د کرنې وزارت د چارواکو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د همغږۍ ورکشاپ دائر شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۱:۱۸
د کرنې وزارت د چارواکو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د همغږۍ ورکشاپ دائر شو

١۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په سکتور کې د فعالیتونو د همغږۍ په پار ورکشاپ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د رییس ریچارډ ټریچارډ او د دواړو ادارو د یوشمېر رییسانو او سلاکارانو په ګډون دائر شو.
په دغه ورکشاپ کې چې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا په عمومي ریاست کې دائره شوې وه، دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د سکتورونو د پراختیا په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه، طرحې او نظریات یې سره شریک کړل.
په دې پروګرام کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې مشر ریچارډ ټرانچارډ د افغان بزګرانو او مالدارانو د ژوند د بدلون لپاره د همکارۍ او هڅو د دوام په اړه د دې ادارې د ژمنې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ تر ډېره هڅه کوو چې د افغانستان خلک د خوړو خوندیتوب ته ورسوو، دا کار د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ له لارې ترسره کېږي، زموږ لومړیتوب د کرنې او مالدارۍ پراختیا ده، چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته او د خلکو د اقتصاد ښه شي، په دې برخه کې موږ د کرنې وزارت همکار یو، موږ دا سیمینار د نظرونو د تبادلې او د کار ګډ ټکي ترلاسه کولو، کاري لومړیتوبونو پیژندلو او خپل ګډ هدف ته د رسیدو لپاره په لاره اچولی دی.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې فعالیتونه اغېزمن وبلل او له بزګرانو او مالدارانو سره یې د دغه ادارې د مرستو د دوام او زیاتوالي غوښتنه وکړه: «د افغانستان مالداران او کروندګر د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو، د څارویو د نسل اصلاح، د سبو تخمونه، د مېوو د ونو ترویج، محصولاتو ته بازار موندنه او عصري ماشینونو په برخه کې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري. له تاسو څخه غوښتنه کوو چې په خپلو پروژو کې مؤثریت، شفافیت او د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسئ او دکرنې له وزارت سره په همغږۍ کار وکړئ.»
ورپسې د کرنې سکتور رئیسانو او متخصصینو د بڼوالۍ، مالدارۍ، اوبولګولو، د کرنیزو ماشینونو د نشتوالي، ترویج، څېړنې، د کرنې سکتور د کروندګرو او مالدارانو د روزنې په برخو کې خپل نظریات، وړاندیزونه او اړتیاوې وړاندې کړل او د تطبیق غوښتنه یې وکړه.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولینو د کرنې وزارت د مسوولینو له خوا ټاکل شوي لومړیتوبونه ولیکل او ژمنه یې وکړه چې په خپلو راتلونکو فعالیتونو کې به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پروژې پلي کړي.


ورکشاپ هماهنگی  میان مسوولان وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دایر شد 
۱۵ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
ورکشاپ هماهنگی فعالیت‌ها در بخش زراعت، مالداری و آبیاری با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، ریچاد ترانچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان، روساء و مشاوران هر دو اداره دایر گردید.
این ورکشاپ که در ریاست عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت برگزار شده بود  دو طرف پیرامون همکاری‌ها در راستای انکشاف سکتور زراعت، مالداری و آبیاری صحبت نموده، پیشنهادات، نظریات و طرح‌های خویش را شریک ساختند.
در این برنامه ریچارد ترانچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد از تعهد این سازمان به ادامه همکاری و تلاش برای تغییر زندگی دهقانان و مالداران افغانستان سخن زده گفت." تلاش بیشتر داریم تا مردم افغانستان را به امنیت و مصوونیت غذایی برسانیم، این کار از طریق حمایت دهقانان و مالداران صورت می‌گیرد، اولویت ما توسعه زراعت و مالداری می‌باشد تا در زندگی مردم این ملک تغییر مثبت بیاوریم و اقتصاد  مردم بهبود  یابد، در این زمینه همکار وزارت زراعت می‌باشیم، این سمینار را راه‌اندازی کردیم تا تبادل نظر نموده و نقاط مشترک کار را دریافت کنیم، اولویت‌های کاری را تشخیص دهیم و به هدف مشترک داریم برسیم".
در همین حال  مولوی صدارعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت فعالیت‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد را موثر عنوان نموده و خواستار ادامه و افزایش کمک‌های این سازمان به مالداران و دهقانان افغانستان شد"دهقانان و مالداران افغانستان نیازمندی بیشتر به کمک در بخش‌های توزیع تخم اصلاح شده بذری، اصلاح نسل حیوانات، تخم سبزیجات، ترویج درختان میوه‌‌ای، بازاریابی محصولات و ماشین‌آلات عصری دارند، از شما می‌خواهیم که در پروژه‌های تان موثریت، شفافیت و نیازمندی مردم را در نظر بگیرید و هماهنگ با وزارت زراعت کار کنید". 
بعد از آن روساء و متخصصان سکتور زراعت نظریات، پیشنهادات و نیازمندهی خویش را در بخش‌های باغداری، مالداری، آبیاری، کمبود ماشین‌آلات زراعتی، ترویج، تحقیق، آموزش دهقانان و کارمندان سکتور زراعت مطرح نموده و خواستار تطبیق آن شدند.
مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد اولویت های تعین شده از سوی مسوولان وزارت زراعت را  یاد داشت کرده  و وعده نمودند تا در فعالیت‌های آینده پروژه‌های شان را مطابق نیازمندی‌های مردم افغانستان عیار سازند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال په پکتیا کې د ضبط شویو لرګیو له ټال څخه لیدنه وکړه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او ورسره پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیا ولایت ته د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمیټې د فعالیتونو ارزونه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا له والي مهرالله حماد او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

لوګر ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو د مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمېټې سره یې لیدنه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې د کمیټې. . .

بازگشت