کابل کې د لبنیاتو د پروسس د یوې لویې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۵:۷
کابل کې د لبنیاتو د پروسس د یوې لویې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې

۷ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل د ریش‌خور په سیمه کې د لبنیاتود پروسس [UHT] د یوې لویې فابریکې د جوړولو چارې نن رسماً پیل شوې. دغه فابریکه د ۳.۳ میلیونه ډالرو په لګښت، چې په کې د یادې فابریکې ودانیزې چارې او نور تجهیزات هم شامل دي جوړيږي او ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي.
دغه فابریکه د کرنې وزارت اړوند د خلکو په ګډون د کرنې اومالدارۍ برنامې له لارې « CLAP»، د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD» په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې "FAO" په تخنیکي همکاریو د ۳.۳ میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي.
ټاکل شوې، چې د لبنیاتو دیادې فابریکې د جوړولو چارې د ۲۰۲۰م زیږدیز کال د جولای او اګست تر میاشتو بشپړ او رسماً د باکیفیته لبنیاتو پروسس پیل کړي. د ریش خور د لبنیاتو د پروسس فابریکه په هر ساعت کې د پنځه زره لیټره او په یو شپه او ورځ کې د ۸۰ زره لیټره شېدو د پروسس وړتیا لري.
ددې فابریکې د بنسټ اېښودلو په غونډه کې دکرنې وزیر نصیر احمد درانی وویل: «دغه فابریکه د [UHT] په ډول او په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ زره لیټره شېدو د پروسس په وړتیا جوړیږي، چې دغه فابریکه به اووه ډوله ښه کیفیت لرونکي لبني مواد یعني شېدې، مستې، تروې، قیماق، چکه، کوچ او پنیر به تولید کړي.» ښاغلی درانی زیاته کړه، چې ددې فابریکې د کار په لومړی پړاو کې د کابل، پروان، لوګر او میدان وردګو ولایتونو د مالدارانو شېدې راټولیږي او په دې فابریکه کې پروسس کیږي، نور نږدې ولایتونه به هم په دې فابریکه کې شامل شي. دغه فابریکه په لومړي پړاو کې په څلورو ولایتونو کې ۱۰ زره مالداره کورنۍ تر پوښښ لاندې نیسي.

ښاغلی درانی وویل: «ددې فابریکې د جوړولو ټولیز لګښت ۳.۳ میلیونه ډالر اټکل شوې، چې په کې ددې فابریکې د ودانیو جوړول، د توکو برابرول او د فابریکې ټول امکانات شامل دي، چې تمویل کوونکی یې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD» او پلي کوونکی یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان "FAO" دی.

ددې فابریکې په جوړېدو سره ټاکل شوې، چې د پروان، لوګر، میدان وردګ او کابل ولایتونو د مالدارانو اضافي شېدې په منظم ډول راټول او له پروسس وروسته به هېوادوالو ته ښه کیفیت لرونکي لبني مواد چمتو او د دوی په واک کې به ورکړل شي.

د کرنې وزیر وویل، «ددې ترڅنګ ددې فابریکې فعالېدل(په ورځ کې د څه باندې ۸۰ مټریک ټنو په کچه) د لبني محصولاتو د وارداتو د کچې د ټیټېدا لامل هم کیږي، چې له اقتصادي ودې سره مرسته کوی.» په دې فابریکه کې اته زره مالدارو کورنیو او څه باندې ۱۵۰ کسانوته دایمي دندې هم برابریږي.

ښاغلی درانی وویل: «الحمدالله د مالدارۍ سکټور ته پاملرنه ډېر شوې، په تېر کې دې برخې ته ډېره پاملرنه نه وه شوې. د غوښې په برخه کې تقریباً پر ځان بسیا شوي یو. که په دې اساس فکر وکړو چې په افغانستان کې یو کس په کال کې ۶۰ تر ۶۵ لیټره شېدې مصرفوي او زموږ تولید چې په کال کې کابو ۱.۹۵۲ میلیون مټریک ټنه ده نو زموږ اړتیا به ۲.۱۱ میلیون مټریک ټنه وی، که دا محاسبه کړو موږ ۹۲ سلنه پر ځان بسیا شوي یو.»

نصیر احمد درانی وویل، چې د کرنې وزارت له خوا تر دې دمه د کابل، پروان، لوګر، او میدان وردګو په ولایتونو کې د شېدو راټولولو کابو ۸۰ مرکزونه او دغه راز کابو ۲۰ سړې خونې جوړې شوي دي، چې ددغو مرکزونو راټول شوي شېدې به په صحي ډول د ریشخور د لبنیاتو یادې فابریکې ته منتقل شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې سازمان مرستیال فبریزیو سیسورټي هم ددې فابریکې د جوړولو له امله د کرنې وزارت دغه ګام وستیال او ویي ویل، چې د شېدو پروسس د کورنیو داقتصاد په ښه کولو کې مرسته کوي.

هغه وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له ۲۵ کلونو را په دې خوا په افغانستان کې فعالیت کوي، او تر دې دمه په څلورو لویو ولایتونو کې د شېدو د پروسس پنځه فابریکې چې په ورځ کې د ۲۵ زره لیټره شېدو د پروسس وړتیا لري جوړې کړي دي. ښآغلی سیسورټي وویل، چې په کابل کې د لبنیاتو پروسس د یادې فابریکې په جوړېدو سره افغانستان ته د لبتیاتو د پروسس دوارداتو کچه کابو ۲۵ سسلنه کموي.

د کرنې وزارت د احصایې شمېرې ښیي، چې په منځنۍ کچه هېواد کې د کال ۱۳۹ زره مټریک ټنه د غوا غوښه او یو میلیون او ۹۵۲ زره او ۱۹۵ ټنه شېدې تولید او مصرفیږي.

دغه راز په کال کې د ۸.۵۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د غوا پوستکي او د ۲۱۸ زره او ۹۵ امریکایي ډالرو په ارزښت د کروتو په کلنۍ صادراتو سره مالدارۍ په ناخالص ملي کرنیز تولید کې عمده ونډه لري، چې د ټول هغه ۱۵ سلنه جوړوي.

ددغو شمېرو له مخې، د مالدارۍ په برخه کې دمګړۍ ۳۳۵ زره او ۱۶۰ هېوادوال په دندو بوخت دي او د کرنې وزیر په وینا، «په دودیز ډول د شېدې ورکوونکو څارویو په پالنه کې مېرمنې کابو ۵۱ سلنه اساسي ونډه لري.»

د کرنې وزیر ددې فابریکې د جوړولو د چارې پیل«د مالدارۍ د ودې، ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې یو بل ستر ګام وباله» چې کولای شي، «د لبنیاتو د وارداتو په ټېټولو او د ملي اقتصاد په وده کې» مرسته وکړي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۶
Background image

فاریاب کې د قرآن کریم د حافظانو د پګړي تړلو په مراسمو کې د کرنې وزیر ګډون

۳۰ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې د خالد بن ولید (رض) مدرسې د ۱۱ تنو د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۱
Background image

کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

د افغانستان د بيا رغونې او د ښځو د تعليم ادارې (ارو) مؤسسې مسولینو د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره  دلمریزي برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو په موخه د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له. . .

بازگشت