د خالد بن ولید قول اردو رییس ارکان او د لغمان د کرنې رییس د ګمبیري دښتې د ځمکې د منازعې د حل په موخه ناسته ترسره کړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۶
د خالد بن ولید قول اردو رییس ارکان او د لغمان د کرنې رییس د ګمبیري دښتې د ځمکې د منازعې د حل په موخه ناسته ترسره کړه

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د خالد بن ولید قول اردو د رییس ارکان الحافظ انځرګل سره د ګمبیري دښتې د ځمکې د منازعې د حل په موخه ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د کرنې ریاست د ځمکوالۍ آمر مولوي سمیع‌الحق شهامت، د اجاره ورکونې، کدستر، تصفیې او د ځمکو د معلوماتو سستم مسؤلین، او همدا راز د خالد بن ولید قول اردو د تاسیساتو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
په ناسته کې د قول اردو د رییس ارکان الحافظ انځرګل وویل، چې د ګمبیري دښتې هغه برخه چې دا مهال د کرنې ریاست له لوري په اجاره ورکړل شوې، د قول اردو د تاسیساتو اړوند ده او د یادې سیمې رسمي نقشه هم ورسره موجوده ده.
په مقابل کې د لغمان د کرنې رییس څرګنده کړه، چې د ګمبیري ټولې دښتې امارتي املاک دي او د امارتي املاکو قانوني مالکیت د کرنې ریاست پورې اړه لري. نوموړي زیاته کړه، چې د یادې ځمکې سروې او کدستري نقشه د کرنې ریاست ملکیت په واضح ډول تثبیتوي.
د هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د کرنې ریاست او قول اردو په ګډه یو راپور ترتیب کړي او د استهدا لپاره یې دواړو اړونده ارګانونو ته وړاندې کړي، څو په مرکز کې نهایي پرېکړه وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت