سږکال د میدان وردګو له بڼونو څه باندې ۱۲۲ زره ټنه مڼې راټولې شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۱:۲
 سږکال د میدان وردګو له بڼونو څه باندې ۱۲۲ زره ټنه مڼې راټولې شوې

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر په پرتله ددې ولایت د مڼو بڼونو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوي دي. د وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمد تسل وایي، چې سږکال ددې ولایت د مڼو له بڼونو ۱۲۲ زره او ۹۷۶ مټریک ټنه مڼې راټولې او بازار ته وړاندې شوي دي. د ښاغلي تسل په خبره تېرکال دغه شمېره ۱۰۵ زره او ۲۰۰ ټنه وه، چې دا په روان کال کې ددې ولایت د مڼو د حاصلاتو کابو ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
ښاغلی تسل وایي، که په اوسط ډول د دغو مڼو د يو من بیه سل افغانۍ په نظر کې ونیول شي، د میدان وردګو ولایت د سږ کال د مڼو د حاصلاتو ارزښت څه باندې ۱.۷۵ میلیارډه افغانیو ته رسېږي.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د میدان وردګو ولایت د خلکو په هلو ځلو هرکال په دې ولایت کې پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو د نوي ورایټیو بڼونه، چې تر نورو لس چنده ډېر حاصل ورکوي جوړې شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې هم په میدان وردګو ولایت کې د مڼو د بڼونو د ترویج په پار پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو بڼونه جوړې کړي دي.
د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نور هغه کړنې دي، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوې دي.
په میدان وردګو کې بېلابېل مېوې شتون لري خو ددې ولایت مڼه نړیوال شهرت لري. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې سبب شوې، چې میدان وردګ په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
د ښاغلي تسل په خبره په دې وروستیو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هلو ځلو په دې ولایت کې د بڼوالۍ چارې پراخي شوي دي او د پخوانیو او زړو بڼونو ترڅنګ د مېوو ډېر شمېر نوي بڼونه هم جوړې شوي دي.
ددغه ولايت مڼې ډېرې مشهورې دي، جورسې، مارلينګ، بيروتۍ او ژېړې مڼې یې تر نورو ډيرې مشهورې دې، دغه راز څو ډوله نورې مڼې او زردالو، ګیلاس، شفتالو، بادام، ناک، آلوبالو، انګور، چهارمغز او نورې مېوې هم په دغه ولايت کې پرېمانه کيږي او د هېواد يو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کيږي.
د وردګو اقلیم سوړ او په ژمي کې یې هوا ډېره سړه اما په اوړي کې معتدله وي ځکه نو ددې سیمې مڼې او زردالو تر نورو سیمو غوره والي لري، په ځانګړې توګه د وردګو مڼې په سیمه ییز او آن ڼړیواله کچه شهرت لري او دغه ولایت په افغانستان کې د مڼو د تولید له اړخه مشهور ولایت دی.
نرخ، چک، جلرېز، سیداباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالۍ او د میدان وردګو مرکز میدان ښار په دې ولایت کې د مڼو عمده تولیدوونکي سیمي دي.
په ټولیزه توګه په دې ولایت کې د مڼو څه باندې اته زره او ۲۶۴ هکټاره بڼونه شتون لري، چې د مڼو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په کې اېښودل شوي دي. د دغو مڼو له ډلې جورس، مالینګ، بیرتی، ژیړې، شاهي، کدومڼه او نازک بدنې مڼې د یادولو وړ دي.
تر لاسه شوې شمېرې ښيي، چې د وردګو د مڼو سږنۍ حاصلات ۱۲۲ زره او ۹۷۶ مټریک ټنو ته رسیږي، چې د کورنیو بازارونو سربېره بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان، هند، متحده عربي امارات او چین ته به هم صادر شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس ولید تسل وویل، چې د یاد ولایت د مڼو حاصلات له تېرو پنځو کلونو را په دې خوا په ډېرېدو دي هغه وویل: «له تېرو پنځو کلونو څخه ددې ولایت د مڼو حاصلات له ۹۰ زره مټریک ټنو څخه تر نږدې ۱۲۳زره مټریک ټنو پورې رسیږي. محیطي شرایطو ته په پام سره هر کال د مڼو په حاصلاتو کې بدلون راځي. په تېر ۱۳۹۷ یم کال کې ددې ولایت د مڼو حاصلات ۱۰۵ زره ټنو ته ورسېد خو سږ کال نږدې ۱۲۳ زره ټنه ده.»
ښاغلی تسل زیاته کړه، چې ددې ولایت د مڼو حاصلات ډېر خو د مڼو ساتلو په پار سړې خونې او زېرمتونونه په نشت حسابیږي د هغه په خبره ددې ولایت د مڼو سړې خونې د یو زر او ۵۰۰ مټریک ټنه مڼو ظرفیت لر خو په دې وروستیو کې به ددې ولایت په مرکز کې د ۵۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت د مڼو بله سړه خونه هم جوړه شي خو بیاهم ددې ولایت د مڼو بڼوالو ستونزې نه شي هوارولی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا شته. د ښاغلي تسل په خبره ددې ولایت د بڼوالو بله ستونزه د مېوو د پروسس د مناسب مرکز نشتون دی، د میدان وردګ د کرنې رییس وویل: «په دې ولایت کې د مېوو د پروسس مناسب مرکز نشته، چې په نړیوالو سټنډرډونو مېوه پروسس او بازارته وړاندې کړي او دا په خپله د مېوو د بازارموندنې په برخه کې لوی خنډ دی.»
