د کرنې په وزارت کې د خوړو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
از روز جهانی غذا در وزارت زراعت تجلیل شد

۲۵ تله ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اکټوبر ۱۶مه چې د خوړو نړېوالې ورځې سره سمون خورې په یوه ګډه برنامه کې، چې د عامې روغتیا او د اوبو او انرژۍ وزارتونو استازي او دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» او د خوړو نړېوال پروګرام «WFP» استازي هم شتون درلود ولمانځل.

په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، چې د نړۍ په کچه نږدې ۸۲۰ میلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخه دي. ښاغلي غفوري وويل، چې په نړۍ کې د لوږي سره مخ ډېری کسان ماشومان دي. هغه وویل، چې بېوزلي، جنګ او جګړې، ناسم سیاسي وضعیت، خرابه پالیسۍ، کمزوره اقتصاد او د کډوالی زیاتوالی په نړۍ کې د خوړو د نه خوندیتوب او کموالي اصلي لاملونه دي. ښاغلي غفوري وویل، چې په نړۍ کې هر کال کابو ۱.۳ میلیارډ مټریک ټنه خواړه ضایع کیږي، چې دغه خواړه کولای شي، په کال کې د نړۍ کابو دوه میلیارډه وکړي تغذیه کړي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز وویل، چې د افغانستان کابو نیمایي وګړي هم کافي خوړو ته لاس رسي نه لري. هغه دغه راز وویل، چې د تېر ژمي د ورښتونو له امله په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د حاصلاتو کچه زیاته شوې ده. حشمت الله غفوري وویل: «ددې لپاره چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، موږ هلې ځلې کوو، چې د باکیفیته تولید کچه لوړ کړو تر څو ټول خلک کافي غذایي موادو ته لاس رسی ولري. دغه راز د کرنې وزارت د بېوزلی د کچې ټېټولو، دوامداره پراختیا او په ټوله کې د خوړو خوندیتوب په موخه د خلکو د اقتصاد او معیشت د ښه کولو په برخه کې هلې ځلې کوي.»

حشمت الله غفوري دغه راز وویل، چې د کرنې وزارت په هېواد کې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې اغېزناک ګامونه اخیستي دي. د هغه په خبره ددې وزارت ډېری کړنې په هېواد کې د تغذیي او غذایي وضعیت ښه کول او د کورنیو اقتصادي وده ده. ښآغلي غفوري وویل: «د کرنیزو محصولاتو لکه غلو دانو د تولیداتو ډېروالی او دغه راز د بڼوالۍ محصولات کابو ۲۰ تر ۳۰ سلنه زیاته شوې ده او موږ د تېر کال په پرتله یوازې د غلو دانو په برخه کې ۴۲ سلنه زیاتوالی لرو.»

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز وویل، چې یاد وزارت غذایي توکو ته د خلکو د لاس رسی د ډېروالي په پار پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي، چې په کې د ګیاوو د افتونو پر وخت کنټرول، پر لږ عاید لرونکو کورنیو د شنوخونو او د چرګانو روزنې فارمونه وېشل، میلیونونه مثمر نیالګي وېشل، د شېدو د راټولولو او پروسس مرکزونه جوړول او لسګونه نورې کړنې شامل دي. ښاغلي غفوري وویل، چې د کرنې عصري کول د کرنې وزارت نورې کړنې دي. هغه دغه راز وویل، چې یاد وزارت په پام کې لري، چې ۱.۵ میلیون هکټاره نوي ځمکې هم د کرنیزو فعالیتونو تر پوښښ لاندې راولي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیا یي چوپړونو د وړاندې کولو مرستیال فدامحمدپیکان، په دې غونډه کې وویل، چې د خوړو نه خوندیتوب تر ډېره ماشومان ځپي. د هغه په خبره، په افغانستان کې ۳۷ سلنه تر پنځو کلونو کم ماشومان په ټېټ قد او مزمنه خوارځواکۍ اخته دي. ښآغلي پیکان وویل، چې د خوارځواکۍ لامل یوازې د خوړو کموالی نه دي، د هغه په خبره دځېنو کورنیو نه پاملرنه او له ناسالمو خوړو څخه ګټه پورته کول هم د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کیږي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د تنظیم مشر احمد ویس وزیري هم د خوړو د نړوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل، چې اوبه، کرنه او تغذیه له یوبل سره اړیکې لري. د هغه په خبره که کافي اوبه شتون ونه لري کافي خوړو ته لاس رسی هم ستونزمن کار دی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» یو چارواکی فبریزیو سیساریټي، وایي، چې په ټولو هېوادونو کې د خوړو نه خوندیتوب شوتن لري، خو د افغانستان ۴۴.۶ سلنه وګړي کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او ۳۳.۶ سنله ماشومان په ټېټ قد او خوارځواکۍ اخته دي. د سیساریټي په خبره د خوړو ډېر خوړل او ډېر وزن هم د خوړو نه خوندیتوب پورې تړلې دي. هغه وویل، چې د نړۍ کابو دوه میلیارډه وکړي د ډېر وزن ستونزه لري. هغه وویل، چې ناسالمه تغذیه د نړۍ په کچه د ډېرو ناروغیو لامل کیږي.

دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» مرستیال پاورټي هم وایي، چې کافي خوړو ته لاس رسی د خوړو د خوندیتوب په مانا نه ده. هغه وویل، چې د خوړو له خوندیتوب څخه بېلابېل تعبیرونه کیږي لکه دا، چې په افغانستان کې ممکن وویل شي، چې وچه ډوډۍ ته کافي لاس رسی د خوړو د خوندیتوب په ماناده.

په همدې حال کې د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکی ټینګار وکړ، چې سالم او کافي خوړو ته لاس رسي، د انسانانو او هېوادونو په روغتیا کې مهم رول لري.