پکتیا کې د تور الماس ترنامه لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۳۲
پکتیا کې د تور الماس ترنامه لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
پکتیا کې د تور الماس ترنامه لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو؛ د تور الماس ترنامه لاندی دغه نندارتون، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د یوه خصوصي شرکت لخوا جوړ شوی بېلابېل افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوې.
د تور الماس ترنامه لاندې دغه ستر نندارتون چې پکتیا پوهنتون کې پرانیستل شو د سیکارم احمدی بازار موندنې شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړ شوی، چې بېلابېل افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوې ده.
په دغه نندارتون کې د پکتیا مرستیال والی شیخ انعام الله صلاح الدین، په مشری د ملکي اداراتو رییسانو، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عشر آمر مولوي زاهب الله ارسلا او د یاد ریاست کارکوونکي په ګډون د نندارتون له بېلابېلو غورفو څخه لیدنه وکړه، د یاد نندارتون په جوړولو یی خوښي اوښوده او زیاته یی کړه، چی د داسې نندارتونو دایرول به د تولیدونکو او بازار ترمنځ د یو ارطباتي پول  په رامنځته کولو کې یو مهم رول ولري.
د دې نندراتون ګډونوال او صنعت کاران د افغاني تولیداتو لا پراختیا په برخه کې دغه ډول نندارتونونه خورا ګټور بولي او هیله من دي، چې په دې سره به د هېوادوالو صنعت او سوداګرۍ لا وده وکړي.
د یادوني وړ ده، چې د تور الماس دغه نندارتون ګډونوال او صنعت کاران له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د افغاني تولیداتو بازار موندنې برخه کې لازمې اسانتیاوې او سهولتونه برابر کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت