کندهار کې د کب روزنې صنعت په پراخېدو ده

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۰:۷
کندهار کې د کب روزنې صنعت په پراخېدو ده
۲۹ زمری ۱۳۹۹
په کندهار کې د کبانو فارمونو په بې سارې توګه وده کړې او په دې وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې یو زر او ۶۰۰ بابه لوی او کوچني فارمونه جوړ شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په کندهار کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال له پنځه تر شپږ زره ټنه غوښه تولیدوي، چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
د کبانو دغه شمېر فارمونه د کندهار ولایت په بېلابېلو څنډو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ جوړې شوي، چې ډېری فارمونه یې په کندهار ښار، دامان، ډنډ، ارغنداب، شاولیکوټ، خاکرېز، سپین بولدک، ژېړۍ، پنجوايي، تخته پُل او میوند ولسوالیو کې دي.
د کندهار دکرنې رییس انجنیر سیدحفیظ الله سیدي وایي، چې له یادو فارمونو څخه د کبانو د روزنې ترڅنګ د سیمې د ښېرازې او سمسورتیا په پار د بڼونو د خړوبولو په پار هم ګټه اخیستل کیږي. ښاغلي سیدي وویل، چې په دې ولایت کې د کبانو د نویو هچریو په جوړېدو سره به په کور دننه فارم لرونکو ته په کم لګښت د کبانو د بچیو وېش هم پیل شي.
په ورته وخت کې د کندهار د مالدارۍ دترویج مدیرانجنیر محمدالله نوري وایي، چې په دې ولایت کې د کبانو صنعت د پراختیا په پار بېلابېلې پروژې پلي شوي دي، چې په کې دکبانو روزنې واړه او لوی فارمونه جوړول، د کبانو د بچیو د تولید په پار د کبانو د هیچري فارم جوړول او د کبانو پر فارم لرونکو د کبانو د بچیو او اړینو توکو وېش شامل دي. ښاغلي نوري وویل، چې په کندهار کې د کبانو ترټولو غټ فارم ۷۳ جریبه مساحت لري، چې په دامان ولسوالۍ کې جوړه شوې ده. دغه فارم چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» او خصوصي سکټور په ګډه همکارۍ جوړه شوې ده، د کبانو د بچیو د تولید او روزنې په پار ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. ښاغلی نوری وایي په کندهار کې د کبانو د صنعت پراختیا ته د خلکو لېوالتیا ورځ تربلې زیاتیږي.
نوموړی وویل، چې په کندهار کې درې ډوله کبان؛ معمولي کارپ « Common Carp»، سلور یا سپین زر کارپ « Silver Carp» او واښه خوړونکی ګراس کارپ« Grass Carp» روزل کېږي.
د ده په وینا، په یوه جریب فارم کې دوه زره او ۵۰۰ کبان روزل کېدای شي، چې په کال کې هر یو کب له یوه کیلو څخه تر دوه کیلو ګرام وزن اخلي او ۹۰ سلنه خوراک یې شنه واښه دي.
د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نژدې راتلونکې به کندهار د کبانو په يوه لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونوکې په افغانستان کې د کب روزنې ډېر فارمونه جوړ شوې، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.
نورالله پتمن- کندهار

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې ۵۰۰ کسانو ته د سبو تخمونه او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ دهدادي ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت، د ډبلیو ایچ ایچ مووسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۵۰۰ مستحقو کسانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

هلمند کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

کندهار کې پر سلګونو بزګرانو د پنبې اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ  له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو. ان. او. ډې. سي) په. . .

بازگشت