​​​​​​​د اقلیم بدلون لہ کبلہ د رامنځتہ کېدونکو پېښو د خطر کمولو پروژہ (CDRRP)

mail-admin

 

د اقلیم بدلون لہ کبلہ د پیښو کمښت پروژہ د کرني اوبولګولو او مالداری وزارت اړوند د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) پہ چوکاټ کي او د نړیوال چاپیریال اسانتیايي پروګرام (GEF) پہ مالي مرستہ د پنځو کلونو پہ اوږدو کي د 1396 څخہ تر 1401 پوري پلي او بشپړیږي.

یادہ پروژہ د ننګرہار ولایت پہ بہسود، کامي او کوز کنړ او د جوزجان ولایت پہ خانقا، فیض اباد او خواجہ دوکو ولسوالیو کي د 30 سیمیزو شوراګانو پہ مټ فعالیت کوي.

موخہ

ددي پروژي موخہ، د اقلیم بدلون لہ کبلہ د طبیعي پیښو کمښت، د فزیکي شتمنیو، ځاني زیان اوړیدو څخہ مخنیوی او د زیانمنو ټولنو سیمیز اقتصاد لپارہ د ښہ معیشت فرصتونو جذب او د اړوندہ بنسټونو پیاوړي کیدل دي.

ولایتونہ

ننګرہار

جوزجان

شریکان

د چاپیریال ساتنې ملی ادارہ، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت، د بریښنا او اوبو وزارت، د افغانستان ہوا پیژندی ریاست، د حادثې د چمتووالي ملي دفتر او د ښځو چارو وزارت.

فعالیتونہ

۱- د اقلیم بدلون او طبیعی پیښو پہ وړاندي د وړتیا لوړول

د سیمہ ایز ظرفیتونو لوړول (د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزرات، سیمہ ایز پراختییای شوراګان، د پروژي ولايتي کارمندان او رضاکاران) او د اقلیم بدلون او پیښو د خطرونو پہ اړہ د معلوماتو لاسرسی، پہ کلیو او ولسوالیو کی د خلکو لپارہ رونیز برنامو پیل د اقلیم د بدلون خطرونو کمول لپارہ، او د اقلیم بدلون د خطرونو زیانمنونکي ساحو نقشہ کول.

د CDRRP رونیز پروګرامونہ د اقلیم خطرونو، ارزونہ، څارنہ او تحلیل باندې تمرکز کوي او د ماشومانو، ښځو، لویانو او معلولیت لرونکو خلکو باندی د اقلیم د بدلون خطرات پہ ګوتہ کوي.

۲- د خبرداری سیستمونہ رامنځتہ کول

د اقلیم بدلون د دوامدارہ نظارت لپارہ یو مکانیزم رامنځتہ راوړل د یو دقیق او د پیښې د مخہ د خبرتیا جوړول، ددی خبرتیاوو ګټہ اخیستنہ او د اغېزناکہ چینلونو پواسطہ خپرول.

۳- د اقلیم بدلونونو لہ کبلہ د پیښو پہ وړاندې د زیانمنونکې ټولنو لپارہ مناسب معیشت او اقتصادي فرصتونو رامنځتہ کول

د سیمہ ایز اقتصاد ظرفیت لوړولو لپارہ د معيشت فرصتونو جذبول او د زیان منونکو ډلو لپارہ پہ ځانګړي ډول کوچیان او میرمنې چې د کورنیو مشر دی د کار موندنې فرصتونو رامنځتہ کول. پہ دغو فعالیتونو کې د لنډمہالہ او بیړني سرپټونۍ جوړول شامل دي چې کیدای شي د پیښو څخہ دمخہ او وروستہ وکارول شي. د با ارزښت کرنیزو توکو معرفي، د شنو خونو جوړول، د چیلې سیستم معرفی، قوریہ جوړول، د تولید او پروسس مرکزونو جوړول او د اوبو لګولو زیربناوې جوړول.

۴-  د اړوندہ ادارو پوہہ او د معلوماتو شریکولو پیاوړتیا  

د اقلیم بدلون د خطرونو کمولو لپارہ د اړوند ادارو ظرفیت لوړول، د اقلیمی خطرونو شاملول پہ ملي او ولایتی پرمختیایي پلانونو، پالیسیو، بودیجو او پرتلہ کونکو پروګرامونو کې د CDRRP د پراخو فعالیتونو څخہ دي. د سیمہ ییز میکانیزمونو لہ لارې پوہہ، غورہ طریقې او د پروژو پایلو شریکول.

لاستہ راوړنې

د پروژې پہ پایلہ کې، ۲۵۰۰۰ کلیوالي اوسیدونکی، د ولسوالۍ او ولایتونو اړوندہ ارګانونہ تہ تخنیکی او معلوماتی روزنیز فرصتونہ بہ چمتو شي. پہ ورتہ ډول، د پیښو څخہ د مخہ د خبرداري سیسټمونو جوړولو سرہ، ۳۰ کلي بہ سیسټم تہ لاسرسی ولري. برسېرہ پردې، د ټولنو لپارہ مناسب معیشت او اقتصادي فرصتونو جذبولو پواسطہ د اقلیم بدلونونو لہ املہ زیانمنونکي ۱۰۰۰ کورنیو تہ چې ۵۰ یې کوچيان دي، او ۲۰ کورنې چی میرمنې او بې برخې وګړی سرپرست دی د بدیل معيشت او عاید ورتہ چمتو کیږي. د پروژې څلورمہ برخہ د اړوندہ ادارو د پوہې او معلوماتو شریکول دي چې د ۱۶۲ کسانو لپارہ بہ تخنیکي روزنې پلی شي. پہ پای کې، د پروژې پلي کولو سرہ، نږدې ۱۵۰۰۰ تنہ، چې ۷۵۰۰ یې ښځې دي، پہ مستقیم ډول د دې پروژې څخہ ګټہ پورتہ کوي.

ننګرہار

د بیړنی سرپټونۍ جوړول

د کنړ سیند سرہ د محافظتي دیوال جوړول

د یو ترناب کار پېل

نارنج او لیمو ۷ تولیدی قوریو جوړول

جوزجان

څارويو لپارہ د اوبو برابرولو لپارہ د بارانونو اوبہ ساتلو 7 ودانۍ

د یو سربند جوړول

د خواړوو د پروسس یو مرکز جوړول

-

د ننګرہار او جوزجان پہ ولایتونو کې 6 شنہ خونې جوړول