لوگر کي د تخمونو تولیدي شرکتونه میکانیزه شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۹:۱۹
لوگر کي د تخمونو تولیدي شرکتونه میکانیزه شوې

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت دتخمونو تولیدي شرکتونه میکانیزه شوي دي.
ددې ولایت دکرنې ریاست په خبره کابو درې کاله مخکې د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د کرنې وزارت د کلپ (ایکارډا) برنامې له خوا د میربرکات په نوم د تخمونو د تولید یو خصوصي شرکت جوړ او په پرمختللي ماشین الاتو سمبال شوه. یاد شرکت د غنمو د تصدیق شویو تخمونو د پروسس لړۍ پیل کړئ، چې تر دې دمه یې ۷۰ مټریک ټنه تصدیق شوي تخمونه تولید کړي او دالړۍ لا هم روانه ده.
سږ کال هم یاد شرکت د تخمي غنمو د درې ورایټۍ (ګل-
۹۶، صلح-۰۲او کابل-۰۱۳) په لرلوسره د روان کال لپاره د لوګر ولایت بزګرانو لپاره د غنمو تصدیق شوي تخمونه چمتو کوی.
دلوګر د کرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې د تصدیق شویو تخمونو په ترویج سره په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د تولید کچه لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت