هلمند کې د پنبې کرکېله په پراخېدو ده

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۰:۲۹
هلمند کې د پنبې کرکېله په پراخېدو ده

افغان بزگران له ډېر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکی هېواد وو. په افغانستان کې د پنبېډېرې کارخونې هم شتون درلود، چې په زرونو کسانو په کې کار کاوه. خو د څو لسیزو ناخوالو او جګړو یاد صنعت هم ټکنۍ کړ. په دې ورستیو کلونو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د پنبې کارخونې یووار بیا فعاله شوې خو اوس هم دغه سکټور ډېرې مرستې ته اړتیا لري.
اوس مهال په ټولیزه توګه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په نږدې ۴۵ زره هکتاره ځمکه کې پنبه کرل کیږي.
پروان، کنړ، ارزګان، فاریاب، هرات، بغلان، جوزجان، کندز، لغمان، تخار، کاپیسا، ننګرهار، بلخ، سمنګان، سرپل، هلمند او کابل هغه ولایتونه دي، چې په کې پنبه کرل کیږي. د دغو ولایتونو له ډلې هلمند کې تم کیږي.
هلمند هغه ولایت دی، چې پخوا د پنبې د تولید په برخه کې نوموتی ولایت و. ددې ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت په مرسته یې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په دې برخه کې ددې ولایت پخواني برم بېرته ترلاسه کړي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې په ۱۳۹۷ یم کال کې ددې ولایت په ۱۳ زره هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه، چې له فې هکټاره څخه یې ۴.۱ مټریک ټنه پُنبه تر لاسه شوې وه خو په روان ۱۳۹۸ یم کال کې ددې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې د پنبې کرکېله شوې چې في هکټار یې ۴.۱ مټریک ټنه پنبې په ورکولو سره له دغو کروندو څخه ټولټال ۶۵ زره او ۲۳۱ ټنه حاصل تر لاسه شوي دي.
دهغه په خبره په دې ولایت کې د پنبې دکرکېلي د ودې او پراختیا په پار پر بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخونه، کیمیاوي سرې، داړتیا وړ درمل او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې بزګرانو او ځمکوالو ته د پنبې ۴۵ ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي.

دهلمند ولایت بزګر وایي چې د پنبې د محصولاتو زیاته برخه یې د پلورلو لپاره ګاونډیو ولایتونو ته انتقالوي او د نورو ولایاتو په پرتله یې حاصلات ښه بازار لري.

دهلمند مالوچ چې پخوا یې د سپینو زرو نوم درلود د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کېدل، خو د بودیجې د نشتون له امله نږدې شپږ کاله کیږي، چې د بُستتصدۍ فابریګه له بزګرو مالوچنه پېري او یاده فابریکه فعالیت نه لري.

په هلمند کې د بُست تصدۍ مشر وايي،چې د بوديجې نشتون يې د کارونو پر وړاندې خنډونه دي، د دې فاريکې مشر زیاتوي چې ، دبُست تصدۍ فابریکه د ۳۰ زره ټنه پنبېد پروسس وړتیا لري، خو د اړتیا وړ بودیجې د نشتون په وجه يې کارونه په ټپه ولاړ دي.

نږدې ۶ کاله وړاندې دهلمند بُست فابریکه کې له پنبې مالوچ، غوړي، صابون، او کونجاړه تولیدول.

هېواد کې د مالوچو ترټولو لویه فابریکهبیا د هرات په صنعتي پارک کې شتون لري. د «طلای سفید افغان» کارخونه د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په پانګونې سره په ۱۳۹۶ یم کال کې پرانیستل شوه. د « طلای سفید افغان» د کارخونې چارواکي وایي، چې دغه فابریکه د څه باندې۷ میلیونه ډالرو په پانګونې سره له پنبې څخه د خالص تار د تولید په موخه جوړه شوې ده. د دوي په خبره یاده فابریکه په ورځ کې د ۶ تر ۹ټنه خالص تار د تولید وړتیا لري، ددې ترڅنګ په دې فابریکه کې ۳۵۰ کسانوته په نېغه او زرګونو نورو کسانو ته په نانېغه توګه د کار زمینه هم برابره شوې ده. ددې فابریکې تولیدات د کورنیو بازارونو ترڅنګ د سیمې او نړۍ بازارونو ته هم صادریږي. ددې فابریکې ترڅنګ اوس مهال په افغانستان کې د نساجي یوشمېر فابریکې فعالي دي، خو د دغې برخې د ودې لپاره لا ډېر کار ته اړتیا شته.
د کارخانو تر څنگ په کلیو کې ښځي په سنتي ډول هم له پنبې څخه تار جوړوي.
په وروستیو کلونو کې یو شمېر نړیوالو مرستندویه سازمانونهافغان مېرمنو ته داسې ماشینونه ورکړل چې په مرسته یې هغوی له پنبې تار جوړولای شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د پنبې دکرکېلي او ترویج په موخه د پنبې ننداریزې قطعې جوړې کړي دي او ترڅنګ یې پر هغو بزګرانو چې د پنبې کرکېله کوي د پنبې د کرکېلي او حاصل ټولولو اړین توکي هم وېشلي دي.
له پنبې څخه له غوړو نیولي بیا تر کالو پوري توکې تولیدیږي. پخپله د پنبې دانې بوټی کېدای شي، چې د سون موادو او یا هم د نورو بوټو لپاره د کیمیاوي کود په توگه وکارول شي.
پنبه د غنمو د حاصلاتو تر ټولولو وروسته کرل کیږي. کله چې د پنبې ۶۰سلنه غوزې خولې خلاصي کړي بیا يې نو حاصلات ټولیږي. تر دې وروسته بیا له دانو څخه د پنبو جلا کولو بهیر پیلیږي.
افغانستان له خپلې پنبې څخه یو شمېر تولید شوي ټوکران بهر ته هم صادروي.
افغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی هېواد وو، په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډېرې هڅي رواني دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۶
Background image

فاریاب کې د قرآن کریم د حافظانو د پګړي تړلو په مراسمو کې د کرنې وزیر ګډون

۳۰ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې د خالد بن ولید (رض) مدرسې د ۱۱ تنو د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۱
Background image

کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

د افغانستان د بيا رغونې او د ښځو د تعليم ادارې (ارو) مؤسسې مسولینو د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره  دلمریزي برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو په موخه د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له. . .

بازگشت