ولید احمدتسل وویل، چې ددې ولایت د مېوو او سبو د پلور او بازارموندنې په پار د مېوو او سبو ټولنې هم جوړې شوي دي، چې تر دې وروسته د امنیتي ځواکونو او دولتي ادارو د اړتیا وړ مېوه او سابه به د همدغو ټولنو له لارې چمتو شي، چې دا چاره ددې ولایت د مېوو په ځانګړې توګه د مڼو او سبو د پلور لپاره ښې زمینې برابروي.
د میدان وردګو ولایت بڼوال وايي، چې د چارواکو د هڅو په تېره بیا د ولسمشر پاملرنې هیله من کړي، چې له دې وروسته به یې محصولات له خوسا کېدووژغورل شي. پخوا د میدان وردګو د بڼوالۍ محصولات د مارکېټ د نشتوالي له ستونزو سره مخ وو خو د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه ددې ولایت محصولات په ځانګړې توګه مڼې د دولتي ادارو په خوارکي مینو کې شامل شوي دي.
بڼوال وایي، دا چاره به د میدان وردګو ولایت له بڼوالو سره مرسته وکړي چې خپل محصولات په مناسبه بیه بازار ته عرضه کړي.
ښاغلي تسل وویل، ددې ترڅنګ چې تېر کال ددې ولایت د مڼو حاصلات د وچکالۍ له امله زیان من شوي و خو بیاهم بڼوال دقناعت وړ حاصل لاسته راوړ او له خپلو حاصلاتو خوښ و. د ښاغلي تسل په خبره روان کال پریمانه ورښتونه او بڼوالو او بزګرانو سره د کرنې ریاست همکارۍ او سلا مشورې ددې لامل شوي، چې ددې ولایت د مېوو او کرنیزو توکو د محصولاتو کچه لوړ شي.
باید وویل شي، چې په دغه ولایت کې د مڼو د بڼونو صنعتي بڼه د لومړي ځل لپاره د ډاکټر عبدالوکیل خان لخوا په پرمختللې بڼه بدله شوه او ددې ولایت ګروندګر وهڅول شول، تر څو په خپلو ځمکو کې د مڼو اصلاح شوي نیالګي کېنوي.
د مڼې روغتیایي ګټې
یو انګلیسي متل دی، چې وایي: «که په ورځ کې یوه مڼه وخورئ، نو هېڅکله به ډاکټر ته ورنه شئ.»
دا خبر د دې ښوودنه کوي، چې په مڼه کې په پراخه کچه ویټامینونه او روغتیا بښوونکي مواد شتون لري.
مڼه په بشپړه پیمانه د «P، B2، B1، A او C» ویټامینونه لري.قندونه یې په ځانګړي ډول ګلوکوز او سلولوز دي. سر بېره پر دې معدني مالګې لکه:فاسفورس، کلسیم، مګنیزیوم، پوټاشیم او نور په خپل ترکیب کې لري.
مڼه د بدن په روغتیا او د پوستکي ښکلا او تازه ساتلو کې ډېر رول لري. د ینې د ناروغیو د نقرص، روماتېزم او ډیابت د ناروغانو لپاره ښه مېوه ده.
د روغتیا پالانو له لید لوري مڼه ډېرې روغتیا یي ګټې لري، چې یوشمېر یې په دې ډول دي؛ مڼه نس ناسته له منځه وړي، د مڼې مربا ټوخی له منځه وړي او غږ صافوي، تروه مڼه یا د هغې نچوړ، چې څوک ډېر تږی کېږي د هغه لپاره ښه دی، تروه مڼه قبضیت لري او د کانګو ( استفراق ) حالت له منځه وړي ، تروه مڼه پخه کړئ، د خوني اسهال ښه درمل دي. مڼه په ډېره پیمانه کلسیم لري او د مڼې کلسیم له بدن سره مرسته کوي، چې د نورو خوړو کلسیم هم جذب کړي .تر نورو خوړو مخکې د مڼې خوراک اورۍ قوي کوي، مڼه اشتها ډېروي.د مڼې خوټېدلې اوبه د معدې او سږو د ناروغیو لپاره ګټورې دي.د مڼې خوراک د هغو کسانو لپاره هم ډېر ګټور دی، چې د شکرې ناروغۍ لري، ځکه چې د وینې د خوږو کچه نه لوړوي، مڼه د صفرا کڅوړه او د پښتورګو د تیږو په حل کې مهم رول لري.مڼه د بد هضمۍ لپاره تر ټولو ښه او اغېزمن درمل دی، ځکه په ډېره پیمانه پکتین لري.
د مڼې اوبه د پوستکي د ښکلا لپاره، په ځانګړې توګه د پوستکي د ګونځو په له منځه وړلو کې ډېرې ګټورې دي، د دې کار لپاره د یوې تازه مڼې اوبه را واخلئ، د شپې او سهار له مخې یې د خپلې غاړې او مخ په پوستکی وموښئ .
د یادونې وړ ده، چې په مڼه کې شته ویټامینونه د هغې په پوستکي کې ډېر دي، هغه کسان چې کولای شي د مڼې پوستکی هضم کړي، نو غوره ده، چې له پوستکي سره یې وخوري، که چېرې غواړئ، چې پوستکی یې لرې کړئ، نو غوره ده، چې ډېر نازک یې لرې کړئ .هغه کسان چې غواړي ډنګر شي، نو هرومرو دې مڼه له پوستکي سره وخوري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت