نیمروز کې د پنبې حاصلات نږدې لس چنده زیاته شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۱:۱
نیمروز کې د پنبې حاصلات نږدې لس چنده زیاته شوې

د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د پنبې (مالوچو) د کروندو ارزونې ښیي، چې د دې ولایت د پنبې سږني حاصلات به پنځه زره ټنو ته ورسیږي، چې د تېرکال په پرتله نږدې لس چنده زیاتوالی ښيي. تېرکال ددې ولایت د پنبې حاصلات ۵۶۰ ټنه وه.

د نیمروز د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د پنبې کرکېلي ته د خلکو لېوالتیا په ډېرېدو دي او ددې ولایت د چهاربرجک او خاشرود ولسوالیو ترڅنګ په یوشمېر نورو سیمو کې هم د پنبې کرکېله کیږي، چې هرکال یې په تولید کې زیاتوالی راځي. د نیمروز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر ذبیح الله اولیازاده وایي، چې سږکال د نیمروز ولایت په دوه زره او ۲۵۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې له دغو کرونو څخه به څه باندې پنځه زره ټنه مالوچ راټول شي. دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د نیمروز ولایت د پنبې حاصلات ۵۶۰ ټنه وه.
د اولیازاده په خبره په دې ولایت کې د پنبې دکرکېلي د ودې او پراختیا په پار پر بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخونه، کیمیاوي سرې، داړتیا وړ درمل او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې بزګرانو او ځمکوالو ته د پنبې ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي. د نیمروز ولایت دکرنې ریاست د کرنیزو چارو امر ددې ولایت د پنبې د سږني حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل په دې ولایت کې پنبې کرکېلي ته د خلکو لېوالتیا، د پنبې د کروندو زیاتوالی او کروندګرو ته د یاد ریاست د تخنیکي کارکوونکو له خوا روزنیز پروګرامونه په لاره اچول بولي.
په ورته وخت کې د نیمروز ولایت هغه کروندګر چې، د پنبې کرکېله کوي هم د خپلو کروندو د پنبې له حاصلاتو خوښ دي. منصور بلوچ د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ هغه کروندګر دی، چې له تېرو دوو کلونو را په دې خوا د پنبې کرکېله کوي، هغه د پنبې حاصل ته هیله مند دی او وایي، چې د پنبې ښه حاصل او دا چې مالوچ په نړیواله کچه مارکېټ لري ددې لامل شوې، چې کروندګر د پنبې کرکېلي ته مخه کړي. منصور بلوچ ددې ولایت د کروندګرو لویه ستونزه د اوبو کمښت یادوي او له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
پنبه د غنمو د حاصلاتو تر ټولولو وروسته کرل کیږي. کله چې د پنبې ۶۰سلنه غوزې خولې خلاصي کړي بیا يې نو حاصلات ټولیږي تر دې وروسته بیا له دانو څخه د پنبو جلا کولو بهیر پیلیږي.
د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ د کرنیزو چارو مدیر رحمت الله وایي، چې پنبه د غنمو په پرتله کمې اوبو ته اړتیا لري، چې د غبرګولې په میاشت کې کرل کیږي او د وږي په وروستیو کې پخوالي ته رسیږي. هغه وویل، چې په دې ولایت کې دوه ډوله پنبه کرل کیږي، چې یو ډول یې درې ځلې او بل ډول یې یو ځل حاصل ورکوي.
افغان بزگران له ډېر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکی هېواد وو.
نیمروز، پروان، کنړ، ارزګان، فاریاب، هرات، بغلان، جوزجان، کندز، لغمان، تخار، کاپیسا، ننګرهار، بلخ، سمنګان، سرپل، هلمند او کابل هغه ولایتونه دي، چې په کې پنبه کرل کیږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د پنبې دکرکېلي او ترویج په موخه د پنبې ننداریزې قطعې جوړې کړي دي او ترڅنګ یې پر هغو بزګرانو چې د پنبې کرکېله کوي د پنبې د کرکېلي او حاصل ټولولو اړین توکي هم وېشلي دي.
له پنبې څخه له غوړو نیولي بیا تر کالو پوري توکې تولیدیږي. پخپله د پنبې دانې بوټي کېدای شي، چې د سون موادو او یا هم د نورو بوټو لپاره د کیمیاوي کود په توگه وکارول شي.
افغانستان له خپلې پنبې څخه یو شمېر تولید شوي ټوکران بهر ته هم صادروي.
افغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی هېواد وو، په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډېرې هڅي روانې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

وخت خورا تنګ دی؛ غرفې لږې دي، نو بیړه وکړئ!

 

د کرنې او مالدارۍ برخې پانګوال او متشبثین کولای شي، چې له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل تولیدات معرفي او بازار ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د پلور د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

بازگشت