د دومدار معشیت لپاره د کرنېزو ارزښتونو د ځنځیرونو د ودې پروژه (EAVS)

mail-admin

د دومدار معشیت لپاره د کرنېزو ارزښتونو د ځنځیرونو د ودې پروژه (EAVS)

د دومدار معشیت لپاره د کرنېزو ارزښتونو د ځنځیرونو د ودې پروژه « EAVS» د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو له پراختیایي پروژو څخه ده. دغه پروژه دآسیایي پراختیایي بانک ((ADB له خوا د جاپان د خلکو په مرسته تمویل کېده. ددغې پروژې بودیجه  ۲۹.۴۷ میلیونه ډالره وه چې، له دې جملې څخه۱۸.۵میلیونه ډالره د جاپان د خلکو له خوا ، د بزګرانو ونډه ۱۰.۴۷میلیونه ډالره او ۰.۵  میلیونه ډالره د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ونډه وه او د ۲۰۱۲ ام کال له نومبر میاشتې څخه په پنځو ولایتونو کې شروع شوې او د ۲۰۱۷ ام کال د جون د میاشتې تر پایه د یادې پروژې ودانیزې چارې بشپړ شوې.

د دې پروژې د پلان مطابق په ټاکل شوې موده کې د کابل، پروان او بامیانو په ولایتونو کې ټولټال د پیازو او کچالو دوه زره او ۶۰۷ بابه صفر انرژۍ انفرادي او ۱۵۵ بابه کوپراتیفي صفر انرژۍ سړې خونې جوړې او همدارنګه په یادو درېوو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د ښه تولید، بازارموندنې او زېرمه کولو په پار د پیازو او کچالو ۱۰۰ نمایشي قطعې جوړول، د ناروغیو او افتونو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې ۱۱ زره او ۵۰۰ بزګرانوته چې، ۱۳ سلنه یې ښځینه بزګرانې وې روزنه ورکول، په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خوراکي تېلو «غوړیو» فابریکې جوړول او د دغو فابریکو د اړینو ماشینونو نصبول او ګټه اخیستوته سپارل هم د یادې پروژې د کړنو یوه برخه وه چې، بشپړ شوې ده.

د دومدار معشیت لپاره د کرنېز ارزښتونو د ځنځیرونو د ودې پروژه ((EAVS چې، د جاپان د خلکو په مالي مرسته تمویل کېده او موخه یې د بېوزلی له منځه وړل او په کابل، بامیانو او پروان ولایتونو کې د کچالو او پیازو د سړو خونو په جوړولو سره د بزګرانو د عوایدو لوړول وه.

لید لورید پیازو او کچالو د سړو خونو او د غوړیو د پروسس د فابریکو لرل او همدارنګه د بزګرانو د ظرفیت لوړوالی.

ماموریت:

د دې پروژې د پلان مطابق د کابل، پروان او بامیانو په ولایتونو کې د پیازو او کچالو صفري انرژۍ انفرادي او کوپراتیفي سړې خونې جوړول همدارنګه په یادو درېوو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د ښه تولید، بازارموندنې او زېرمه کولو په پار د پیازو او کچالو  نمایشي قطعې جوړول، د ناروغیو او افتونو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې ۱۱ زره او ۵۰۰ بزګرانوته چې، ۱۳ سلنه یې ښځینه بزګرانې وې روزنه ورکول، په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خوراکي تېلو «غوړیو» فابریکې جوړول او د دغو فابریکو د اړینو ماشینونو نصبول او ګټه اخیستوته سپارل هم د یادې پروژې د کړنو یوه برخه وه چې، بشپړ شوې ده.

دپروژې کلیدي موخې:

  • د دوو مهمو نباتاتو دتولید د ذیدخلو خواو وړتیا لوړول او دلازمو ورکشاپونو په لاره اچول.
  • د زېرمو جوړول او ددې پواسطه د محصولاتو (پیاز او کچالو) دضایعاتو دکچې ټېتول.
  • په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خوراکي تېلو «غوړیو» فابریکې جوړول او د دغو فابریکو د اړینو ماشینونو نصبول او ګټه اخیستوته سپارل.
  • په دوامداره توګه دپروژې د فعالیتونو تنظیم، څارنه او ارزونه.
  • په مارکیټ او هغه فصل کې چې، محصول شتون و نه لري د پیازو او کچالو د بیو متوازن ساتل.

دپروژې لاسته راوړنې:

د نمایشي قطعو شمېر

د روزل شویو بزګرانو شمېر

د بشپړ شویو سړوخونو شمېر

د سړو خونو نوع

ولایت

نمبر

۳۱

۳۶۲۰

۵۳۳

انفرادي

کابل

۱

۴۲

کوپراتیفي

۳۲

۳۶۳۸

۴۲۰

انفرادي

پروان

۲

۳۹

کوپراتیفي

4۴۶

۵۲۰۰

۱۶۹۷

انفرادي

بامیان

۳

۷۵

کوپراتیفي

۱۰۹

۱۲۴۵۸

۲۸۰۶

ټول ټال

په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خوراکي تېلو «غوړیو» فابریکې جوړول او د دغو فابریکو د اړینو ماشینونو نصبول او ګټه اخیستوته سپارل هم د یادې پروژې د کړنو یوه برخه وه چې، بشپړ شوې ده.

د ۱۳۹۷ یم کلنۍ پلان:

د « EAVS» پروژه د ۲۰۱۷ ام  کال په پای کې بشپړ شوې او د ۲۰۱۸ ام کال لپاره کوم پلان نه لري.

او همدارنګه د یادولو ده چې، د یادې پروژې کارکوونکي وتوانیدل چې، د بسپنه ورکوونکې په مشوره له ټاکل شوي موخې څخه ۲۴ سلنه ډېر کار بشپړ کړي.

دا پروژه ختمه شوې ده.