لوگر کي د تخمونو تولیدي شرکتونه میکانیزه شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۱۴:۴۶
 لوگر کي د تخمونو تولیدي شرکتونه میکانیزه شوې


د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت دتخمونو تولیدي شرکتونه میکانیزه شوي دي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې دکرنې وزارت د د CLAP/ICARDA برنام ېه په همکارۍ ددې ولایت په مرکز پل علم او برکي برک او محمدآغې ولسوالیو کې د تخمونو تولیدي شرکتونه جوړ وشوي دي. دغو شرکتونو ته ودانۍ او ګدام ، د تخمونو د پروسس ماشینونه، جنراتور، تخم پاش او تریشل ورکړل شوي دي، چې ټولیز لګښت یې ۲۷ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ ده.
د لوګر د کرنې رایست چارواکي وایي، چې د میرویس کرنمل شرکت هم یو له دغو درېوو شرکتونو څخه دی چې نوموړي شرکت ته د غلو او حبوباتو د تخمونو د پروسیس ماشینونه، جنراتور، د تخم پاش ماشین، تریشل اوټراکټور ورکړل شول.
د نوموړو ماشین آلاتو په استفادې سره به تولید شوي تخمونه له هر ډول هرزه ګیاوو، مات شوي او پوچ تخمونو څخه پاک او درجه بندي شي.
دلوګر د کرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې د تصدیق شویو تخمونو په ترویج سره په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د تولید کچه لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

بازگشت