلور د تدارکاتو پروسه تکمیل شوې ده.

د خاورې پیژندنې لابراتوار ته دالزامي موادو د تجهیز او رانیولو له امله د خاورې له ډولنو سره د نباتاتو د توافق په موخه د کرنېزو خاورو د پیژندنې او تشخیص امکانات برابر شوي دي.

دهیواد په ۱۱ولایتونوکې د کرنې د ۱۷ تحقیقاتی فارمونو د رغونې او بیا رغونې په موخه ۸۵سلنه مالي او تخنیکې ملاتړ تر سره شوی  دی.

د تحقیقاتي فارمونو له رغونې او بیا رغونې ونی سره د هیواد بزګرانو ته د عرضه کولو لپاره دمورنیو بذري او یا اصلاح شو تخمونو د تولید زمینه برابره شویده.

پروان ولایت کې د انګورو او جوسو د پروسس یو باب مرکز د اعمار کار ، چېیوه ساعت کې د ۱۰ متریک ټنه ظرفیت لري، او کندهار ولایت کې د انګورو او  انارو د پروسس یو باب مرکز د اعمار کار چې ورځ کې د ۵متریک ټنه ظرفیت لري تکمیل شوی دی.

د پورته مرکزونو اعمار د انګورو او انارو د ارزښتی زنځیرې دتقویی او ښه والی سبب ګرځيدلی، او ۳۰۶ تنو ته دایمي کار پیداکېږي.

هلمند ولایت کې د پنبه دانې د غوړیو تصفیه کولو د یو باب فابریکې د ایجاد چارې ،چې ورځ کې د ۱۰ متریک ټنه ظرفیت لري، او کندهار ولایت کې دطبی پنبې د تولید، بسته بندۍ او پروسس یو باب مرکز،چېورځ کې ۳متریک ټنه ظرفیت لري ، د ایجاد چارې بشپړې شوي دي.

دا فابریکې د پنبې  د ارزښتی زنجیری د تقویی او ښه والی لامل ګرځي، او له هم دی لارې له ۱۰۷تنو زیاتو کسانو ته دایمي کار پیداکېږي.

4

د مالدارۍ سکتور دوامداره انکشاف او ملاتړ

د واکسینونو او لوازمو د رانیولو پروسه تکمیل شوې ده.

 دهیواد په ۱۹ ولایتونو( بلخ، جوزجان، سرپل، سمنگان، فاریاب، بغلان، نورستان، ننگرهار، کنر، لغمان، هرات، غور، بادغیس، فراه، ارزگان، کندهار، هلمند، زابل او نیمروز) کېد بروسلوز واکسین په (310000) دری سوه او لس زره سره غټو حیواناتو(S-19) او (1900000) یوملیون، نهه سوه زره بزو او پسونو (Rev-1)باندې تطبیق شوی دی.

پر (2210000)دوه ملیونه او دوه سوه اولس زره سر حیواناتو د بروسلوز واکسین تطبیق،چې د حیواناتو د مرګ او میر د کموالي، او انساني او حیوانی مشترکو ناروغیو د مخنیوي لامل کېږي.

په ۳۴ولایتونوکې د ترویجی خدماتو  او ۱۲۵۴بابه د وترنرۍواحدونو ملاتړ شوی دی.

د وترنرۍ واحدونو حمایت، د مالدارانو د پو هې د کچې لوړ والی،د حیوانی مرضونو دکموالي،د وترنرۍ واحدونو او مالدارانو تر منځ د اړیکو پیداکېدو،دتلفاتو د کمښت، او د مالدارانو د اقتصادي کچې د لوړ والی لامل ګرځیدلی دی.

د ۳ تحقیقاتی فارمونو (چرګ پالنه،غواپالنه او میږو پالنه) د یوبرخه رغونې او بیا جوړونی او دکابل ولایت د ریشخورو مالداری تحقیقاتی فارم کار تکمیل شوی دی.

دمالداری د تحقیقاتی فارمونو بیارغونه د حیوانی نسل د اصلاح او د غوره نسلونو دمعرفی کېدو لامل ګرځیدلی دی.

د غوره نسلونو پیداکونی په پار د دتحقیقاتو د تر سره کولو لپاره د غوره محلي او بهرني نسل (۱۸سره غویانو،۶۰۰نسلي چورګوړو او ۷۵محلی چرګانو)د چمتو کولو او پروسه تکمیل شوې ده .

د نسل د اصلاح د تحقیقاتو په موخه د اصلاح شویو نسلونو رانیول، په هیواد کې د مالدارۍ د رشد او انکشاف لامل ګرځیدلی دی.

په ۱۵ولایتونو(کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، لوگر، وردک، غزنی، پکتیا، بامیان، خوست، تخار، بدخشان، پکتیکا، دایکندی او کندز) کې د بروسلوز واکسین ګڼ انواع په(1368500)  یوملیون، درې سوه اته شپیته زره او پنځه سوه حیواناتو ته تطبیق شوی دی.

او دغه راز په ۵۰۰۰ فرد غواګانو مصنوعي القاح تطبیق شوې ده.

د واکسین تطبیق هیواد کې۳۵سلنه د حیواناتو د مرګ او میر، تکثیراو دحیواناتو دغوره نسل داصلاح لامل ګرځيدلی دی.

دانتروتوکسیمیا، انترکس، بلک لیگ، چرګ مرگی، پاسرلوز د(3.2) ملیونو واکسینونو د تولید پروسه د کابل ښار د واکسین د تولید مرکزي لابراتوار کې تکمیل شویده. دغه راز یوه حلقه سپتیک څاه د حیواناتو د هډوکو او داخلياعضاوو د غورځولو لپاره د مالدارۍ اوحیواني صحت د عمومي ریاست د حیواني امراضو د تشخیص لابراتوارکېکېندل شویده.

د واکسین تولید هیواد کې د حیواني محصولاتو د تولید دزیاتوالي او د ۲۵سلنه ناروغیو دکمښت لامل شوی دی.

د کانګو تبې د مخنیوی په پار په ډیری ولایتونو کېد (کنه) د کنترول کمپاین د وزارت له پلان سره سم تر سره شوی دی.

د (کنه) کنترول کمپاین کول د زونوز ناروغس او کانګو تبې باندې دانسان داخته کېدو د میزان د ټيټوالي لامل شویدی.

د هیواد په درې ولایتو نو (بغلان،ننګرهار او کندز) کې د وترنرس د کمپلکس ۲بابه ودانۍ او یوباب د وترنرۍ د یو خونه ییز کلینیک د رغونې چارې بشپړې شوي دي.

د هیواد په دوه ولایتونو کې د حیوانيناروغیو د راپور ورکونی د الکترونیکې سیستم د نصب او رانیولو پروسه.

دهیواد په بندرونو ( دفاریاب آقینه بندر،دپکتیا ډنډ پټان بند،دتخار آی خانم بند، او شیخ ابونصر فراهي) کېدوترنرۍ او دژوندیو حیواناتو د عامه روغتیا دلابراتوار او دڅلوربابه تعمیرونو د اعمار او تجهیز کار ، دمالدارۍ دعمومي ریاست د مرکز دپیله ورۍ فارم یو باب ودانۍ رغونه، د قرغې بند د کب روزنې تعمیر د ترمیم او تجهیز کار، او د بني حصار د فارم دغواګانو د تړن وندونو / میوګیود اعمار کار تکمیل شوی دی.

د مالدارۍ د فارمونو او  دوترنرۍ دکلینیکونو تجهیز او جوړول او د وترنرۍ د کارمندانو دکاري ظرفیت لوړونې اومالدارانو ته دغوره روغتیايي خدماتو د وړاندې کو لو لامل شوی دی.

دوترنرۍ صحت د ۱۰۰۰جلده سرټیفیکېټ د چاپ ، د قرنطین مدیریت لپاره د حیوانی واکسینونو د درملو جواز ، او د حیوانی محصولاتو د کنترول مفتشینو ته د معلوماتي تکنالوژۍ د تجهیزاتو سپارل تکمیل شويدي.

د منل شوو سټنډرډونو مطابق د وترنرۍ د صحی سرټیفیکېټونو چاپ په بین المللي مارکېټونو کې د حیواني محصولاتو اوصادراتو رشد او انکشاف ته شرایط برابر کړی دي.

دمالدارۍ عمومي ریاست د حیوانيناروغیو د تشخیص لابراتوار ته د۱۵۰ قلمه ریجنت د رانیولود چمتووالي پروسه،

 ۳۴ولایایتونو کې د حیواني محصولاتو دکنترول صحي تفتیش مدیریتونو د ۳۴قلمه وسایلو رانیول.

دمالدارۍ عمومي ریاست، د لابراتور لپاره د حیوانيخوړې د تجزیی او تحلیل په موخه د اړتیا وړ وسایلو او تجهیزاتو رانیول، او دمصنوعی القاح د لابراتوار د ۴۸قلمه موادو چمتو کول او رانیولدغه راز د مالداری د عمومی ریاست لپاره د اسپرم د کتنې د ماشین د تهیه او ر نیولو پروسه بشپړه شوې ده .

په همدې توګه یوپایه سایلج ماشین او بال کوونکې یی او د کابل بنی حصار مالداری فارم د پلاستیک او هرات ولایت د سلما بند د کب روزنېد ۵۱ قلمه وسایلو او تجهیزاتو د رانیولو پروسه تکمیل شوې ده.

د حیوانی روغتیا د لابراتوار د وسایلو رانیول او چمتو کول د حیوانی ناروغیو د غوره تشخیص  او د حیواني ناروغیو د پراختیا د مخنیوی لامل شوی دی.

دزابل او ارزګان ولایتونو مالدارانو ته د ۹۸متریک ټنه حیوانی خوړو ، ۵۵۰ کڅوړې د د مالدارۍ او کرنې د پراختیا ارزښتيزنجیرېویشلشوي دي.

د دی فعالیت تطبیق د حیواناتو دمرګ او میر او دمالدارانو د اقتصادی تقویی لامل شوی دی.

په ۴ولایتونوکې د چرګانوروزنې ۴بابه مارکېټونو د ایجاد چارې تکمیل شويدي.

د چرګانو  پالنی دمارکېټونو ایجاد د چرګانو پالنی د ارزښتی زنجیرې د تقویی او د ۱۲۸تنو لپاره د دایمی کار د ایجاد لامل ګرځيدلی دی.

په بلخ ولایت کې د غواګانوپالنې د ۳بابه تعمیرونو،چې هر یو یې د ۱۰ سره غواوو ظرفیت لري ، دایجاد چارې بشپړې شوي دي.

د غواګانو پالنې فارمونو ایجاد د لبنیاتو د ارزښتی زنځیرې د تقویی دښه والي او د ۱۹ تنو لپاره د دایمی کار دپیداکېدو لامل شوی  دی.

دبلخ ،خوست،کابل،هرات پروان اوکندهار ولایتونو لپاره دوزارت په پلان کې د نسلي، غوښن، هګۍ والا اوتجارتی چرګانو  پالنی د ۳۹ فارمونو چې هر یویې د ۲۵۰۰۰،۱۰۰۰۰،۵۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ ظرفیت لري، د ۱۶ چورګوړو ویستلو ماشینونو له لګولو سره،چې هر یو د ۱۵۸۴۰۰بیضه هګیو ظرفیت لري د خصوصي سکتور او کرنې وزارت له سهمونو سره تکمیل شوي دی.

دچرګانو پالنې فارمونو ایجاد د چرګانو پالنې ارزښتی زنځیرې دتقویی د ښه والی او د دایمي کار پیداکېدنې لامل ګرځيدلی دی.

5

د طبیعيسرچېنو( ځنګلونو،څړ ځایونو، شنه چاپیریال،د خاورې ساتنی،اوبه او د ژوند رنګیني) سکتور دوامداره انکشاف او ملاتړ.

د ۳۲۰هکتاره، د پستو ځنګلونو،جلغوزي،لمنز، نښتر او غرنیو بادامو ، د رغونې اوحفاظت کار، اوپه زیانمنو شویو سیمو کې داوبو اوخاوری د تخریب د مخنیوی په پار د ۱۳۰۰متره چکدم د اعمار کار، د شا او خوا ۴۰۰۰۰ د جلغوزی نهالونه تولید او د ځنګل ساتنط ۱۹۹انجمنونه پیژندل شوي او ثبت شوی دی.

تر پوښښ لاندی سیموکې د ځنګلونو رغونه او ساتنه دکلیوالو ټولنو د ژوند د ښه والی، د خاوری، اوبو، دنباتي فرش د تقویت، شنه والی، تازه والی، د ځنګله د محصولاتو د زیاتوالی او د ژوند د چاپیریال دښه والی لامل ګرځیدلی دی.

د ۱۱۴۰هکتاره څړ ځای او ۱۱۰ هکتاره طبي نباتاتو د حفاظت او رغونې کار تکمیل شوی دی. دغه راز دهیواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۲۱۶هکتاره روانط شګې، ۱۶هکتاره د وښو دتخم او دقلمو دتولید د مرکزونو او د څړ ځایونو د ۳ انجمنونو د تثبیت او پیژندنې کار تکمیل شوی دی.

دغه راز۴۰۰ تنو د ځنګلونو کارکوونکو او د انجمنونو غړو د څړ ځایونو او طبی نباتاتو د رغونې ،حفاظت او ګټې اخیستنې په اړه زده کړې ترلاسه کړي.

د څړ ځایونو رغونه او ساتنه د وښو دتولید، د نباتي فرش د تقویت، د خاورې ساتنی، د صحرا د پراختیا د مخنیوی، د مالدارۍ د ودې، د کلیوالو ټولنو د ژوند دښه والي، د طبی بوټو د ورکېدو د مخنیوي او د طبيدرملو د تولیدونکو د رشد لامل شوی دی.

د ۲۱۹جریبه قوریو پر جوړولو سر بېره له ۲ملیونه زیات نهالونه تولید شوی دی او د وردګو ولایت کې د قوریی یوباب تعمیر چارې له احاطی سره تکمیل شوي دي.

د غیر مثمرو ونو تولید  د سیمې دشینوالی، د شنو سیمو د ډیرښت، د دوړو د کښت، د ژوند د چاپیریال د ښه والی او نهال کېنولو د فرهنګ د تقویت لامل شوی دی.

د ۱۰۰۰متره پخی او دتیګو فرشی پلې لارې د رغونې چارې بشپړې شوي دي.

دغه راز د بند امیر دملي پارک د اوبو شبکه تامین او د واخان ملی پارک، بندامیر ملی پآرک او د کول حشمت خان حفاظت شووسیمو د مدیریت او حفاظت لپاره ۳۹ تنه پرسونل استخدام شوی دی.

د پلو لارو جوړونه د اسانتیا د رامنځته کولو ، او د ساتونکو استخدام د ساحو او طبیعی منابعو دساتنی لامل ګرځيدلی دی.

د شین کمربند د۱۱۲۳هکتاره پخوانیو سیمو د حفاظت او مراقبت لپاره ۱۹۷۳۵۳۹ یوملیون، نهه  سوه، دری اویا زره ، پنځه سوه او نهه دیرش اصله نهاله  او ۷۸۰۹۱۱۱ اوه ملیونه، اته سوه، نهه زره او یوسلو یوولس  ونو تخم،چې کرل شویږ ، په مستقیم ډول سره اوبه شوی دی.

د ۸۴۰۵۸۱ متره اوږد تراس او نزدې ۳۰۰۰زره متره ځنګلی سرک احداث او جوړ شوی دی ، د غه راز د اوبو د ۵ شبکو د رغونې چارې بشپړې شوي دي.

د شنوکمربندونو ایجاد د شنه چاپیریال د پراخوالي، د ګردونو او ناروغیو دکمښت او د ژوند دچاپیریال د ښه والي لامل شوی دی.

دهیواد په دوه ولایتونو کې د ۱۴۰۰متره محافظتی دیوال د د رغولوکار تکمیل شوی دی.

دمحافظتي دیوال جوړول، د اوبو لګونې کانالونو او کرنېزو ځمکو کې د سیلابونو د وراني مخنیوی، او د کرنېزو محصولاتو د زیاتوالی لامل ګرځیدلی دی.

6

دغذایی مصؤنیت د تامین دښه والی،پراختیا او ملاتړ

د وزارت له پلان سره سم  د ۵سیلو ګانو او یوې ستراتیژیکې ذخیرې د اعمار  او بیا رغونې کار له ۵ سلنه پرمختګ سره جریان لري.

د سیلو ګانو او ستراتیژیکې ذخیری د اعمار او بیا رغونې کار د غله جاتو د تاوان او بېړنیو حالاتو اړتیاوې ۱۵سلنه را کموي.

دغله جاتو د ذخیرو ستراتیژیک مدیریت د زیرمو د ایجاد په خاطر د غله جاتو ستراتیژیکو ذخیرو پروژې د رهبرۍ کمیټه ایجاد شوې.

دغه راز د پروژې رهبري کمیټېکاري لایحه ، او دغله جاتو ستراتیژیکو ذخیرو د شرکت اساسنامه هم ترتیب شوی ده، چې دتصویب په موخه د عدلیی محترم وزارت ته استول شوی ده.

د غله جاتو د ذخیرو مدیریت د سیلو ګانو او غله جاتو د ذخیرو په مدیریت کې د ښه والی لامل ګرځی.

په کابل او بلخ ولایتونو کې د لبنیاتو د پروسس او بسته بندۍ د ۲بابه فابریکو،چې ورځ کې له ۱۶۰۰۰تر ۳۰۰۰۰زره لیتره شیدو ظرفیت لري، د ایجاد او اعمارکار تکمیل شوی دی.

دلبنیاتو د پروسس مرکزونو ایجاد د مالدارانو دعوایدو دلوړ والی ، د مارکېټ د انکشاف، دلبنیاتو صنعت د ارزښتي زنځیرې دتقویې د ښه والي او ۳۰۶ تنو ته ددایميکار د پیداکېدو لامل ګرځيدلی دی.

خوست ولایت کې د شاتو دبسته بندی د پروسس یو باب مرکز،چې ورځ کې د یو ټن ظرفیت لري، تعمیراتي کار یې تکمیل شوی دی.

دشاتو دپروسس او بسته بندۍ د مرکز ایجاد، د شاتو د ارزښتی زنځیری د تقویی او ۲۳تنو ته د دایمي کار د پیداکېدو لامل ګرځيدلی دی.

دهیواد بندرونو کې د قرنطین د ۱۱بابه سټیشنونو د ایجاد، تجهیز او حمایت پروسه تکمیل شوې ده.

دهیواد بندرونو کې د قرنطینی سټیشنونو ایجاد د دېډاډ لامل ګرځیدلی، چې هیواد کېکرنېز،صادراتي او وارداتي محصولات له کرنېزو ناروغیوڅخه خونديوي. داکار بهرنیو هیوادونو ته دهیواد د کرنېزو تولیداتو د کېفیت او صادراتو دښه واليتضمین شوی دي.

7

د بدلون مدیریت له لارې د کرنې سکتور کې د تخنیکي او مسلکي ظرفیت لوړونې وده او ملاتړ.

نړیوال سوداګریز سازمان ته د کرنې وزارت تعهدات د وزارت له پلان سره سم تطبیق شوي دي.

د نړیوال سوداګریز سازمان پر وړاندط د کرنې وزارت د تعهداتو تطبیق په حیواني او نبای حفظ الصحه، او د ورایتي ګانو د حفاظت برخه کې د ظرفیت د لوړ والي لامل شوی دی.

پر شرایطو برارو غوښتونکو ته د مالدارې او کرنې۵۰۱۰۰۰۰۰۰ پنځه، سوه یو ملیون په مبلغ سره کوچني پورونهورکړل شوي دي.

د مالداری او کرنې د کوچنیو پورونو ویش، د هیواد د بزګرانو د ملاتړ په پار د دهقانانو د اقتصادی ودې او دهیواد د کرنو د ښه والی  لامل شوی دی.

د مرکز او ولایاتو ۳۵۰ تنه کارمندان د دکتورا، ماستري او لسانس په کچه او وړو ښوونیزو برنامو کېد تخنیکې او مسلکې ظرفیت لوړونې په پار د هندوستان اوجاپان هیواد ته معرفی شوی دی.

تحصیلی بورسیو او ښوونیزو برنامو ته د کارکوونکو معرفي کول د مسلکې کدرونو د زیات والي،د ښو خدماتو وړاندې کولو او دکرنې سکتور د وضعیت دښه والي لامل شوی دی.

۹۸تنه ولایتيل کارمندان د ډلییزې سیالۍ د ازموینې  له لارې ګمار شوي دي.

د تکړه او وړ افرادو استخدام د کرنې سکتور د خدماتو د وړاندی کولو دښه والی لامل ګرځیدلی دی.

د هیواد په پنځو ولایاتو کې د هایلکس او کرولا ۷ عرادی موټرو د رانیولو او د ولایتي دفترونو دتجهیز پروسه تکمیل شوې ده .

د سیمیزو دفترونو تجهیز، د غوره او پر وخت خدماتو د وړاندی کولو د غوره والي لامل ګرځيدليدي.

د کرنې،مالدارۍ او اوبو لګولو په سیستمونوکې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۴۵۷۶څلوراویا زره پنځه سوه شپږ اویا نارینه او ښځینه بزګرانو د ظرفیت جوړونې پروسه تکمیل شوی ده.

د ښوونیزو برنامو دایرول دکرنېې،،مالدارۍ او اوبو لګولو په ښه سیستم کې د بزګرانو د ظرفیت لوړونې لامل شوي دي.

8

کرنه کې  د بی بضاعته کلیوالو میرمنو تقویه او ملاتړ

د غذایی مصؤنیت دتامین ښه والی ، او دمالدارۍ او کرنې دخدمتونو وړاندې کولو له لارې دهغوی د اقتصاديکچې لوړ والی،او ځان بساینه

دهیواد په ۲۸ ولایاتو کې د ۳۰۳۰۵بابه کورنیو باغچو د احداث کار چې هره یوه په یوه بسوه ځمکه کې د میرمنو لپاره جوړیږی تکمیل شوی دی.

باید وویل شي،چې له کورنیو باغچو سره د زیاتو میرمنو د علاقه مند ۍ په دلیل دغه فعالیت له پلان څخه هم زیات تطبیق شوی دی.

د کورنیو باغچو جوړول د کلیوالو میرمنو د اقتصادي دتقویی ، او د کرنې برخه کې د هغوی د هڅونې لامل ګرځیدلی دی.

د کابل،ارزګان،پکتیا او کنړ ولایتونو کې ۴۰۰ بی بضاعته میرمنو ته د ۸۰۰ سره شیدو لرونکو غواګانو، ۳۰۰میرمنو ته د شاتومچېو د ۶۰۰بکسو، او ۱۱۰ کلیوالو میرمنو ته د ۱۱۰ سره غواګانو ویش ترسره شوی دی.

د شیدو لرونکو بزو او غواګانو توزیع کول د عایداتو د زیاتوالی، د غذایی مصؤنیت دتامین د ښه والی، او مالدارۍ برخه کې د کلیوالو ښځو د تشویق لامل ګرځيدلی دی.

د هیواد په اتو ولایتونو(بغلان، غور، دایکندی، پروان، هرات، بامیان، بادغیس او بلخ)کې ۸۰۰میرمنو ته د غذایی موادو د پروسس ۲۱قلمه وسایلو د توزیع او د سمارق د ۱۰۰ واحده تولید د احداث کار تکمیل شوی دی.

د کرنېزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ د وسایلو توزیع د میرمنو د اقتصادي سطحې دلوړ والي او د کورنیو د غذایی مصؤنیت د ښه والی لامل ګرځیدلی دی.

بی بضاعته کورنیو ته په یوه، یوه بسوه ځمکه کې د ۱۰۳۰وړو شنو خونو د احداث کار تکمیل شوی دی.

د ژميموسم کې د شنو خونو جوړول د باکېفیته سبزیجاتو د تولید، د غذایی مصؤنیت د تامین د ښه والی، د کلیوالو او بې بضاعته میرمنو د اقتصاد د تقویی او د کرنې برخه کې د هغوی د تشویق لامل ګرځیدلی دی.

دمیوه جاتو او سبزیجاتو د پروسس او بسته بندۍ د ۱۲ مرکزونو د ایجاد او احداث کار او د شاتو دپروسس او بسته بندۍ د ۲بابه مرکزونو،چې میاشت کې د۰.۴ټنه ظرفیت لري، د ایجاد کار یې تکمیل شوی دی.

د کرنېزو محصولاتو او شاتو د پروسس او بسته بندۍ مرکزونو ایجاد د میرمنو د عایداتو د لوړ والي، د میوو د مارکېټ د انکشاف او دشاتو د تولید دښه والی لامل ګرځيدلی دی.

د کړنو تحلیل

الف: د اجرا په حال کې فعالیتونه

شمېره

دفعالیتونود ترسره کېدلو د څرنګوالي راپور

دپرمختګ سلنه

د پلان مطابق د فعالیت د نه تکمیل دلایل.

1

د اوبو لګولو تعمیراتو د رغونې او بیا رغونېله ټولو ۲۶۲بابه تعمیرونو څخه د ۵۸بابه تعمیراتو د رغونې او بیا رغونې کار په ۲۸ ولایاتو کې تکمیل او ګټه اخیستنی ته سپارل شوی دی. د اوبو لګولو پاتې تعمیراتو د رغونې او بیا رغونې کار جریان لري.

92%

د قراردادي شرکتونو د کار د سستوالی ، د تدارکاتو د پروسې اوږد والي او د کال پیل کې د بودجې د منظوري د ځنډ له امله د یادو شبکو د رغونې او بیا رغونې کار د وزارت دپلان مطابق پرمختګ ندی کړی.

2

د کرنېزو ځمکو د هوارولو لپاره د ۸۴پایو لیزرو د تدارکاتو پروسه تکمیل شوې ده. دچېن هیواد لخوا د پور کومکي ۱۲۰عرادې تراکتورونه او نوروکرنېز ماشین الاتو د لېږد او توزیع طرز العمل ترکار لاندې دی.

دغه راز اوس، اوس ۶ عرادې تراکتورونه له ملحقاتو سره رانیول  شوي او ولایاتو کې د بزګرو ښوونیزو مرکزونو ته  لېږدول شويدي.

90%

د ۱۲۰ عرادې تراکتورونو د انتقال او توزیع طرز العمل لا تر اوسه د وزارت مقام لخوا  نه دی نهایی شوی ، خو ترکار لاندی دي.

3

د هیواد په ۳۲ولایتو نو کې د ۹۱۹۲.۵متریک ټنه اصلاح شوي بذری تخم او ۲۴۲۰۵متریک ټنه کېمیاوي یوریا سرې د رانیولو او ویش پروسه تکمیل شوې ده.

95.75%

د بیو دلوړ واليله امله د هیواد په دوه ولایتونو (ارزګان او دایکندی)کېتړون نه دی لاسلیک شوی.

4

د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۷۸۶.۶هکتاره ځمکه نوي باغونه، ۳۰۰۰هکتاره ځمکه غیر فني باغونه او ۱۰۰هکتاره نمونوی متراکم او نیمه متراکم باغونه احداث شوي دي.

دغه راز د میوو را ټولولو او نباتيناروغیو دکنترولولو، له ټولو ۳۸۰۰ بسته وسایلو او لوازمو څخه د میوو ټولولو ۱۵۰۰بسته وسایل توزیع شوي او د پاتې ۲۳۰۰ بستو توزیع جریان لري.

95.73%

د میوو د نوو باغونو د احداث پسرلنی کمپاین تکمیل او د مني کمپاین روان دی، باید وویل شي، چې د مني کمپاین له پای ته رسېدو سره به فعالیت ۱۰۰سلنه پلی شي.

داچې د میوود را ټولولو وسایل او لوازم د کرنې وزارت له لارې رانیول کېږي او بیا له ۵۰٪تخفیف سره بزګرانو ته ورکول کېږي، نو په همدی لاملبزګران په ځينو ولایاتو کې د وسایلو او لوازمو د ۵۰٪قیمت ورکولو سره علاقه نه ښيی.

5

د هیواد په ۱۶ولایتونو کې د ۱۶۹هکتاره انګورو باغونو په پار ۱۵۶هکتاره د انګورو باغونه چېله بندي شوې ده.

92.30%

د تدارکاتو پروسې د تاخیر له امله د انګورو باغونو د چېله بندۍ وسایل په ټاکلي مهالکې ندی رانیول شوي.

6

دهیواد په ۲۲ ولایتونو کې د ۱۰۳بابه لویو شنو خونو د جوړونې او احداث کار تکمیل شوی دی.

34.33%

د پلې کېدونکوې پروژې د بودجی د کمښت له امله پ دغه فعالیت په ټوله مانا  نه دی تطبیق شوی.

7

د هیواد په ۲۲ولایتونو کې د د کمپوست سرې د ۳۰ تولیدي واحدونو د احداث د پروسې تکمیل.

20%

د کمپوست سرې د تولیدي واحدونو د احداث د پروسې په ډيزاین کې تجدید نظر وشو، نو دکمپوست سرې ۶ تولیدي واحده په ازمیښتي ډول سره دCommunityDevelopment Council )  له لارې تطبیق شوي،

دا چې یادې پروژژد لومړي ځل لپاره له دې لاری پلې کېږي، نو اړتیا ده چې ددې برخې ظرفیت هم پورته وېوړل شي.

8

په شپږ زونونو کې د بزګرانو له اړتیاو سره سم د اوبو ۹۵۰ ذخیرې(ټانکر) چې هره یویی ۳۰۰۰لیتره ظرفیت لري. توزیع شوی دی. چې دغه شمېر د بزګرانو د ۱۳۹۷ او ۹۸ کال اړتیاوی پوره کوی. دغه راز د پستې د ۲۵۰ کېلو ګرامه تخم او ۶۰۰۰۰۰متره اوسپنیزې جالۍ توزیع جریان لري.

79%

د دهقانانو له غوښتنو سره سم د هیواد په ۶ زونونو کې د اوبو ۹۵۰(ټانکر) ذخیرو توزیع تکمیل شوې ده. چې د ۲۰۱۸او ۱۹ لپاره د بزګرانو اړتیاوې پوره کوي.

د ویلو ده،چې د بزګرانو په غوښتنه د یادو ذخیرو کېفیت د ۱۳۹۷ کال لپاره زیاتوالی خو تعداد یی کموالی پیداکړی دی.

دغه رازتر پوښښ لاندې ولایتونو کېوچکالۍ ته په پام سره د پستې ۲۵۰ کېلو ګرامه تخم رانیول شوی او توزیع شوی دی. د یادونې ده چېد اقتصادي ستونزو له امله د بزګرانو غوښتنهکمه وه.

9

د ۴۰۰ ممیز خونو داحداث څخه، ۲۳۳ بابه عصري ممیز خونو د احداث او اعمار کار تکمیل شوی دی.

58%

د دی فعالیت د تطبیق پلان،چېټاکل شوې وه، د تمویلوونکې مرجع(نړیوال بانک) له لوري  د ۲۰۱۸ په مارچ کې منظور شوی و، چې په ځنډ سره د ۲۰۱۸په اګست میاشت کې منظور شو. د یادونې وړ ده چې مرکز کې د ممیزخونو د اعمار او دګټه اخیستونکو غوښتنې هم کمې وې، ځکه چې سږ کال د ممیز خونو د اعمار لپاره د بزګرانو سهم له ۴۰ سلنې نه ۵۰ سلنی ته لوړه شوې وه.

10

د هیواد پنځو ولایتونو کې د غوښنو چرګانو د ۲۵تجارتي فارمونو،چې هر یو یې د ۵۰۰۰قطعو ظرفیت لري، د ایجاد او اعمار کار جریان لری، باید وویل شي، چې د ارزونی پروسه تکمیل شوې او د تطبیق کوونکې همکار د غوراوي پروسه ادامه لري.

20%

یاد فعالیت باید د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ربعه کې د تمویلونکې مرجع ( نړیوال بانک) لخوا منظور شوی و، خو دریمه ربع کې منظور شو. باید وویل شی،چې دغوښنو چرګانو د تجارتي فارمونو موضوع د وزارت د عامه اړیکو ادارې  لخوا د داو طلبی لپاره اعلان ته ورکړل شوی ده، خو د غوښتونکې دکمې مراجعی او کافی بودجې د نشتوالي له امله راتلونکې کال ته ولیږدول شوه.

11

د اوبو د ګرمو کبانو د تولید ۶۰ بابه فارمونو او د کبانو د ۲ عدده هیچري د ایجاد اړوند د پلور وړاندیز ترتدارکاتيپروسې لاندې دی.

25%

یاد فعالیت باید د ۲۰۱۸ کال لومړۍ ربعه کې د تمویلوونکې مرجع ( نړیوال بانک) لخوا منظور شوی ؤ،  خو له Consultancy نه Non- Consultancyته د تدارکاتی پروسې د تغیر له امله د تمویلوونکې مرجع لخوا منظوري یی په دریمه ربع کې ترلاسه شوه. 

12

د هیواد د پنځو ولایتونو(ننگرهار، بلخ، هرات، کندهار او پکتیا)  د شاتو مچېو لرونکو د ملاتړ په موخه د مچۍ پالنې ۵۰۰ انکشافي بستو توزیع تر ارزونې لاندې ده.

20%

یاد فعالیت باید د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ  ربعه کې د تمویلوونکې مرجع ( نړیوال بانک) لخوا منظور شوی وای،  خو له Consultancy نه Non- Consultancyته د تدارکاتی پروسې د بدلونله امله یې منظوری د تمویلوونکې مرجع لخوا په دریمه ربع کې ترلاسه شوه. 

13

د کابل ، هرات ، بلخ ولایتونو کې د څلور بابه عصري مسلخونو د ودانۍ درغونې چارېبشپړې شوي دي.

له هغې نه یوباب مسلخ کابل ولایت کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی، د پاتې مسلخونو ماشینري هم رانیول شوې او هغوسیمو ته، چې مسلخونه پکې موقعیت لري انتقال شوي دي. باید وویل شی،چې یاد مسلخونه به تر راتلونکو دوه میاشتو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

80%

د ځانګړې ګمرګي تعرفې د نشتواليله امله د مسلخونو ماشینری ، او د یادو وسایلو لېږد د هرات له بندر څخه له ځنډ سره مخ شوی دی.

14

 په ۲۵۹۵۰۰هکتاره ځمکه کې د نباتيناروغیو او افتونو (ملخ، دخټکېو مچان ، چېنجیان، دغنمو حشره،د کچالو ګونګټه، د انارتاج او ججلداغ چېنجی، او نباتي کنه‌ ګانو ) سره مجادله ترسره شوه.

په ۳۴ ولایتونو کې له ۳.۸ملیونه مثمرو او غیر مثمرو اصلو ونو د پتدار چېنجی څخه مخنیوی وشو، تر پوښښ لاندېسیموکې د کرنې ۱۲۸ مکتبونه ایجاد شوی دي. دغه راز په جوزجان، بادغیس، پکتیا، فاریاب و بادام باغ کابل ولایتونو کېد نباتي افت وژونکو ۷بابه ګدامونو د اعمار کار جریان لري.

95%

د تدارکاتو  پروسې د اوږ والي له امله د نباتي آفت وژونکو درغونېچارې هم له سستۍ سره مخ شوي دي.

15

دشیدو راټولولو له ټولو ۵۴ مرکزونو څخه ۲۵مرکزونه ایجاد شوي دي او د پاتې ۲۹ مرکزونو د ایجاد کار جریان لری.

63%

یاد فعالیت باید د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ  ربعه کې د تمویلوونکې مرجع ( نړیوال بانک) لخوا منظور شوی وای،  خو له Consultancy نه Non- Consultancyته د تدارکاتی پروسې د بدلون له امله یې منظوری د تمویلوونکې مرجع لخوا په دریمه ربع کې ترلاسه شوه. 

16

په (هرات، بلخ، ننگرهار، سرپل، سمنگان، جوزجان، لوگر، پکتیا، بامیان، کابل، پروان، کاپیسا، تخار او بدخشان) ولایتونو کې د بزګرانو د ښوونې او مشورتی ۲۲ مرکزونو د ایجاد او تجهیز کار تکمیل شوی او پاتې کار جریان لری.

39%

د مشورتي مرکز لپاره د ځمکې د کمبود له امله دغه فعالیت د وزارت د پلان سره سم نه دی پلی شوی.

17

دتخمیډول چرګانوپالنې  ۲۷۷۲بابه فارمونو چې هریو یی د ( ۲۰،۳۰،۱۰۰ او ۱۵) قطعو ظرفیت لري د ایجاد او اعمار کار له خوراکې بستو سره تکمیل شوی دی.

33%

یاد فعالیت باید د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ  ربعه کې د تمویلوونکې مرجع ( نړیوال بانک) لخوا منظور شوی وای،  خو له Consultancy نه Non- Consultancyته د تدارکاتی پروسې د بدلون له امله یې منظوری د تمویلوونکې مرجع لخوا په دریمه ربع کې ترلاسه شوه. 

18

 د کرنې وزارت انګړ کې د وزارت مقام دفتر لپاره د یو باب څلورمنزله تعمیر جوړونه او ګټې اخیستنی ته سپارل.

20%

په دې دلیل، چې دیادې ودانۍ نقشه او ډیزاین د ښار جوړونې او ځمکو محترم وزارت د دولتي او عامه اماکنو دبرنامو ریاست لخوا ناوخته تهیه شوېوه ، د ۱۳۹۷ مالی کال د قوس میاشت کې له ساختماني شرکت سره قرارداد ترسره شو، او دادی د تعمیر د جوړونې کارونه جریان لري.

ب: ځنډېدلي فعالیتونه

شمېره

دفعالیتونود ترسره کېدلو د څرنګوالی راپور

دپرمختګ سلنه

د فعالیت د نه معطل کېدلو دلایل

1

دهیواد په څلورو ولایتونو کې د وزارت پلان کې شاملو د اوبو له ټولو  ۳۰ بابه ذخیرو څخه، ۱۰ بابه ذخیرو د اعمار کار تکمیل شوی دی.

33%

د ذخیرو د ځایونو د قیمتونو د لوړ والی او د متقاضي د نشتوالي په دلیل د پاتې ذخیرو ځایونو په بدل د اکثره واجد شرایطو د تقاضا په نظر کې نیولو سره د اوبو کنترولولو واړه بندونه جوړ شوي دي.

2

د وزارت پلان کې شاملو مجموع ۲۹ حلقوژورو څا ګانو کېندلو څخه، د ۱۲ حلقې څاګانو د کېندلو کار د سولري واټر پمپ سیستم له نصبولو سره تکمیل شوی دی.

36%

د پاتېژورو څا ګانو پر ځای ، د کم قیمت او زیات مؤثریت په دلیل سولری واټر پمپونه خریداری او ګټه اخیستونکو ته توزیع شول.

3

د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د ۵۰ بابه وړو چکدمونو( واړه کنترولی بندونه) ۳۰ بابه واړه اوب تویوونکي، او ۱۰۶ بابه د اوبو خاورینو ذخیرو د احداث کار تکمیل شو.

94.4%

پر شرایطو برابر غوښتونکو تقاضا ته په پام سره د اوبو ۱۴ پاتېخاورینو ذخیرو په عوض واړه اوبه تویوونکې احداث شو.

4

پکتیا ولایت کې د یو باب ګدام د اعمار او بیا رغونېچارې تکمیل شوي دي.

دفاریاب او پنجشیر ولایتونو ددوه بابه ګدامونو د اعمار کار په اوسط ډول سره له ۷۶سلنی پرمختګ سره جریان لری. دغه راز د پکتیکا ولایت د ګدام د رغونې پاتې ۲۰ سلنه کار معطل شوی دی.

80%

یاده پروژه له ۸۰ سلنې پرمختګ سره د غزنی دلاری بندیدلو او د یادې ذخیرې د بام دپوښښ لپاره د رانیول شوو ګاډرو د امنیتی ستونزو له امله ځنډېدلې ده. دغه راز د ټولنیزو ستونزو له امله د پنجشیر ولایت دګدام د رغونې چارې هم کله- کله ځنډیږي.

5

د ټولو ۳۱۰۰ تنه مرکزي او ولایتي کارمندانو څخه ۷۲۵تنو لپاره د ادارې او مدیریت برخه کېښوونیزې برنامې جوړې شوي دي.

23%

د بودجی د کمبود له مخی د کال په جریان کې ښونیزو برنامو کمبود پیداکړ.

ج: ناپیل شوي فعالیتونه

شمېره

دفعالیت عنوان

د فعالیت دنه پیلیدو لاملونه

1

هرات ولایت کې د ۳۷هکتاره انګورو او ۳۴هکتاره د پستو باغونه.

د غه فعالیت د (SARD) تطبیق کوونکې پروژی عملیاتی پلان کې د تغیر په دلیل پیل نشو،او پر ځای  یی د زعفرانو پیاز خریداري او دهقانانو ته توزیع شوي دي.

2

دهیواد په ۱۰ ولایتونو کې د۱۲بابه سړو خونو د عصری کمپلکس تعمیراتی کار ۵۰ سلنه پرمخ وړنه،چې هریو یې د ۵۰۰ متریک ټنه ظرفیت لري.

د سړو خونو پیسی، د ملی تدارکاتو د سړوخونو د عصری کمپلکس د تجدید نظر او ارزونې او زیاتو اړتیاو وروسته د مالیی محترم وزارت په منظوری سره د پاکستان د کومکې غنمو د انتقال، د هلمند ولایت د اوبو لګولو پروژو د جوړولو او حیوانيخوړو د رانیول لپاره تعدیل شوي.

3

د کابل، هرات ، ننګرهار، کندز ، کندهار او بلخ ۶ ولایاتو کې د ۸ بابه عصريسړو خونو، چې د هر یو ظرفیت ۵۰۰۰متریک ټنو ته رسیږي او مجموعي ظرفیت یی ۴۰۰۰۰متریک ټنه کېږي. د تعمیراتي کار ۴۷ سلنه پرمخ وړنه.

دملی تدارکاتو لخوا د یادو سړو خونو د قرارداد د فسخ کېدو وروسته ، مخکنی کال کې د پروژی د ډیزاین د نشتوالی په دلیل دغه کار په ۱۳۹۷ کال کې نه دی پیل شوی.

4

د هیواد په پنځو ولایاتو کې د ګل خونو د ۵ ښارګوټو د جوړونې کار، چې هر یو له ۲۵ تر ۳۰ هکتاره ځمکې ظرفیت لري.

د ګل خونو د احداث پیسی لومړۍ مرحله کې د واجد شرایط کمپنی دنشتوالی او زیاتو اړتیاو له امله د مالیی محترم وزارت په منظوری د پاکستان د کومکې غنمو د انتقال، او د هلمند ولایت د اوبو لګولو پروژو د جوړولو او حیوانيخوړو د رانیولو لپاره تعدیل شوي.

5

د کابل ولایت مالدارۍ فارم ته د مصنوعي القاح او د نسل د اصلاح په موخه  د ۸ سره غویانو اخیستلو قرارداد له قراردادي شرکت سره فسخ شوی دی.

په دی دلیل چې د پلورل شوو غویانو مشخصات د قرارداد دشرط نامی مطابق نه ؤ ، له قراردادی شرکت سره قرارداد فسخ شو.

6

دکرنېزو معلوماتو د تحلیل او تجزیی په موخه د ۱۶نوعه(GIS) سافټ ویرونو د رایولو په پار د تدارکاتو د پروسې تکمیل.

د (GIS) سافټ ویرونو د تهیه کولو لپاره تراوسه کوم داو طلب شرکت ندی حاضر شوی.

عمده ستونزې او وړاندیز طرحې

عمده ستونزی

وړاندیز کېدونکې طرحی

ټاکلي وخت کې د فعالیتونو پرمخ وړلو لپاره د بودجی په موقع نه رسیدل او د تدارکاتو د پروسې اوږد والی.

داچېکرنېز فعالیتونه موسمي او فصلي دی، نو باید  د کرنېزو فعالیتونو د تطبیق لپاره د مالیی محترم وزارت لخوا کافی او پروخت بودجه تهیه شی.

هیواد کې د معلوماتو او احصائې مرکزي ادارې لخوا له ۳۰ کلونو راهیسې  د کرنېزو سر شمیرنو د تطبیق نشتوالی.

د معلوماتو او احصائې مرکزی ادارې لخوا هیواد کې د بزګرانو د کورنیو د شمیرو د لاسته راوړلو په موخه د کرنېزې سرشمیرنی او نفوسو د سر شمیرنی په لاره اچول.

د ګدامونو او اوبو لګولو د پروژو تر پلان لاندی ساحو کې د امنیت نشتوالی ، لکه د ننګرهار کانال شرقی برخه،  او د ارزګان ولایت چې د پروژو تطبیق له ځنډ سره مخ کوي.

د پروژو د تطبیق لپاره د محلی اداراتو، امنیتی بنسټونو او د سیمې د خلکو مرسته.

له پلانه بهر تکمیل شوی فعالیتونه

شمېره

له پلانه  د وتلو تکمیل شوو فعالیتونو عنوان

پایلی

پلان کې د نه شاملیدو دلایل

1

د لومړی ځل لپاره د کرنې سکتورکېبزګرانو سره د اړیکو مرکز (Farmer Call Centre) تاسیس شوی دی.

د اړیکو دا مرکز د تکنالوژ ي د انتقال تر ټولو تیزه لاره او د ترویج تر ټولو اسانه طریقه ده.

له دې لارې داسې خدمات لکه د مارکېټونوقیمت،د اوبو او هوا وضعیت، کرنېزی سروی ګانی، او د کرنې او مالداری لارښوونی وړاندی کېږي.

اوس بزګران او مالداران کولی شي،چې خپلې ستونزی له دې لارې د دې وزارت له متخصصینو سره شریکې او لازمې مشورې تر لاسه کړي. دغه رازبزګرانو ته دنباتاتو(انګورو، غنمو او پنبې) اړوندګټورو معلوماتو په موخه د (234) IVRخدمات فعاله شوي دي.

بزګران کولی شي د روشن مبایل له لارې دې شمیرې سره اړیکه ونیسي او د دې خدماتو لګښت په میاشت کې د پنځو ځلو لپاره وړیا دی.

د بزګرانو د ستونزو حلولو او اړتیاو ته په پام د کال په جریان کې د ا فعالیت په پلان کې شامل شوی دی.

2

د هیواد په ۳۲ ولایاتو کې د ۴۹ بابه وړو اوبه تویوونکو د احداث کار تکمیل شوی دی.

د اوبو تویوونکو د مدیریت د جوړولو له لارې ۴۹۰ جریبه وچه او شاړه ځمکه د پستی ، بادام او چارمغزو په باغونو بدله شوی ده.

د ذخیرو د ځا یونو د قیمتونو د لوړ والي او د متقاضی د نشتوالی په دلیل د پاتې ذخیره ځایونو په عوض د اکثره واجد شرایطو د تقاضا په نظر کې نیولو سره د اوبو کنترولولو واړه بندونه جوړ شوي.

3

د هرات ولایت بزګرانو ته ۶۷.۵متریک ټنه د زعفرانو پیاز اخیستل شوي او توزیع شوي دي.

د زعفرانو ارزښتی زنځیرې له تطبیق سره به د زعفرانو کلنی تولید له ۲.۴متریک ټنو نه زیاتوالی پیداکړی،چې د ۱۴۰۰ کال تر پایه به ۱۴متریک ټنو ته ورسیږي.

د (SARD)پلې کوونکې پروژی عملیاتی پلان کې د تغیر له امله د انګورو او پستی د باغونو  په بدل کط د زعفرانو پیاز خریداري او پر بزګرانو ویشل شوي دي. 

د ۱۳۹۸مالي کال لپاره پلان شوې عمده برنامې

شمېره

د ۱۳۹۸مالي کال لپاره پلان شويو عمده برنامو عنوان

1

 د هیواد په ۲۸ولایاتوکې د اوبو لګولو ۳۴۹شبکو رغونه او بیا رغونه

2

 دهیواد په ۲۳ ولایاتو کې د ۱۰۰ عدده چکدمونو جوړول

3

د هیواد په ۳۴ ولایاتو کې د۱۶۰۰متریک ټنه د غنمو بذري تخم توزیع او د غنمو ۱۱۰ نمونوی قطعو ایجاد.

4

د هیواد په ۳۴ ولایاتو کې د ۱۷۰ عرادو تراکتورونو او ملحقاتو ، انتقال او توزیع.

5

 د۹ بابه مشورتی او ښوونیزو مرکزونو ایجاد

6

د هیواد په ۲۲ ولایتونوکې ۶۹۴لویو تجارتي شنو خونو ایجاد.

7

دهیواد په ۳۲ ولایاتو کې د ۷۰۰۰ هکتاره نووباغونو ایجاد

8

 د ۵۷بابه صفريسړو خونو رغونه

9

د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې د زعفرانو د ۱۱۴ ټنه پیازو د توزیع له لارې دزعفرانو د ۲۲۹ نمونوی قطعو ایجاد

10

د زعفرانو د پروسس د ۵ مرکزونو ایجاد

11

هرات ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انستیتیوت د ورانۍ رغونه

12

د مالوچو د ۳۰۰ نمونوي قطعو احداث

13

د هیواد په ۱۷ ولایتونوکې د ۲۳۵بابه ممیز خونو رغونه

14

د هیواد په ۶ ولایتونو کې د ۸ بابه عصري سړو خونو ایجاد،چې ۵۰۰۰متریک ټنه ظرفیت به ولري.

15

دهیواد څلورو ولایتونوکې د ۴ بابه مسلخونو رغول.

16

د هیواد ۱۹ ولایتونوکې په مختلف النوع حیواناتو باندی د ۱۶ ملیونه واکسینو تطبیق.

17

د غوښنو چرګانو د ۷۰ بابه فارمونو ایجاد

18

د اوبو د ګرمو کبانو د ۸۰ بابه فارمونو ایجاد

19

 د هیواد  ۵ ولایاتو کې د شاتو مچېو د ۵۰۰ بستو ایجاد اوتوزیع

20

د حیوانی او ساحوی صحت ۳۹بابه کلینیکونو ملاتړ

21

د ۳۱۳.۵ متریک ټنه حیوانيخوړو رانیول.

22

دلبنیاتو د پروسس یو باب فابریکې ایجاد

23

د هیواد په ۱۵ ولایتونوکې  ۲۱۷جریبه د ځنګلونو قوریو ایجادول.

24

د هیواد ۱۵ ولایتونوکېد۹۵۲هکتاره څړ ځایونو او طبی نباتاتو رغونه او حفاظت

25

دکابل د ۴۸۰ هکتاره شنه کمر بند احداث

26

د ۲ بابه نباتي او حیوانی قرنطین سټیشنونو اعمار

27

د هیواد په ۶ ولایتونوکېد ۵ سیلو ګانو او یو باب ګدام چې مجموعی ظرفیت یی ۱۹۰ متریک ټنه وي، اعمار او بیا جوړونه.

28

د هیواد په کچه د ۴۵ زره بزګرو لپاره د روزنېزو برنامو جوړول.

29

د ظرفیت لوړونې په پار له هېواد بهر د وزرات د ۳۰۰ تنه کارمندانو استول.

30

د کرنې وزارت دپالیسی او تقنینی ۱۶ سندونو بیا کتنه او سمونه.

31

د میمنو لپاره دیو باب بازار موندنی مارکېټ ایجاد

32

 میرمنو ته د سبزیجاتو د ۲۸۵۰ کېلو ګرامه تخم توزیع کول.

33

د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې میرمنو ته د ۱۷۹۵۰ بابه کورنیو باغچو احداث.

34

 د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۳۰،۶۰،۱۵ او ۱۰۰ قطعو په ظرفیت سره د چرګانو پالنې د ۲۸۹۰۰وړو فارمونو ایجاد

35

بی بضاعته میرمنو ته د ۷۰۰ نسلي او شیدو لرونکو بزو ویش.

36

بې بضاعته میرمنو ته د ۴۰ فرده ۲ کلنو خوسکېو ویش.

37

د کرنېزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ د ۲۳ قلمه وسایلو او دمیوه جاتو د لمریزو وچولو ۵۰۰ پایی ماشینونو توزیع کول.

ضمیمې: د وزارت د عواید راپور وروسته د پورته راپور سره مل ستاسې خدمت ته استول کېږي:

لومړۍ شمیره ضمیمه:د۱۳۹۷مالي کال عواید(په افغانیو)

شمېره

عایداتی سرچېنې

دوړاندویل شویو عوایدو مبلغ په افغانیو

لاس ته راغلي عواید په افغانیو

دزیاتوالي سلنه/دعوایدو کمیښت

زیاتوالی

کمښت

1

د مرکز او ولایاتو نا مالیاتي عواید ( دکرنېزو ځمکو د اجارې کرایه،د دولتی ځمکو کرایه، د دتخنیکي وسایطو او تجهیزاتو کرایه ، د قیمتي اسنادو(صحی سرټیفیکېټونو) پلور، د لبنیاتو د پلور عواید، دکرنېزو محصولاتو پلور، د افرادو او حقوقي شخصیتونو مجازات او جریمه او متفرقه عیواید په کې شامل دي.

131.059.016

یوسلو یو ملیون نهه پنځوس زره او شپاړس افغانۍ

219.588.593

دوسوه نولس ملیونه پنځه سوه اته اتیا زره پنځه سوه دری نوی افغانۍ

68%

ټول عواید په افغانیو

131.059.016

219.588.593

68%

دویمه شمیره ضمیمه:د ۱۳۹۷مالي کال عادي او پراختیايي بودجه

۱۳۹۷مالي کال کې ټوله منظور شوې بودجه

مجموع

عادي بودجه (په عدد)

عادي بودجه (په تورو)

پراخیتایی بودجه (په عدد)

پراختیايي بودجه (په تورو)

11,746,167,010 Afs

1,643,921,586 Afs

یوملیارد شپږ سوه دری څلویښت ملیونه یو زرو پنځه سوه شپږ اتیا افغانۍ

10,102,245,424 Afs

لس ملیارده یوسلو دوه ملیونه دوه سوه پنځه څلویښت زره څلورسوه څلورویشت افغانی

د مالي کال له مخې د بودجېلګښت په مبلغ او سلنې

د بودجې لګښت

د عاديبودجېلګښت

د پراختیايي بودجې لګښت

 

په مبلغ

په سلنې

په مبلغ

په سلنې

 

په عدد

1,593,580,879 Afs

97 %

9,618,891,554 Afs

95 %

 

په تورو

یوملیارد پنځه سوه دری نوی ملیونه پنځه سوه اتیا زره اته سوه اویا افغانۍ

اوه نوي سلنه

نهه ملیارده شپږ سوه اتلس ملیونه اته سوه او یو نوی ملیونه یو زرو پنځه سوه څأور پنځو س افغانی

پنځه نوی سلنه

 
                 

درېیمه شماره ضمیمه : د وزارت/اداري تشکېل

کتنې

دګډو شرګتونو شمېر

دتصدیو شمېر

د بهرنیو نمایندګیو شمېر

د ولایتينمایندګیو شمېر

د مشاوریتونو شمېر

د مرکزي ریاستونو ۱او۲  بستونو شمېر

دمعینیتونوشمېر

0

2

0

۳۴

ولایتونه او د ننګرهار دکانال ریاست

4

37

3

 د ۱۳۹۶ کال تشکېل

0

2

0

۳۴

ولایتونه او د ننګرهار دکانال ریاست

5

37

3

د۱۳۹۷ کال تشکېل

د مرکزی کارکوونکو څانګه

د ۱۳۹۷ یم کال منظور شوی تشکېل

مامورین او استادان مامورین و استادان

اجیران

نظامیان

ټول

مرکزي کارکوونکي

ټول

ولایتي کارکوونکي

ټول

د بهرنیو نمایندګیو  کارکوونکې

ټول

دمعاش او رتبو شامل  کارکوونکې

ټول

 

اصل تشکېل

5058

3326

8384

مامور/ استاد

اجیر

نظامی

مامور

احیر

نظامی

مامور

اجیر

نظامی

مرکز

ولایات

 

932

727

3439

2488

1659

5927

 

1659

5927

7586

 

موجود

مرد

زن ښځینه

مرد نارینه

زن

مرد

زن

مرد

زن

مامور

اجیر

نظامی

مامور

اجیر

نظامی

مامور

اجیر

نظامی

مرکز

ولایات

 

4173

199

3128

86

1037

285

نارینه

ښځینه

نارینه مرد

ښځینه زن

نارینه مرد

ښځینه

مجموع

نارینه مرد

ښځینه

نارینه مرد

ښځینه

نارینه مرد

زن

مجموع

نارینه مرد

ښځینه

نارینه مرد

ښځینه زن

نارینه مرد

ښځینه

مجموع

نارینه مرد

ښځینه زن

نارینه مرد

ښځینه

ټول

 

819

113

669

58

1659

3354

85

2459

29

5927

1488

171

5813

114

7586

 
                                                                             

 

د ولایتي کارکوونکو څانګه

ځای

د کارکوونکوشمېر

ټول

ځای

د کارکوونکو شمېره

ټول

ځآی

د کارکوونکوشمېر

مامور

اجیر

نظامیان

مامور

اجیر

نظامیان

مامور

اجیر

نظامیان

ټول

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینهزن

کابل

158

5

35

0

195

بامیان

61

3

50

1

115

میدان وردک

74

0

33

0

107

بلخ

221

10

92

6

329

تخار

128

2

127

0

257

پکتیا

76

1

58

0

135

کندهار

88

2

44

1

135

جوزجان

81

5

56

0

142

پنجشیر

60

1

18

0

79

هرات

182

12

114

1

309

کاپیسا

88

2

53

0

143

سرپل

51

4

25

1

81

ننگرهار

223

1

134

0

358

پکتیکا

31

0

8

0

39

بادغیس

70

0

121

1

192

کندز

123

0

86

0

209

خوست

86

0

35

0

121

ارزگان

38

0

13

0

51

بغلان

129

1

97

1

228

کنر

101

0

51

0

152

زابل

40

0

18

0

58

بدخشان

130

4

71

0

205

نیمروز

43

2

26

2

73

دایکندي

41

2

13

2

58

لوگر

67

0

27

0

94

هلمند

105

5

22

4

207

فاریاب

96

5

56

0

157

غزني

86

1

38

0

125

فراه

66

1

36

0

103

نورستان

45

2

11

0

58

پروان

131

5

84

3

223

سمنگان

75

4

48

1

128

کنال ننگرهار

213

1

600

6

820

لغمان

86

2

50

0

138

غور

64

1

39

0

104

دټولو ولایتونو مجموعه

                                                               

مامور

اجیر

نظامی

د ټولو مجموعه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

ښځینه

114

3357

85

2459

29